ملي امنیت شورا: حکومتي چارواکو کابل کې طالب پلاوي سره وکتل

د عکس سرچینه، ONSC
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، د حکومت او طالبانو تخنیکي ډلو په کابل کې د بندیانو د تبادلې پرلارو چارو خبرې پیل کړې دي. د طالبانو یو درې کسیز پلاوی پرون سې شنبه د دغو خبرو لپاره کابل ته ورسېد.
د افغانستان ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، د دوی تخنیکي ډلې په کابل کې له طالب پلاوی سره له پرون راهیسې خبرې پیل کړي دي.
دا خبرې د بندیانو د پېژندنې، د هغوی خوشې کېدنې او خپلو سیمو ته د هغو د لېږدولو لپاره د یوه میکانیزم پر رامنځته کېدو ورټولې دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هیله څرګنده کړه چې که د دوی درې کسیز پلاوي او افغان چارواکو ترمنځ خبرې ښې پر مخ ولاړې شي او تر راتلونکو درېو ورځو پورې د بندیانو د خوشې کېدلو بهیر په عملي توګه پیل شوي.
د امریکا او طالبانو تر منځ لاسلیک شوې هوکړې له مخې به ۵۰۰۰ طالب زندانیان او له طالبانو سره د افغان حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشي شي.
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په ټویټر لیکلي، د دوی د بندیانو د کمېسیون درې کسیز تخنیکي ټیم د کوربتوب چاري په کابل کې د قطر سفارت ترسره کوي او د نورو اړوند چارو د اجرا لپاره په دې غونډو کې سور صلیب هم برخه لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو او او افغان حکومتي چارواکو ترمنځ تر دې مخکې درې ځله د ویډیويي کنفرانس له لارې د بندیانو د خوشي کولو پر موضوع خبرې شوې وې.
دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه کې راغلي چې امریکا به له بېلا بېلو اړخونو سره د اسانچاري په توګه کار وکړي چې د تر ۵ زرو طالب بندیانو او ۱۰۰۰ حکومتي بندیانو تبادلې ته لار هواره شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني که څه هم د طالب بندیانو د خوشي کولو په اړه فرمان صادر کړی، خو دا چاره تر اوسه نه ده پیل شوې.
افغان حکومت وایي، دوی تضمین غواړي چې خوشي کېدونکي طالبان به بیا د جګړې ډګر ته نه ستنېږي.
د بندیانو د خلاصون پر موضوع د افغان سولې خبرو کې یوه مهمه او حساسه موضوع ده، چې له کبله یې تر اوسه د افغان حکومت او طالبانو خپلمنځي خبرې هم نه دي پیل شوې.









