تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکا ته د طالبانو ځواب: "د دوحې تړون ته ژمن پاتې شئ، ناسم تبلیغات مه کوئ"
افغان طالبانو پر امریکا غږ کړی چې د دوحې تړون ته ژمنه پاتې شي او د ناسمو مالوماتو پر بنسټ دې پروپاګند نه کوي. طالبانو دا غبرګون وروسته له هغه ښودلی چې د امریکا د دفاع وزارت (پنټاګون) په خپل یوه تازه رپوټ کې ویلي وو، طالبان د هند په نیمه وچه کې له القاعده ډلې سره مرسته او همکاري کوي.
خو د طالبانو ویاند ذبیح مجاهد رسنیو ته استول شوې یوه اعلامیه کې ویلي، یاده ډله د خپلې پالیسۍ له مخې د نورو هېوادونو په چارو کې هيڅ ډول مداخله نه کوي، نو ځکه نه غواړي چې د افغانستان له پولو بهر د هند او نورو هیوادونو لپاره له چاسره مرسته وکړي.
طالبانو په دې اړه خپګان ښودلی چې "په دې حساس وخت کې د امریکا دفاع وزارت لخوا داسې بې مسئولیته راپور خپریږي او یا د اذهانو د مشوش کولو لپاره پروپاګند کیږي ".
دطالبانو اعلامیه کې پر امریکا غږ شوی چې "خپله نظامي دستګاه کې هغه څيرې هم له پروپاګند کولو څخه راوګرځوي چې ممکن په افغانستان کې لاهم جګړې غواړي او د جګړې په دوام کې خپلې شخصي او یا د کمپنیو ګټې ويني ".
د پنټاګون وروستي رپوټ کې څه ویل شوي؟
د امریکا دفاع وزارت یا پنټګان د دغه هېواد کانګرېس ته د افغانستان امنیتي حالت په هکله رپوټ کې وايي، وسلوال طالبان په هند نیمه وچه کې د القاعده څانګې سره همکاري ته دوام ورکوي.
د افغان طالبانو او امریکا د تېرې فبرورۍ د ۲۹ نېټې د تړون له مخې، دې ډلې منلې چې له افغانستان د امریکايي ځواکونو د وتلو په پیلېدو سره نه پرېږدي چې د دوی واک کې سیمې پر امریکا د برید لپاره د القاعده په څېر ډلو ته په خوندي مرکز بدلې شي.
خو د پنټګان تازه رپوټ وايي، له القاعده سره اړوند سیمه ییزې ډلې له طالبانو سره نږدي اړیکي جوړوي او د امریکا او نورو هېوادونو پر سرتېرو باندې په بریدونو کې "تلپاتې ګټې" ویني.
دې رپوټ کې زیاته شوې، وروستیو میاشتو کې طالبانو طالبانو هند نیمه وچه کې د القاعده څانګې سره همکاري روانه وساتله:
"د سولې بهیر کې له وروستیو پرمختګونو سره سره، هند نیمه وچه کې القاعده څانګه، ممکن د خوندیتوب او روزنې لپاره په افغانستان کې له طالبانو سره نږدې اړیکي لري".
پنټګان د امریکا کانګرېس ته خپله ارزونه کې ویلي، د هند نیمه وچه کې القاعده څانګه پرلپسې د طالبانو له "ټیټ پوړو" غړو سره د افغان حکومت په کمزورولو کې همکاري کوي.
ایران افغانستان کې څه کوي؟
په دې رپوټ کې د افغانستان اړوند د ایران پر چلنلار هم خبرې شوې: "ایران له طالبانو سره په ځیرکانه ملاتړ او له افغان حکومت سره د اړیکو د پیاوړتیا لپاره په هڅو سره افغانستان کې خپلې موخې تعقیبوي".
ایران له افغانستان او سیمې د امریکا او نورو ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي.
طالبانو د سې شنبې په ورځ وویل، د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی محمد ابراهیم طاهریان قطر ته ورغلی او هلته یې د دې ډلې د سیاسي دفتر له مشرانو سره لیدلي دي.
په دا مهال طالبانو وویل، چې د دې ډلې د مرستیال مشر او د قطر دفتر مشر ملا برادر د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره ویډیويي خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د سې شنبې په ورځ وویل، ښاغلي پمپیو دې خبرو کې وویل، "له طالبانو هیله دا ده چې پر خپلو ژمنو ودرېږي او هغه هم پر امریکايي ځواکونو برید نه کول دي".
دوی د امریکا او طالبانو پر تړون غږېدلي چې له مخې یې له افغانستان امریکايي ځواکونو وتل پیل کړي دي.
امریکايي چارواکي وايي، طالبان د امریکا په مشرۍ د ټلوالې پر ځواکونو برید نه کولو ته ژمن پاتې شوي دي.
خو طالبانو د افغان ځواکونو پرضد تاوتریخوالی ډېر کړی چې ور سره د بین الافغاني خبرو پیلېدل هم تر سیوري لاندې راغلي دي.
طالبان او روسیه:
له بلې خوا د ډونلډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبرایان ویلي، که هغه رپوټ تایید شي چې روسیې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره طالبانو ته پیسې ور کولې، نو امریکا باید پرېکند ځواب ور کړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې وروستیو کې رپوټ کړه چې د روسیې د پوځ استخباراتو له طالبانو سره ژمنه کړې وه چې افغانستان کې د هر امریکايي پوځي د وژلو بدل کې به پیسې ور کړي.
د دې ورځپاڼې د سرچینو په خبره، دا سخت پټ مالومات سږنۍ فبرورۍ کې د ولسمشر ځانګړو رپوټونو کې ولیکل شول چې ولسمشر ټرمپ پرې خبر کړل شي، خو هغه هیڅ غبرګون ونه ښود.
خو پخپله ولسمشر ټرمپ وايي، په دې مالوماتو خبر نه دی او نیویارک ټایمز یې هم د نوموړي د بدنامولو لپاره پر جعلي داستان جوړولو تورن کړی دی.
د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار د چارشنبې په ورځ( د جولای ۱) له رویټرز سره خبرو کې وویل، د استخباراتو یوه مهم چارواکي ولسمشر ته په ګړني یا شفاهي ډول له رپوټ ور کولو ډډه وکړه، ځکه د دې اطلاعاتو پر سموالي ډاډه نه و.
نوموړي په دې هکله نور څه ونه ویل، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، واشنګټن د افغانستان په ګډون د خپل هېواد ځواکونو ته هر ډول ګواښ جدي ګڼي او افغانستان کې د روسیې د رول په هکله یې له مسکو سره ډېرې سلا مشورې کړې دي.
"روسانو تېرو لسو کلونو کې داسې وسلې پلورلې چې امریکايي ځواکونو ژوند یې خطر کې اچولي او موږ د دوی له دې کار سره مخالف یو. زه هر ځل له دوی سره خبرې کوم چې دا کار باید نور ونه کړي".
د امریکا دفاع وزارت وایي، پر ۲۰۱۹ زېږیز کال افغانستان کې ۲۲ امریکايي پوځیان وژل شوي او د نیویارک ټایمز سرچینې دعوه کوي چې لږ تر لږه یو امریکايي سرتېري د روسیې او طالبانو د پټ تړون نتیجه کې وژل شوی دی.
طالبانو او روسیې دا تورونه بې بنسټه بللي دي.
سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ د ولسي جرګې د جمهوریپالو وکیلانو یوې ډلې ته په دې تړاو پټ مالومات وړاندې کړل.
د ولسي او مشرانو جرګې ډیموکراټو مشرانو پر دې مسله سخته اندېښنه ښودلې او د سپینې ماڼۍ او استخباراتي ادارو د سپیناوي غوښتنه یې کړې ده.