تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
شننه: القاعده امریکا کې روانه ناکراري په خپله ګټه کارول غواړي
القاعده ډله هڅه کوي په امریکا کې د مېشتو مسلمانانو او نورو امریکایانو په مخاطبولو سره دغه هېواد کې له روانې ګډوډۍ ګټه پورته کړي او ځان " د مظلومانو مرستندویه " وښيي.
د (یو امت) په نوم د دې ډلې انلاین مجلې په وروستۍ ګڼه کې د جورج فلویډ هغه انځور خپور شوی چې مشهور ګرافیټي هنرمن بانکسي جوړ کړی او د هغه د ژوند وروستۍ شیبې انځوروي.
د دې انځور د خپرولو هدف د امریکا په واټونو کې د داسې ملاتړ پيغام خپرول دي چې لیوالتیا ورته نشته.
د دې مجلې په انګلیسي بڼه کې چې له ورایه ښکاري اصلي هدف یې امریکایان دي، په نږدې راتلونکې کې په خپله د امریکا، د هغې د سیاسي نظام ، اقتصاد او ټولنې د زوال وړاندوینه شوې ده.
په وروستۍ ګڼه کې ویل شوي: " د امریکا په بیلابیلو برخو کې وسله وال اعتراضونه په پراخېدو دي او ښکاري داسې چې کورنۍ جګړه پیلېدونکې ده."
بل ځای ویل شوی: "ان دیموکراتان ستا ملاتړ نه شي کولی خو موږ یې کول شو".
د بي بي سي د رسنیز څار د برخې خبریال مینا اللامي وايي د امریکا اعتراضونو سره د چلن په برخه کې د القاعده او د هغې د سیالې اسلامي دولت ډلې ترمنځ ښکاره توپير شته.
اسلامي دولت ډله امریکا کې ورستیو ګډوډیو ته خوښي ښيي او نورو هېوادونو ته یې د پراخېدو وړاندوینه کړې ده، خو اللامي وايي القاعده دې برخه کې ډېره ځیرکې کوي او د امریکایانو په مخاطبولو سره هڅه کوي هغوی د خپل نظر مطابق اسلام او قضیې ته را واړوي.
نوموړې وايي هغه کس چې دا برخه یې لیکلي ده، داسې یو څوک ښکاري چې په امریکا کې له روان حالته ښه خبر دی.
د بیا راتګ هڅه
په تېرو څو کلونو کې اسلامي دولت ډلې تر ډېره القاعده ډله له منځه وړې ده.
خو کینګز کالج لندن پوهنتون کې د سخت دریځۍ د څېړنو نړیوال مرکز مشر شیراز ماهر په دې نظر دی چې القاعده هڅه کوي ثابته کړي چې لا هم په نړیواله کچه رول لري.
ماهر وايي: "دا د تورپوستو د حقونو روان کمپاین یوه ډېره لویه مسله ده... دا د نړۍ په ګوټ ګوټ کې اغیز لري او د رسنیو او سیاست له ډګرو اوس د هنر او کلتور برخو ته غځېدلې ده."
دی وايي نو ځکه القاعده هڅه کوي دې برخې ته هم ځان ورسوي او هڅه کوي ووايي چې دا دی موږ هم یو:
" ډېره نا اشنا خبره دا ده چې داسې یوه ډله چې په منځني ختیځ کې تر ټولو ځپونکې او وینو تږې ایډیالوژي لري غوسه امریکایانو ته د داسې چا په توګه ځان ور پیژني چې ګواکې د پولیسو د وحشت او د تنظیم شوې توکم پالنې په وړاندې د دوی ملاتړ کوي".
دې ډلې چې د اسامه بن لادن په مشرۍ یې د امریکا په تاریخ کې د ۲۰۰۱ کال په سپټمبر میاشت کې بې ساری ناوړه برید وکړی، د عراق په فلوجه ولایت کې داسې متعصب نظام رامنځته کړ چې د هغو کسانو ګوتې یې غوڅې کړې چې د سګرټ څښلو پرمهال نیول شوي وو.
له هماغه راهیسې القاعده د نړۍ په ټولو برخو کې د اسلامي دولت ډلې په ګډون نورې ډلې رامنځته کړې.
که څه هم یو له بله جلا څو پېښې رامنځته شوې، لکه په پنسلوانیا کې د یوه سعودي له خوا د ۲۰۱۹ کال په ډیسمبر میاشت کې هغه برید چې د القاعده ډلې په بڼه وشو، تر اوسه دواړه ډلې تر ډېره نه دي توانیدلې چې د امریکا مېشتو ملاتړ تر لاسه کړي.
خو په اروپا کې بیا داسې نه ده، هلته اروپايي ښارونو کې له نویمو کلونو راهېسې له جهادیانو سره د خواخوږۍ ډېرې ډلې رامنځته شوې دي.
له څو میاشتو راهیسې د لوېدیځو هېوادونو استخباراتي مشرانو خبر داری ورکړی چې القاعده ډله له منځه نه ده تللې او مناسبت فرصت ته په انتظار ده.
وړاندې دواړو ډلو القاعده او اسلامي دولت ویلي چې په امریکا او برتانیا کې کوویډ-۱۹ ناروغي دې دواړو هېوادونو ته د هغه عمل سزا ده چې دوی په منځني ختیځ کې کړی دی.
خو په ایران کې همدا اوس څه باندې ۱۷۵ زره نه زیات کسان پر دې ناروغۍ اخته دي او په مصر کې هم هره ورځ د دې ناروغۍ شاوخوا دوه زره نوې مثبتې پېښې ثبتیږي.
د لویدیځ استخباراتو ته چلینج دا جهادي ډله هڅه کوي چې په امریکا کې د پولیسو د وحشت او توکم پلانې پرضد د اعتراضونو له ګډونوالو سره مشترکه قضیه رامنځته کړي خو دا ډله یې د تاوتریخوالي ته هڅوي.
خو دا خبره ثابته ده چې که د دوی دا لاس وهنې ولیدل شي نو ډېر ګومان دا دی چې د مظاهرو ګډونوال به یې رد کړي.
القاعده یوه ترهګره منل شوې ډله ده چې نږدې درې زره امریکایان یې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱ په پېښه کې وژلي او د امریکایانو په نښه کولو ته یې د دوام هوډ څرګند کړی دی.
د امریکا د ترهګرۍ ضد چارواکي باید څومره وېره کې وي؟
شیراز ماهر چې تېر شل کاله یې د دې ډلې او د هغې د ايډیالوژۍ په اړه څېړنې کړې په دې نظر دی چې مسله ټوله د فرصتونو تر لاسه کول دي.
د پوهنتون دا استاد وايي: "دا ډول پروپاګند طبیعتا د ښکار لپاره د جال غوړولو په څېر دی. دا ( ډله ) یوازې د یوه کس د جلب په لټه کې ده چې بیا ووايي وګورئ زموږ کمپاین څومره بریالی دی. "
د نوموړي په خبره، دا هغه ستونزه ده چې لویدیځ استخبارات او قانون پلي کوونکي ادارې د دا ډول ګواښ د مخنیوي په برخه کې ور سره مخامخ دي