روغتیا وزارت: افغانستان کې د کورونا ناورین ورځ تر بلې ډېرېږي

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۵۶ پېښې ثبت شوې دي چې په دې سره په ټول هېواد کې پر دې وېروس د اخته کسانو شمېر ۸۴۰ تنو ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید‌الله مایار د پنجشنبې په ورځ (د اپریل ۱۶) کابل کې خبري غونډې ته وویل، له دې ډلې ۳۷ پېښې په کابل، ۱۱ په هرات، ۶ په بلخ او یوه یوه پېښه په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې ثبت شوې دي.

نوموړي دا هم وویل، چې له دې وېروسه پرون لس کسان رغېدلي او دې سره له کورونا د رغېدلو کسانو شمېر ۵۴ کسانو ته ورسېد.

د ښاغلي مایار په خبره، پرون د کابل ختیځه ولسوالۍ سروبي کې له کورونا د یوه کس مړه کېدو سره په ټول افغانستان کې له دې وېروسه د مړو شمېر ۳۰ ته ورسېد.

ښاغلي مایار افغانستان کې د کورونا وېروس بحران د پراخېدو په اړه اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چې ورځ تر بلې افغانستان کې د دې وېروس کړکېچ ژورېږي:

"افغانستان کې د ناورین ژوروالی ورځ تر بلې ډېرېږي. دې ورځو کې پېښې ډېرې دي، که ارزونه وکړو، پېښې له هغه ډېرې دي چې موږ یې اعلانوو. ځینې را ځي نه، نور محدودیتونه لري".

د روغتیا وزارت دا اندېښنې په داسې مهال دي چې ولسمشر غني د چارشنبې په ورځ وویل، له کورونا سره د مبارزې لپاره له پنجشنبې په ټول افغانستان کې د تجرید یا ګوښه توب مرکزونه جوړوي.

نوموړي د روغتیا برخې کارمنان وستایل او ټینګار یې وکړ چې د دې کارکوونکو د تنخا زیاتولو او خوندیتوب لپاره نوی تګلاره تیاره شوې او ډېر ژر به اعلان شي.

ښاغلي غني زیاته کړه، د لا ډېرې نړیوالې مالي مرستې د خپلولو لپاره له پنجشنبې له نړیوالو ادارو سره خبرې پیلوي.