د ولسي جرګې پلاوی: د غني او عبدالله تر منځ د اختلافاتو د حل هڅې بې پایلې وې

د عکس سرچینه، Reuters
- Author, محمد ندیم اشرف
- دنده, بي بي سي
افغانستان کې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ د اختلافاتو د حل په موخه د ولسي جرګې منځګړی پلاوی وايي، هڅې یې بې پایلې وې.
دغه پلاوی وايي چې دواړوو خواوو لازم نرمښت و نه ښود او د خپل کار پایلې به د ولسي جرګې په راتلونکې عمومي غونډه کې چې د روانې اوونۍ پر چهارشنبه کېږي، خلکو ته په ډاګه کړي.
بل پلو د عبدالله عبدالله دفتر وايي، د کړکېچ د حل لپاره یې تازه تګلاره چمتو کړې چې د دواړو لوریو غوښتنې پکې ځای شوې او تمه ده سیاسي ټکنی وضعیت پای ومومي.
له دې وړاندې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وو چې د خبرو لپاره دروازه پرانیستې ده او د اختلافاتو د حل لپاره یې د کابینې ګومارنې هم ځندولې دي.
دغه پلاوي د کړکېچ دواړوو خواوو ته لس ورځې وخت ورکړ چې یوه جوجاړي ته ورسېږي، خو اوس دا پلاوی وايي چې دواړو ډلو ته په قناعت ورکولو ونه توانېد چې په روان کړکېچن وضعیت کې خپلمنځي اختلافات څنډې ته کړي او د هېواد لپاره ګډ کار وکړي.
د ولسي جرګې د منځګړي پلاوی غړی خالد اسد وايي، لا هم د ستونزې د هواري لپاره هڅې روانې دي خو دواړه خواوې پر خپلو غوښتنو ټینګار کوي او له همدې امله سیاسي کړکېچ پر خپل ځای پاتې دی.
هغه بي بي سي ته وویل دواړوو خواوو د نرمښت ژمنه کړې خو بیا هم یوې پایلې ته و نه رسېدل.
د افغانستان سیاسي وضعیت وروسته له هغه دوه قطبي شو چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د ۱۳۹۸ کال ولسمشریزو ټاکنو بریالی اعلان کړ او عبدالله عبدالله اعلان شوې پایلې و نه منلې. تر اوسه اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو، ناټو او امریکا له ولسمشر غني او ښاغلي عبدالله غوښتي چې سیاسي اختلافات پای ته ورسوي.
له دې سره یو ځای په کور دننه د پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرب رسول سیاف، یونس قانوني او کریم خلیلي په ګډون ځینو سیاسي او جهادي څېرو د دغه ستونزې د حل په موخه هڅې روانې کړې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
منځګړي پلاوي له عبدالله عبدالله غوښتي چې د سیاسي جنجال د هواري لپاره روښانه تګلاره جوړه کړي.
د عبدالله عبدالله دفتر وايي چې دغه تګلاره د چمتو کېدو په پړاو کې ده او ژر به د منځګړي پلاوي په لاس مقابل لورې ته وسپارل شي.
د ښاغلي عبدالله دفتر ویاند امید میثم بي بي سي ته وویل، په دغه طرحه کې بېلا بېل اړخونه په پام کې نیول شوي او تمه یې وښوده چې پر بنسټ به یې سیاسي حل لارې ته ورسېږي.
له دې وړاندې دواړوو خواوو په بېلا بېلو وختونو کې څلور طرحې وړاندې کړې وې خو هوکړې ته ونه رسېدل. وروسته له هغه چې سیاسي اختلافات لا ډېر شو، امریکا له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستې کمولو اعلان وکړ.
اوس امریکا له طالبانو سره د سولې پر هڅو ټینګار کوي او له سیاسي لوریو غواړي چې هوکړې ته سره ورسېږي.
له دې وړاندې سیاسي او جهادي څېرو له محمد اشرف غني غوښتي وو چې تر یوې مودې د کابینې ګومارنې وځنډوي او له عبدالله عبدالله یې غوښتي وو چې د مذاکراتو لپاره ټاکل شوی وخت وغځوي.
دواړو خواوو دغه غوښتنې ومنلې خو سیاسي جوړجاړی ته رسېدل لا هم نه ده روښانه.








