کورونا وېروس: کابل ښار دوه اوونیو لپاره قرنطين شو

د ویډیو تشریح، افغان پلازمېنه کابل د دوو اونیو لپاره قرنطين شوه

د افغانستان پلازمېنه کابل د دوو اونیو لپاره قرنطين شو. د کابل والي یعقوب حیدري یوې خبري غونډې ته وویل، په دغه ښار کې به له وړاندې محدود شوی تګ راتګ د کورونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره د ده په ټکو په قرنطین بدلوي.

د کابل والي نن د شنبې (د اپرېل ۱۱) په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، روانه او راتلونکې اونۍ به پلازمېنه د دغه ویروس د لا خپرېدو له وېرې قرنطين کړي.

هغه پروان، کاپیسا، میدان وردګو او لوګر کې پلازمېنې کابل ته د غځېدلو لویو لارو د تړل کېدو خبر هم ورکړ.

د کابل والي یعقوب حيدري زیاته کړه، یوازې د لومړنیو توکو لېږدوونکي ګاډي به پلازمېنې کابل ته پرېښودل کېږي او د ده په ټکو ۳۰ ټيمونه يې ګومارلي چې په پلازمېنه کې به د مرستو او د دولتي تدابیرو څرنګوالی څاري.

کورنیو چارو وزرات

د عکس سرچینه، MOIAFGHANISTAN

د عکس تشریح، چارواکي وايي، د عامه پوهاوي ډېرولو هڅې کوي

په ورته وخت کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تر اوسه په دغه هېواد کې د کورونا وېروس له رنځه ۱۸ کسان مړه شوي او د هغو کسانو شمېر هم ۵۵۵ ته ورسېد چې دغه وېروس په کې مثبت تشخیص شوی.

روغتيايي چارواکو ویلي، په نوو ثبت شویو مثبتو پېښو کې په لوګر او بلخ ولایتونو روغتيايي کارکوونکي هم شامل دي.

د عامې روغتیا وزارت سلاکار وحيد مجروح وايي، پر دغه رنځ د اخته کسانو د تشخیص او راپیدا کولو لپاره خپلې وړتیاوې لوړوي او په پلازمېنه کابل کې په ۲۲ برخو کې کارډلې ګوماري چې د معایناتو راټولو شمېر لوړ کړي.

ښاغلي مجروح زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت هغه درمل چې په نورو هېوادونو کې د دغه رنځ لپاره کارېږي په تجربه يي ډول ناروغانو ته ورکړي.

کابل

د عکس سرچینه، MOIAFGHANISTAN

هغه وايي چې هند ورسره ژمنه کړې چې د یوې هوکړې له مخې د دغو درملو په برخه کې مرسته وکړي. که څه هم ښاغلی مجروح وايي چې د هغو ناروغانو شمېر چې حالت يې ډېر سخت دی تر اوسه یوازې اووه کسان دي.

ښاغلي مجروح وویل، چې ښارونو کې پر تګ راتګ بندیز اغېزناک و او د وړتیاوو د لوړولو تر څنګ به دا لړۍ هم روانه وساتي.

په کابل کې د عمومي پوهاوي لړۍ هم روانه ده. د ديني علماوو او ډاکټرانو یو ګډ کاروان هم په کوڅو کې د ګرځېدو او له دې لارې خلکو ته د معلوماتو ورکولو ويلي.