ایران سیند ته د افغان کډوالو اچول بیا سخت درواغ وبلل

د ایران د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا دا ادعا سخت درواغ بولي چې د دغه هېواد پوله ساتو ځواکونو ځینې افغان کډوال افغانستان ته د ستېندو لپاره پر هریردو سیند اوښتلو ته اړ کړل.

خو د دغه وزارت ویاند عباس موسوي وايي، بیا هم ایران د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ته رسمي اطلاع ور کړې چې د دې ادعا ارزولو لپاره همکارۍ ته تیار دی.

د ایرنا خبري اژانس رپوټ وايي، ښاغلي موسوي له ایران سره پوله کې د ځینې افغان کډوالو د پېښې په هکله وویل: "لکه مخکې چې زموږ د هېواد چارواکو ویلي، دا خبر سخت درواغ بولو چې ایراني پوله ساتو ځینې افغان وګړي افغانستان ته د ستنېدو لپاره پر هریرود اوښتو ته اړ کړي دي".

هغه زیاته کړه: "ایران له موضوع سره تړاو نه لري، خو بیا هم د افغان چارواکو غوښتنې ته په پام دغه وزارت د دواړو هېوادونو د ښه ګاونډیتوب او ښه نیت د اصولو له مخې او د ورورولۍ اړیکو په دلیل په رسمي یاداښت کې د افغانستان اسلامي جمهوریت د تهران سفارت ته ویلي چې ایران د دې ادعاوو د ارزولو لپاره ګډې همکارۍ ته تیار دی".

څو ورځې مخکې د افغانستان د انساني حقونو خپلواک کمېسون د دې پېښې په تړاو یوه رپوټ کې وویل:

"له ځايي چارواکو او بچ شویو کسانو سره د خبرو له مخې، د غوايي پر ۱۲ نېټه د ایران امنیتي ځواکونو ځینې افغان کډوال چې د کار په لټه ایران ته اوښتل له ایران سر پر پوله د هرات د ګلران ولسوالۍ په کارېز الیاس سیمه کې ونیول او له وهلو ټکولو او شکنجې وروسته یې پر هریرود اوښتو ته اړ کړل چې په نتیجه کې یو شمېر ډوب شول او ځینې بچ شول".

له دې مخکې ښاغلي موسوي ویلي و چې دا پېښه د افغانستان خاوره کې شوې ده او د ایران پوله ساتي په دې تړاو د ایران خاوره کې هر ډول پېښه ردوي.

د یکشنبې په ورځ پخپله د ایران سرحدي ځواکونو دا رپوټونه رد کړل.

نړیوال غبرګون

خو له ایران سره پوله کې دا پېښه پر افغانستان سربېره نړیوال غبرګون هم لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو چارشنبه واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته وویل، د ایراني ځواکونو په لاس د افغان کډوالو ځورونې، شکنجې او وژنې رپوټونو سخت خواشینی کړی دی.

نوموړي پر افغان چارواکو غږ کړی چې له ایران سره پر ګډه پوله د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا د افغان کډوالو د وژنې پېښه په جدي توګه وڅېړي.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولۍ هم چارشنبه ویلي، د افغانستان او ایران تر منځ د پولې اوږدو کې د یو شمېر افغان کډوالو برخلیک 'حیران ' کړي دي.

دغې ټولنې په ټویټري پیغام کې د پېښې په هکله د یوې بشپړې څېړنې غوښتنه کړې او په وینا یې د'بشپړې روڼتیا ' هیله کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست حنیف اتمر سې شنبه ناوخته په یوه ټویټ کې په خورا تونده لهجه له ایران سره پر ګډه پوله د یو شمېر افغان کډوالو وژنه غندلې او دا یې یو داسې جنایت بللی چې د ده په خبره د بښلو نه دی.

نوموړي‌ ویلي، ''هغه ظلم او وحشت چې له ایران سره پر پوله د افغان کډوالو د شکنجې او شهادت لامل شوی،‌ افغان ملت یې خواشینی کړی دی. ''

د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چارشنبې په ورځ یوه ټویټ کې ولیکل: دا وحشي، ناانساني او جنايي عمل دی او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به یې تعقیب کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ په یوه جلا اعلامیه کې وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې پلټلو لپاره د یو ګډ پلاوي جوړولو ته چمتو شوی دی.

اعلامیه کې راغلي‌ چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین هارون چخانسوري او په تهران کې افغان سفیر له ایراني‌ چارواکو سره یو ځای دا موضوع څاري.

پېښه څنګه شوې؟

د تېرې شنبې پر ورځ یو شمېر افغان کارګرو- چې د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ اوسیدونکي دي- بي بي سي ته وویل، د قاچاق وړونکو له خوا ایران ته د کار لپاره اړول شوي وو او بیا هلته ایراني عسکرو ونیول.

دا کسان ادعا کوي چې له نیول کېدو وروسته ایراني عسکرو سیند ته ټېل وهلي. دوی وایي څه باندې شل کسان یې لادرکه دي خو د ۷ کسانو مړي پيدا شوي او نور ژغورل شوي.

وروسته له همدې ډلې د یو شمېر کسانو مړي هرات ته ورسېدل چې ورسره افغان حکومت د پېښې د پلټلو خبره وکړه.‌