حنیف اتمر: د ایران پر پوله افغان کډوالو سره شوی جنایت د بښلو نه دی

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر حنیف اتمر سې شنبه ناوخته په یوه ټویټ کې په خورا تونده لهجه له ایران سره پر ګډه پوله د یو شمېر افغان کډوالو وژنه غندلې او دا یې یو داسې جنایت بللی چې د ده په خبره د بښلو نه دی.

نوموړي‌ ویلي، هغه ظلم او وحشت چې له ایران سره پر پوله د افغان کډوالو د شکنجې او شهادت لامل شوی،‌ افغان ملت یې خواشینی کړی دی.‌

ښاغلي اتمر ویلي: (دا زموږ ګډ‌ غم دی.‌ خپلو وطنوالو ته ډاډ ورکوو چې حق او عدالت ته د رسېد لپاره به په ټولو دیپلوماتیکو امکانانو سره دا نه بښل کېدونکی جنایت څېړو)

له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي‌ وو چې د دې پېښې پلټنه پیل شوې،‌ خو دا لومړی ځل دی چې یو جګپوړی افغان چارواکو په دومره تونده لهجه دا پېښه غندي او د پلټنو ژمنه کوي.

بل لور ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ په یوه جلا اعلامیه کې وویل چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د دې پېښې پلټلو لپاره د یو ګډ پلاوي جوړولو ته چمتو شوی دی.‌

اعلامیه کې راغلي‌ چې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین هارون چخانسوري او په تهران کې افغان سفیر له ایراني‌ چارواکو سره یو ځای دا موضوع څاري.‌

پېښه څه ډول رامنځته شوه؟

د تېرې شنبې پر ورځ یو شمیر افغان کارګرو چې د هرات د رباط سنګي ولسوالۍ اوسیدونکي دي بي بي سي ته وویل، د قاچاق وړونکو له خوا ایران ته د کار لپاره اړول شوي وو او بیا هلته ایراني عسکرو ونیول.

دا کسان ادعا کوي چې له نیول کېدو وروسته ایراني عسکرو سیند ته ټېل وهلي. دوی وایي څه باندې شل کسان یې لادرکه دي خو د ۷ کسانو مړي پيدا شوي او نور ژغورل شوي.

وروسته له همدې ډلې د یو شمېر کسانو مړي هرات ته ورسېدل چې ورسره افغان حکومت د پېښې د پلټلو خبره وکړه.‌

د ایران غبرګون:

د ایران سرحدي ځواکونو د یکشنبې پر ورځ دا رپوټونه رد کړل چې ګواکې دې ځواک یو شمېر هغه افغان کډوالو چې غوښتل یې ایران ته واوړي، سیند ته غورځولي او وژلي یې دي.

دې ځواکونو وویل چې د افغان کډوالو د وژنې په اړه خپره شوې ویډیو یې کتلې او دې نتیجې ته رسېدلي چې د ایران او افغانستان پر ګډه پوله داسې کومه پېښه نه ده رامنځته شوې.

د ایران سرحدي ځواکونو ویلي وو،‌پوله ساتونکي د اسلامي مهربانۍ یله مخې له افغانانو سره چلن کوي.

ایراني چارواکو ویلي وو، دا رپوټونه د دوه ګاونډیو هېوادونو د لېرې کولو یوه شومه هڅه ده.

د امریکا او طالبانو غبرګون:

د مرکزي او سویلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الېس وېلز پرون دوشنبه په یوه ټویټ کې ویلي وو، د ایران لخوا افغان کډوالو سره د ناسم چلن ادعاو په اړه رپوټونه وېروونکې دي.

نوموړې ویلي لیکلي چې دې برخه کې د دقیقو پلټنو ملاتړ کوي او مجرمینو سره باید حساب وشي.‌

خو د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د اغلې وېلز د څرګندونو په ځواب کې وویل، ایران له افغانستان سره ټینګې اړیکې لري او هغه څه چې افغان وګړو سره (په هرات کې) وشول، یوه تراژیدي ده.‌

نوموړي ویلي، دا پېښه ایران پورې اړه نلري، خو د امریکایي‌ رژیم لخوا پر ایران تورونه لګول یوه بې خونده ټوکه ده.

بل لور ته افغان طالبانو هم د دې رپوټونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده او له ایرانه یې غوښتي چې افغانانو سره د رحم، اسلامي اخوت او ښه ګاونډیتوب چلن وکړي.

طالبانو همدا راز له ایرانه غوښتي چې د دې پېښې په اړه دې پلټنې وکړي.