تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
غني: پاتې ۲ زره طالب بندیان ژر خوشي کېږي؛ راتلونکې اوونۍ د سولې خبرو په اړه مهم اعلان کوو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، د حکومت په بند کې پاتې ۲ زره طالبان به هم ډېر ژر خوشي شي، او حکومت به راتلونکې اوونۍ له طالبانو سره د مخامخ خبرو په اړه مهم اعلان وکړي.
ولسمشر غني نن پنجشنبه له (اټلانټېک کونسل) بنسټ سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، امریکایي او پاکستاني چارواکو سره یې په وروستیو ورځو کې د سولې پر پروسه خبرې کړې دي او ټولې خواوې پر راتلونکو ګامونو سلا شوي دي. نوموړي وویل:
"موږ پر سم مسیر روان یو او راتلونکې اونۍ به وکولی شي چې نړۍ ته د راتلونکې ګام په اړه خبر ورکړو ".
افغان ولسمشر په تېر کوچني اختر کې اعلان شوی اوربند د یوه ښه چانس په توګه یاد کړ چې له مخې نوموړي د دوه زره طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان د ښه نیت ښودلو لپاره صادر کړ. ښاغلي غني که څه تاوتریخوالي کې کموالي ته اشاره وکړه خو روان وضعیت یې کافي ونه باله:
"په تاوتریخوالي کې کموالی راغلی، خو د ټپیانو شمېر اوس هم لوړ دی. د ورځې له شاوخوا شپیتو تر اویاو رسیږي او دمړینو شمېر په اوسط ډول تر دیرشو پورې رسیږي. د خلکو د ملاتړ لپاره دا ډېره مهمه ده چې د تاوتریخوالي کم والی اعظمي حد ته ورسیږي او دا ډاډ تر لاسه کړو چې هغه عناصرو ته چانس ورنکړل شي چې روغه جوړه نه کوي ".
ښاغلي غني د طالب زندانیانو خوشې کېدو بهیر ته په اشارې سره وویل چې د خوشې شویو طالب زندانیانو شمېر به درې زرو ته رسیدلی وي او یا به ورسیږي خو د هغه ټینګار دا هم و چې طالبان هم باید د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو هغه ټول منسوبین خوشې کړي چې دوی وايي ور سره بندیان دي.
"د طالبانو له خوا د امنیتي او دفاعي ځواکونو ټول سرتیري نه دي خوشې شوې دا مهمه ده چې ژمنې پر ځای شي ځکه دا دوه اړخیزه ژمنتیا ده دوی ادعا کړې چې زر تنه ( سرتیري ) ورسره دي شمیر د تغییر په حال کې دی، خو د شویو ژمنو په اړه وضاحت غواړو او دا ډاډ تر لاسه کو چې وروستي کس هم خوشې شوی دی ".
ولسمشر غني وویل، ګاونډیو هېوادونو، او په ځانګړې توګه پاکستان سره دې هوکړې ته رسېدلی چې خاوره به یې د یو بل پر ضد نه کارول کېږي، او افغانستان به سیمه کې د اقتصادي همکارۍ پر مرکز بدلېږي.
له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د احتمالي وتلو موضوع ده په اشارې ولسمشر غني وویل، په دې اړه پر بېلابېلو سیناریوګانو خبرې شوې دي، خو تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې او هر ګام به افغانستان کې شرایطو ته په کتو پورته کېږي.
ولسمشر غني وویل، په اوسنیو شرایطو کې اړینه ده چې افغانستان کې بشري اوربند اعلان شي او حکومت وتوانېږي چې وګړو ته اړین خدمات ورسوي
د سولې د یوه شونې تړون له مخې د منځ مهالي حکومت رامنځته کيدو په تړاو ښاغلي غني د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د هر ډول منځ مهالي حکومت په اړه خبرې له وخته وړاندې دي.
"اصلي خبره ولسمشر نه بلکې جمهوریت دی. موږ نیک نیت لرو او هیله لرو چې بالمثل عمل وشي. "
"د استعفا خبره کول د ډاکټر نجیب لویه تېروتنه وه"
افغان ولسمشر د پخواني ولسمشر نجیب الله برخلیک ته په اشارې سره وویل چې د هغه تېروتنه دا وه چې له وړاندې یې د استعفا هوډ څرګند کړ، ښاغلي غني دا مسله له یوه داسې فلم سره تشبیه کړه چې افغانانو یو ځل لیدلی او باید پرېنږدي چې دا فلم یو ځل بیا وکتل شي.
نوموړي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې تاوتریخوالی د پخلاینې بهیر کې مرسته نشي کولی، او جګړه هېڅ ګټونکی نه لري.
افغان ولسمشر له عبدالله عبدالله سره خپل سیاسي جوړجاړی مهم وباله، خو زیاته یې کړه چې اساسي قانون پر خپل حال پاتې کېږي او نور به افغانستان کې دوه سری حکومت نه وي.
ولسمشر غني وویل، سولې خبرو لپاره د افغان حکومت مذاکراتي ټیم ټولشموله دی، او د ښاغلي عبدالله پلویانو ته به حکومت کې هم ونډه ورکول کېږي.
د ده په وینا، افغان مېرمنو ته د سولې په چارو کې ونډه ورکړل شوی، بهرنیو هېوادونو کې سفیرانې ټاکل شوې دي او په راتلونکې کابینه کې به هم څلور ښځینه وزیرانې وي.