تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اروپايي ټولنې له عبدالله وغوښتل چې سیاسي کړکېچ سملاسي پای ته ورسوي
- Author, ګلستان شينواری
- دنده, بي بي سي لندن
اروپايي ټولنې پر عبدالله عبدالله غږ کړی، چې په افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ سملاسي پای ته ورسول شي او په وینا یې که داسې و نه شي د افغانستان له امنیتي ځواکونو او پرمختیايي چارو سره پر مالي ملاتړ ناوړه اغېز کېدای شي.
دا څرګندونې له ښاغلي عبدالله سره د دې ټولنې د سفیرانو د پلاوي د مشر له خبرو وروسته شوې دي.
عبدالله عبدالله له اروپايي استازي سره له خبرو وروسته ویلي، چې د سیاسي کړکېچ اواري ته ژمن دی.
خو د هغه ګوند- جمعیت اسلامي- په یوه کلک غبرګون کې پر اروپايي ټولنې په دغه کړکېچ کې د یوې خوا د پلوۍ تور پورې کړی دی.
د اروپايي ټولنې دغه ګواښونکې څرګندونې پر داسې مهال مخې ته راځي، چې له تېرو کابو دوو میاشتو راهیسې د دې ټولنې او نور نړیوال استازي د عبدالله عبدالله او ولسمشر غني له ډلو سره د روان سیاسي کړکېچ د اواري لپاره پر خبرو اترو بوخت دي.
اوس په کابل کې له ښاغلي عبدالله سره د اروپايي ټولنې د سفیرانو د پلاوي د مشر او د ناروې د سفیر له ټیلیفوني خبرو وروسته اروپايي ټولنې په یوه ویناپاڼه کې ویلي، که په افغانستان کې سیاسي مخالفتونه روان پاتې شي، دا کار به د افغان ولس راتلونکی او روغتیا له ګواښ سره مخامخ کړي.
دې ټولڼې ټینګار کړی، چې د افغان وګړو ګټو ته باید لومړیتوب ورکړ شي.
د اروپايي ټولنې په وینا، په اوسني وخت کې د کورونا ویروس د وبا پر وړاندې ګډې مبارزې او د سولې خبرو پیل ته سخته اړتیا ده.
دې ټولنې ویلي، ښاغلي عبدالله ته یې روښانه کړې، چې که د روان کړکېچ په اواري کې پرمختګ و نه شي، دا به د افغانستان د امنیتي ځواکونو او پرمختیايي چارو پر راتلونکې مالي مرسته هم بد اغېز وکړي.
ښاغلي عبدالله پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې کورونا ضد مبارزې ته د پام ور ټولولو لپاره د سیاسي بندښت اواري ته لېوال دی.
هغه همداراز ویلي، چې د سولې لپاره یې پر اوربند هم ټینګار کړی دی.
جمعیت ګوند څه وايي؟
بل پلو د عبدالله عبدالله ګوند- جمعیت اسلامي- په یوه ویناپاڼه کې د اروپايي ټولنې څرګندونې یو اړخیزې بللې او تور یې پورې کړی چې د دې ټولنې دا خبرې، د جمعیت په ټکو، په افغانستان کې د ټاکنیزې کودتا په تړاو د اروپايي ټولنې د چوپتیا دوام ښيي.
جمعیت ټینګار کړی، چې په افغانستان کې سیاسي ټیکاو یوازې هغه مهال شونی دی، چې خلک په ملي پرېکړو کې ګډون ولري او عدالت او د وګړو حقونه خوندي شي.
دا ډله ښاغلی عبدالله د ټاکنو ګټونکی بولي او ادعا کوي، چې ولسمشر غني د درغلۍ په مټ بریالی اعلان شوی دی.
خو د ولسمشر غني ډله ټینګار کوي، چې ټاکنیزو کمېسیونونو د قانوني بهیر په پایله کې دغه پرېکړه کړې ده.
ارګ ټینګار کوي، چې د سیاسي کړکېچ د اواري لپاره خبرو ته چمتو دی او د داسې یوه حکومت د جوړولو ژمنه یې کړې، چې په وینا یې د افغانستان د ټولو خلکو استازي به کوي.