تورخم او سپین بولدک دروازې د ۳ ورځو لپاره پرانیستل شوې

.

له پاکستان سره د افغانستان سپین بولدک او تورخم دروازې د دوشنبې په ورځ سهار اته بجې په پاکستان کې ايسارو افغانانو ته د درې ورځو لپاره پرانيستل شوې.

افغان او پاکستاني چارواکي د تورخم او سپین بولدک دروازو پرانیستل په پاکستان د ايسارو افغانانو را تېريدل بولي.

دا لارې د مارچ په ۱۶مه د پاکستان حکومت د کورونا رنځ د خپرېدو د مخنيوي په پار وتړلې، خو هلته زرګونه ايسار افغانان چې د ناروغۍ، خپلوۍ او کاروبار لپاره تللي و ايسار پاتي دي.

پاکستان کې افغان سفير عاطف مشعل هیله ښودلې چې د سوداګريزو موټرو او توکو راتېرېدو لپاره به هم دا لارې ژر پرانيستل شي.

ننګرهار کې چارواکي وایي، له تورخم دروازې راتېرېددونکي به په تورخم ښارګوټي تر ۲۱ ورځو کرنتين وي، خو ايسار خلک د ټولو کرنتین کېدل يو بل سرخوږی ګڼي.

بولدن
د عکس تشریح، سپین بولدک کې هم نن ګڼه ګوڼه ډېره وه

په پښتونخوا کې ايسار افغانان وايي، خوښ دي چې له پرلپسې څو ورځو غوښتونو وروسته یې افغانستان ته د راوښتل ومنل شو، خو کرنتين کېدو ته اندېښمن دي.

په پښتونخوا کې يو ايسار افغان محمد امين ساپی په تورخم کې کرنتین کېدو ته زړه خوري. وایي ټول نه، بلکې هغوی دې کرنتین شي چې د کورونا رنځ نښې ولري:"دا خو ظلم دی.۲۵ ورځې کېږي دلته ايسار يم. ستونزې وې. اوس مو وړي او هلته مو کرنتین کوي. زه خو روغ يم، هلته مې دشته کې اچوي. په زوره مې ناروغوي."

د تورخم ښارګوټي موټرو په نوې جوړه شوې اډه او يوه بله ميدانۍ کې چې تر دې وړاندې پکې لوی سوداګريز ګاډي دريدل خېمې درول شوې دي.

خو په سپبن بولدک کې بیا د راوښتونکو کسانو د کرنتين کېدو لپاره کوم چمتوالی نه دی شوی. ځايي روغتيايي چارواکي وايی، یوازې ۱۵ کسیزه ډله يې ليږلې چې راتېرېدونکي افغانان سکريننګ کړي.

افغانستان کې د کورونا وېروس وروستی حال:

په تورخم کې یوه لویه میدانۍ تر دې وړاندې په کې لوی سوداګريز ګاډي دريدل خېمې درول شوې دي
د عکس تشریح، په تورخم کې یوه لویه میدانۍ تر دې وړاندې په کې لوی سوداګريز ګاډي دريدل خېمې درول شوې دي

بل لور ته په افغانستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وېروس ۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي چې له ډلې یې ۱۶ په هرات کې، په کابل کې ۶، نیمروز کې ۳، کندوز کې ۲، فاریاب کې ۲ او یوه په دایکندي کې ثبت شوې ده چې په دې سره په ټول افغانستان کې د کوویډ-۱۹ پر وېروس د اخته ناروغانو شمېر ۳۶۷ ته ورسېد.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، د کوویډ-۱۹ وېروس څخه تر اوسه افغانستان کې ۱۸ تنه رغېدلي او ۱۱ کسان مړه شوي دي.

دی وايي، په بلخ کې تېره ورځ دوه تنه د دې وېروس له امله مړه شوي او همدرانګه نوموړي په کابل کې د یوه خصوصي روغتون د ډاکټر د مړینې خبر هم ورکړ چې د دې وېروس ښکار شوی و.

مایار همدا راز وویل، چې په هېواد کې له دې وېروس شاوخوا ۲۷ سلنه مېرمنې اغېزمنې دي او ۷۳ سلنه یې بیا نارینه دي، چې بېلګه یې هرات دی چې شاوخوا ۱۶۶ نارینه او نږدې ۸۰ مېرمنې پرې اخته دي.

مایار وویل چې په پلازمېنه کابل کې ډېری پېښې د دې ښار د لویدیځې برخې څخه د.ي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له پیله تراوسه پورې ۲۷۳۷ د کورونا وېروس مشکوکې پېښې دې هېواد لابراتورونو ته وړل شوي چې۳۶۷ یې مثبتې دي او نورې منفي دي.

کورونا
کورنا