د افغانستان بانک "پخواني لومړي مرستیال" ته خپل دفتر ته دننه کېدو اجازه ورنکړل شوه

نوشېر

د عکس سرچینه، Da Afghanistan Bank

د عکس تشریح، وحید نوشېر د بانک په دروازه کې د ساتونکو لخوا ودرول شو او د ننه تلو اجازه یې ورنکړه

د افغانستان بانک پخواني لومړي مرستیال وحید نوشېر ته د دوشبنې پر ورځ دغه بانک ته د دننه کېدو اجازه ورنکړل شوه او ساتونکو یې موټر د بانک له دروازې بېرته وګرځاوه.

ښاغلی نوشېر وایي، غوښتل یې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم له مخې د بانک نوي سرپرست ته خپله استعفا وړاندې کړي، خو کوم چلن چې د بانک په دروازه کې ورسره وشو هغه د قانون او اصولو خلاف دی، او دی یې په اړه وضاحت غواړي.

په غبرګون کې یې د افغانستان بانک په یوه اعلامیه کې د ښاغلي نوشېر دنده له قانون سره سمه پای ته رسېدلې وبلله.

د افغانستان بانک په خبرپاڼه کې راغلي چې چارواکو یې وړمه ورځ له ولسمشر غني سره د وروستیو بدلونو په تړاو ولیدل چې د لومړي مرستیال له دفاعیه څرګندونو سره سره نوموړی له دندې ګوښه شو.

خو د افغانستان بانک مخکینی لومړی مرستیال د بانک په دروازه کې د هغه ګرځونه د قانون خلاف بللې او د وضاحت غوښتنه یې کړې. ها خوا د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون ویلي چې په دې اړه به څېړنیزه غونډه وکړي چې له قانون پښه اړونکي مالوم کړي.

د نوي سرپرست پر کړنو د مدني ټولنو نیوکې:

اجمل احمدي

د عکس سرچینه، AFGCentralbank

د عکس تشریح، اجمل احمدي تازه د افغانستان بانک چارسمبالی ټاکل شوی

هاخوا د افغان مدني ټولنې ځینې غړي د افغانستان بانک د نوي د سرپرست پر وروستیو کړنو نیوکې کوي او د پوښتنې وړ یې بولي.

اجمل احمدي وروستیو کې د افغانستان بانک مشر ټاکل شوی، او له دې مخکې د صنعت او تجارت وزارت سرپرست و.

نوموړي څو ورځې مخکې د افغانستان بانک څلور کارمنان "د اداري فساد" په تور له دندې لرې کړل.

د افغان مدني بنسټونو ګډې کارډلې د ښاغلي احمدي ګومارل سیاسي بللي او زیاتوي، د فساد په تور د کارکوونکو لرې کول یې په داسې مهال دي چې لا هم سرپرست دی او له ولسي جرګې یې رایه نه ده اخیستې.

د مدني ټولنو بیانیه کې راغلي، د افغانستان بانک مشر باید ناسیاسي وي او د بانک په تړاو ټولې هڅې یې باید خپلواکي تضمین کړي.

د دې بنسټونو غړي زیاتوي، په دې باور دي چې ولسمشر باید د روڼ بهیر له مخې د افغانستان بانک مشر وګوماري.

د افغانستان بانک

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اجمل احمدي څو ورځې مخکې د افغانستان بانک څلور کارمنان "د اداري فساد" په تور له دندې لرې کړل.

تېره اونۍ د افغانستان بانک د اعلامیې خپرولو سره وویل، د دې بانک د لویې شورا په تصویب سره اوو دوسیو کې په فساد تورن څلور کسان له دندې ګوښه شول او دوسیه یې د نورې ارزونې لپاره څارنوالي ته واستول شوه.

د افغانستان د مدني ټولنې غړي وايي، ولسمشر د دې بانک د مشر ګومارلو واک لري، خو دا کس باید د ولسي جرګې باور رایه ترلاسه کړي.

اجمل احمدي ولسمشر غني ته نژدې سړی دی. کله چې د صنعت او تجارت وزیر هم و، څو ځلې د خبرونو سرټکی شو. وروستیو کې د نوموړي او د ولسي جرګې د غړو ترمنځ ډېر جنجال و.

یو ځل دې جرګې د ښاغلي احمدي د وزارت بودیجه بې باوره وبلله او دلیل یې هم د جرګې ځوابي غونډو ته د نووړي نه ورتګ وباله.

ولسي جرګې دا هم تصویب کړې وه چې اجمل احمدي د صنعت او تجارت وزارت د سرپرست په توګه په رسمیت نه پېژني.