تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشرغني ته د مسکا نجیب غبرګون: افغان جګړه د ۲۰ کلن فلم پروژه نه ده
د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله لور مسکا نجیب د ولسمشر غني پر هغو څرګندونو تند غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي د ډاکټر نجیب الله تېروتنه دا وه چې له وړاندې یې د استعفا هوډ څرګند کړ، ښاغلي غني دا مسئله له یوه داسې فلم سره تشبیه کړه چې افغانانو یو ځل لیدلی او باید پرېنږدي چې دا فلم یو ځل بیا وکتل شي.
ولسمشرغني دا خبرې د پنجشنبې په ورځ ۱۱جون (۲۲غبرګولي) د اتلانتیک شورا سره په یو ویډیویي کنفرانس کې کړې وې.
خو مسکا نجیب پرون د جمعې په ورځ (د جون ۱۲/ د غبرګولي ۲۴) په خپل ټویټر کې د ښاغلي غني په دغو څرګندونو نیوکه کړې او ویلې یې دي، افغان جګړه د ۲۰ کلن فلم پروژه نه ده او هر فلم پای لري:
"ولسمشرغني! په افغانستان کې جګړه د ۲۰ کلن فلم پروژه نه ده. په هر حال، هر فلم پای لري....... د مرکې په پای کې ستاسو مسکا، ستاسو په څېر د یو رهبر سره ښه نه ښايي. د سولې لپاره د ډاکټر نجیب الله په نیت او ملتپالنې یوازې افغانان پوهیږي..."
مسکا نجیب د ډاکټر نجیب کشره لور ده چې عکاسه او د مستندو فلمونو جوړوونکې ده.
نجیب الله له ۱۹۸۶ نه تر ۱۹۹۲ پورې د افغانستان ولسمشر و چې په پېر کې یې پخواني شوروي ځواکونو افغانستان پرېښود او ده د سولې په اړه له مجاهدینو سره خبرې پیل کړې خو دا خبرې پایلې ته ونه رسیدې.
د ۱۹۹۶ کال په سپټمبر کي طالبانو د کابل نیولو سره ډاکټر نجیب او د هغه ورور احمدزی له وژلو وروسته اریانا چوک کې په دار وځړول.
څو ورځې دمخه پکتیا ته د سفر پر مهال د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب هم ګردېز ته څېرمه مېلن ته لاړ او د ډاکتر نجیب په قبر یې دوعا وکړه، خو دا تګ له یو شمېر غبرګونونو سره مخ شول.
د ښاغلي محب له دې سفر وروسته د ولسمشر غني یوه سلاکار شاه حسین مرتضوي خپل ټوېټر کې ولیکل چې د ډاکټر نجیب قبر باید جوړ شي.
د روان ۱۳۹۹ کال د غبرګولي په ۱۲مه نېټه د ډاکټر نجیب مېرمنې فتانه نجیب په یوه غږیز پیغام کې ویلي، چې د مېړه د قبر جوړولو وړاندې دې د هغه د وژلو مسئله وڅېړل شي.
په تازه څرګندونو کې مېرمن نجیب ویلي و:"د نجیب د دوستانه او صادقانه خدمتونو د لمانځلو او یادولو لپاره به غوره دا وي چې د هغه د مزار تر جوړېدو مخکې د هغه د وژلو علتونه او انګېزې له اړوندو ادارو له خوا وارزول شي او په داسې حال چې په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر سیاسي مېلمه هم و، د نوموړي د مرګ حقایق د افغانستان ولس ته ورسول شي".
د فتانه نجیب د دې غوښتنې په هکله بي بي سي کابل کې د افغان چارواکو نظر وغوښت، خو لا یې ځواب نه دی تر لاسه کړی.
فتانه نجیب له خپل دغه غږیز پیغام سره د ډاکټر نجیب په غږ د هغه څو خبرې هم یو ځای کړي، چې خپلو ملګرو ته په يوه وينا کې وايي، له مرګ وروسته به راتلونکي نسلونه ددوی درناوی وکړي:
"زه فکر کوم چې راتلونکي نسلونه به زموږ قبرونو ته راځي، که قبر هم ونه لرو د ورک سرتېري یوه ورک کارګر په نوم به د ګلونو ګېډۍ ږدي او په موږ او تاسو به ویاړي".
مېرمن نجیب خپل پیغام کې زیاتوي وايي، اوس پر عادي خلکو سربېره افغان ملکي او پوځي چارواکي د هغه قبر ته ورځي او په قبر یې د ګلونو ګېډۍ ږدي.