مزار شریف کې نوروز جنډه د شپې پورته کړل شوه

کورونا
د عکس تشریح، دا انځور سهار اخیستل شوی دی.

هر کال زرګونه کسان له مختلفو ولایتونو د نوروز جشن لمانځلو لپاره مزار شریف ښار ته ځي او د اسلام څلورم خلیفه حضرت علي ته منسوب زیارت کې را ټولېږي چې جنډه پکې پورته او تر څلوېښتو ورځو ولاړه وي.

خو د بلخ اطلاعات او فرهنګ رییس صالح محمد خلیق بي بي سي ته وویل، چې د کورونا ویروس د نه خپرېدو او د خلکو د بیروبار نه جوړېدو لپاره یې دا جنډه د شپې پورته کړه.

په بلخ کې د بي بي سي خبریال حمید فهیم وايي، جنډه د شپې نږدې لس بجې له رسنیو پرته پورته شوه او خلک د دې زیارت شاوخوا ونڅېدل.

د زیارت مشر عتیق الله انصاري بي بي سي ته وویل، چې د کورونا ویروس د خطر له ختمېدو پورې به د دې زیارت دروازې تړلې وي.

د جمعې په سهار هم کم خلک د زیارت د پنجرو شاته د دې جنډې لیدلو ته ولاړ و.

زموږ همکار زیاتوي چې بلخ کې کم خلک د شادیان دښتې او حیرتان په ګډون تفریحځیو ته تللي دي.

نوروز
د عکس تشریح، نوروز جنډه د شپې نږدې لس بجې پورته کړل شوه.

افغانستان کې د هر نوي لمریز کال د لمانځلو لپاره په ارګ او نورو ولایتونو کې هم مراسم جوړېږي، خو سږ کال د کورونا ویروس د نه خپرېدو لپاره دا مراسم نشته.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د نوي لمریز کال پیغام خپور کړی او پکې وايي، افغانان اوس له بل هر وخت سولې ته هیله من دي او باید دې برخه کې له بل هر وخت خپل منځي یووالي او پیوستون ته پام وشي.

نوموړي نوی کال د پيوستون او اصلاحاتو کال وباله او ټينګار یې وکړ چې د سولې او کورونا وېروس سره د مبارزې لپاره باید ټول سیاستوال سره يو موټی شي.

"سوله له موږ څخه زموږ د ټولو همغږي او همکاري غواړي او ریوښتونې سولې ته د رسېدو لپاره لازمه ده چې د اصلاحاتو برخه کې لا جدي اوسي".

د ولسمشر دا څرګندونې په داسې مهال دي چې تېره میاشت د افغان طالبانو او امریکا د سولې هوکړه کې د افغانانو پر خپلمنځي خبرو هم هوکړه شوې ده.

د کورونا نوې پېښې

غني

د عکس سرچینه، Arg

په ورته مهال د روغتیا وزارت وايي، چې په هرات کې د کورونا دوه نورې مثبتې پېښې تایید شوې دي.

دې سره افغانستان کې د هغو کسانو شمېر ۲۴ ته ورسېد چې کورونا نیولي دي.

د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار وايي، افغانستان کې کورونا نیولي ټول کسان وروستیو کې له ایران ستانه شوي دي.

د ښاغلي مایار په خبره، تر اوسه افغانستان کې د کورونا ۳۹۰ شکمنې پېښې معاینه شوې، چې ۲۴ پکې مثبتې او پاتې ۳۶۶ منفي دي.