کورونا ویروس: "کابل کې له ګرځبندیز سرغړوونکي جریمه او بندي کېږي"

کورونا

د عکس سرچینه، Getty Images

په افغانستان او بیا ځانګړې توګه پلازمېنه کابل کې د کورونا د مثبتو پېښو په ډېرېدو سره چارواکو سر له نن نه په کابل کې ګرځبندیز لا پسې سخت کړی دی.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري بي بي سي ته وویل، چې د هغو کسانو په ناغه کولو او آن بندي کولو به لاس پورې شي، چې بې اړتیا په ښار کې ګرځي.

نوموړی وايي، که څوک ګرځبندیز مراعت نه کړي د جزا کوډ د ۸۰۷مې مادې په بنسټ به تر ۱۸ زره افغانیو نقدي جریمه کېږي. دده په وینا که سرغړونه جدي وي، بندي کېدای هم شي.

د کابل والي وایي: "یو شمېر ځوانان او نور هېوادوال ډېره بې پروايي کوي او زموږ خبرې ورته ټوکې ښکاري. ځي راځي او محفلونه جوړوي. ان ځینو ځایونو کې خپلو کورونو کې د ودونو محفلونه جوړوي. دا خو عادي خبرې یا ټوکې نه دي."

دی وايي، له داسې خلکو سره به جدي چلند کېږي. د نوموړي په وینا د افغانستان د جزا کوډ ۸۰۷مه ماده حکم کوي: "هغه شخص چې په اوبو، خاوره، هوا یا ځمکه کې مضره یا ککړونکي توکي په هغه اندازه چې د هغوی فزیکي، کیمیاوي، یا بیولوژیکي کیفیت په داسې توګه وي چې انسان یا نورو ژوندیو موجوداتو، بوټو یا ودانیو ته مضر وي، خپاره یا ګډ کړي، د ژوند چاپېریالیز جرم مرتکب ګڼل کیږي چې په متوسط حبس محکومیږي."

کورونا
کورنا

د جزا په کوډ کې متوسط حبس هغه ته وايي چې کس له یوه کال نه تر پنځه کلونو پورې بندي شي. د کابل والي وايي، د خلکو سرغړونې ته په کتو به د اړتیا په صورت کې پرې د همدې مادې حکم پلی کوي.

د کابل والي وایي، ټکسي چلوونکو ته یې سپارښتنه کړې چې یوازې درې کسان په ګاډي کې ولېږدوي. خو زیاتوي که له دې سرغړونه وشي، ډرېوران به جریمه کېږي، لایسنس به ترې اخیستل کېږي او موټر به یې هم درول کېږي.

د ښاغلي حیدري په وینا ټاکل شوې چې له دې وروسته هر اونۍ لږ تر لږه یو وار د کابل ښار او ولسوالیو واټونه او نور ځایونه چې د ویروس پاتې کېدو ویره پکې شته، د اطفایې په مټ د مکروب ضد مایع باندې ومینځل شي.

په پلازمېنه کې د محدودیتونو جدي کولو پریکړه له هغې وروسته راځي چې په کابل کې د کورونا مثبتې پېښې په ورستیو کې لا پسې زیاتې شوې دي.

کابل

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان د عامي روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸ کسان په دې ویروس اخته شوي دي.

د عامې روغتيا وزارت وايي، د کابل کې ۱۰، کندهار کې ۸، پکتیا کې ۳، بلخ کې ۲، سمنګان کې ۲ او په کاپیسا، تخار او زابل کې یوه یوه پېښه ثبت شوې ده.

له دې سره په ټول هېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۳۳۷ ته ورسېد.