ولسمشر غني: د ایران پر پوله د افغانانو د وژلو پېښه په ژوره توګه وڅېړئ

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني د وسله وال پوځ د اعلی سر قومندانۍ نظامي مفتش محمد حمید طهماسي په مشرۍ یو لس کسیز پلاوی له ایران سره پر پوله د یو شمېر افغانانو د وژلو د ژورې او هر اړخیزې ارزونې لپاره ټاکلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې پلاوي کې د ولسي جرګې، د کورنیو چارو، ملي دفاع، بهرنیو چارو، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارتونو او د ملي امنیت عمومي ریاست، د هرات ولایت مقام، د ولایتي شورا او د ۲۰۷ ظفر قول اردو د پنځمې سرحدي لوا باصلاحیته استازي غړیتوب لري.

وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت دا ادعا سخت درواغ بللې وې چې د دغه هېواد پوله ساتو ځواکونو ځینې افغان کډوال افغانستان ته د ستنېدو لپاره پر هریردو سیند اوښتلو ته اړ کړل.

خو د دغه وزارت ویاند عباس موسوي ویلي وو، بیا هم ایران د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته رسمي اطلاع ور کړې چې د دې ادعا ارزولو لپاره همکارۍ ته تیار دی.

د ایرنا خبري اژانس رپوټ وايي، ښاغلي موسوي له ایران سره پوله کې د ځینې افغان کډوالو د پېښې په هکله وویل: "لکه مخکې چې زموږ د هېواد چارواکو ویلي، دا خبر سخت درواغ بولو چې ایراني پوله ساتو ځینې افغان وګړي افغانستان ته د ستنېدو لپاره پر هریرود اوښتو ته اړ کړي دي".

هغه زیاته کړه: "ایران له موضوع سره تړاو نه لري، خو بیا هم د افغان چارواکو غوښتنې ته په پام دغه وزارت د دواړو هېوادونو د ښه ګاونډیتوب او ښه نیت د اصولو له مخې او د ورورولۍ اړیکو په دلیل په رسمي یاداښت کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د تهران سفارت ته ویلي چې ایران د دې ادعاوو د ارزولو لپاره ګډې همکارۍ ته تیار دی".

څو ورځې مخکې د افغانستان د انساني حقونو خپلواک کمېسون د دې پېښې په تړاو یوه رپوټ کې وویل:

"له ځايي چارواکو او بچ شویو کسانو سره د خبرو له مخې، د غوايي پر ۱۲ نېټه د ایران امنیتي ځواکونو ځینې افغان کډوال چې د کار په لټه ایران ته اوښتل له ایران سر پر پوله د هرات د ګلران ولسوالۍ په کارېز الیاس سیمه کې ونیول او له وهلو ټکولو او شکنجې وروسته یې پر هریرود اوښتو ته اړ کړل چې په نتیجه کې یو شمېر ډوب شول او ځینې بچ شول".

له دې مخکې ښاغلي موسوي ویلي و چې دا پېښه د افغانستان خاوره کې شوې ده او د ایران پوله ساتي په دې تړاو د ایران خاوره کې هر ډول پېښه ردوي.

نړیوال غبرګون

خو له ایران سره پوله کې دا پېښه پر افغانستان سربېره نړیوال غبرګون هم لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو چارشنبه واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل، د ایراني ځواکونو په لاس د افغان کډوالو ځورونې، شکنجې او وژنې رپوټونو سخت خواشینی کړی دی.

نوموړي پر افغان چارواکو غږ کړی چې له ایران سره پر ګډه پوله د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا د افغان کډوالو د وژنې پېښه په جدي توګه وڅېړي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ هم چارشنبه ویلي، د افغانستان او ایران تر منځ د پولې اوږدو کې د یو شمېر افغان کډوالو برخلیک 'حیران ' کړي دي.

دغې ټولنې په ټویټري پیغام کې د پېښې په هکله د یوې بشپړې څېړنې غوښتنه کړې او په وینا یې د'بشپړې روڼتیا ' هیله کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر سې شنبه ناوخته په یوه ټویټ کې په خورا تونده لهجه له ایران سره پر ګډه پوله د یو شمېر افغان کډوالو وژنه غندلې او دا یې یو داسې جنایت بللی چې د ده په خبره د بښلو نه دی.