په مزارشریف کې د جنډې ښکته کېدو مراسم

- Author, نجیب الله پاڅون
- دنده, بي بي سي
په مزارشریف ښار کې له څلوېښت ورځو وروسته د نوروز مېله د کورونا وېروس تر سیوري لاندې پای ته ورسېده او د روضې متولیانو يې بېګا جنډه په سړو او بې شوره مراسمو کې ښکته کړه.
د بلخ اطلاعاتو او فرهنګ اداره وايي کورونا وېروس نه یواځې په مزارشریف ښار کې د لرغوني نوروز دودیز رسمونه له ستونزو سره مخ کړل، بلکې د مېلمستیا، غم او ښادۍ په مراسمو کې یې هم تغییرات راوستل چې له دې وړاندې یې د افغانستان په شمال کې ځانګړی ځای درلود.
په مزارشریف کې د نوروز وروستی دود د روضې د متولیانو له لوري د جنډې په ښکته کېدو پای ته ورسېد. دغه مراسم هم د جنډې د پورته کېدو په څېر د روضې د بندو دروازو او د شپې له مخې ترسره شول.
د روضې رئیس عتیق الله انصاري وايي، هیله یې درلوده چې د کورنا وېروس ګواښ د نوي کال په لومړۍ اونۍ کې پای ومومي او د جنډې د ښکته کېدو مراسم په ښه ډول ترسره کړي؛ خو داسې ونه شول:
"دغه مراسم په تېرو پېړیو او کلونو کې په عزت او احترام ترسره کېدل سږ کال هم تر سره شول؛ خو بي له رسمیاتو".

د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ادارې مرستیال عطا محمد ساهو وايي داسې هيڅ فکر نه کېده، چې د یوه وېروس خپرېدل دې دغه دودیز جشن وځنډوي، ځکه له دې وړاندې په بلخ کې دغه جشن هیڅ نه و بند شوی او ان کورنیو جګړو او د طالبانو په واکمنۍ کې هم دغه جشن و.
د ښاغلي ساهو په خبره، د کورونا وېروس د خپرېدو له امله ټول دودیز مراسم لکه د سمنک پخول، د هفت سین او هفت مېوې جوړول، د شعر ویلو بنډارونه او د نوروز څلویښت ورځنۍ میله یې له ستونزو سره مخ کړل.
هر کال به د نوروز په ورځو کې د نوي کال په مناسبت ځانګړي ادبي پروګرامونه او مشاعرې جوړېدې چې پر بلخ سربیره به ورته له ګاونډیو ولایتونو لسګونه شاعران او د ادب مینه وال راتلل؛ خو سږ کال دغه فرهنګي برخه هم نیمګړې وه.

په بلخ کې د دولتي او مناسبتي ادبي پروګرانو له مسولانو ذبیح الله اختري وايي هر کال به د نوروز په دویمه د ګلسرخ په نوم دودیزه دولتي مشاعره جوړېده چې د بېلابېلو ژبو ویونکو به پکې د شیر وشکر په نوم شعرونه ویل؛ خو سږ کال د کورونا وېروس د وېرې له امله ټول فرهنګي پرګرامونه لغو شول:
"د نوروز په ورځو کې به د ادبي مشاعرو تر څنګ د ځوانانو تر منځ دودیزې لوبې هم کېدلې د جنډې پورته کېدل به یو مراسم او ښکته کېدل به یې بل مراسم و له څلوېښت ورځو وروسته به د ثور په لسمه شپه جنډه ښکته کېدله هغه هم په دولتي او ځانګړې بڼه چې ګڼ شمېر مینه والو به پکې برخه اخیسته".
د تېرو کلونو پرتله سږ کال په بلخ ولایت کې د سیل ځایونو کې خلک څو برابره کم لیدل شوي او د کورونا وېروس له وېرې ډېر کم دښتو ته د سیل لپاره وځي.








