تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د کورونا وېروس له امله د مړينې شمېر له ۴۰ زرو واوښت
د وروستيو شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې د کورونا وېروس له امله د مړينې شمېر له ۴۰ زرو اوښتی دی. تراوسه له ۸۰۰ زره زيات کسان پر دغه وېروس اخته دي چې ۱۷۰ زره ترې روغ شوي دي.
د افغانستان په لوېديځ هرات ولايت کې بيا د کورونا ویروس له امله يو کس مړ شوی دی. د افغانستان د عامې روغتيا وزارت په وینا، دغه کس چې ۷۰ کاله عمر درلود له وړاندې يې د شکرې او زړه ناروغي هم لرله.
له دې سره په ټول هېواد کې د کورونا وېروس له امله د مړينې شمېر څلورو ته ورسېد، چې درې تنه په هرات او يو په بلخ ولايت کې دي.
د کورونا وېروس له امله تر ټولو ډېر ځپل شوي هېواد ايټاليا کې په تېر څلورويشتو ساعتونو کې ۸۳۷ کسان مړه شوي، چې له دې سره د مړينې شمېر ۱۲۴۲۸ ته رسېدلی دی.
په دې هېواد کې د دوشنبې پرتله چې د کورونا وېرس ۱۶۴۸ مثبتې پېښې په کې ثبت شوې نن سې شنبې ۲۱۰۷ کسان پرې اخته شوي دي.
د ايټاليا حکومت په وينا نژدې ۱۶ زره کسان له دغه وېروسه روغ شوي دي خو په وينا يې په مړو شويو کسانو کې ۶۶ ډاکتران دي.
د اروپا په بل هېواد اسپانيا کې بيا په يوه ورځ ۸۴۹ کسانو له کورونا وېروسه خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په دې هېواد کې ټولټال ۹۴ زره تنه پرې اخته دي او ۸ زره ترې مړه شوي دي.
په بريتانيا کې بيا د کورونا وېروس له امله تر دې مهاله په يوه ورځ تر ټولو ډېر کسان مړه شوي دي. په دې هېواد کې مړينې شمېر ۱۸۰۱ ته رسېدلی دی.
امريکا کې د کورونا وېروس له امله د مړينې شمېر له ۳۰۰۰ اوښتی دی، چې پر دغه هېواد د ۲۰۰۱ کال سپټمبر مياشتې له بریدونو چې درې زره کسان په کې مړه شول زيات دی.
د افغانستان روغتیايي چارواکي وايي، د کورونا وېروس د نويو ۲۹ پېښو ریکارډولو سره دغه هېواد کې په کورونا د اخته کسانو شمېر ۱۷۴ ته ورسېد.
د روغتیا وزارت ویاند وحید مایار د سې شنبې په ورځ( د مارچ ۳۱) خبري غونډه که وویل، تر اوسه ۱۷۴ کسان په ۱۶ ولایتونو کې پېژندل شوي دي.
د هغه په خبره، دا ۷۵ سلنه داسې کسان دي چې ایران ته تللي وو او پاتې هم له دوی سره تماس درلود.
د مایار په وینا تر اوسه افغانستان کې ۱۴۰۰ شکمنې پېښې ارزول شوې دي.
وحید مایار وايي، ټول افغانستان کې ۳۰ زره دواطلب د ماشومانو د فلج په مبارزه کې له روغتیا وزارت سره همکار دي او اوس دا دواطلب د کورونا شکمنو ناروغانو په موندلو کې له دوی سره مرسته کوي.
نوموړي دا خبره ونه منله چې روغتیا وزارت د کورونا ناروغانو ریښتونی شمېر پټوي او زیاته یې کړه چې دا مسله دوی ته جنجال جوړولی شي.
افغانستان کې د کورونا ناروغان په هرات، کابل، فراه، سمنګان، نیمروز، لوګر، بلخ، زابل، غزني، بدخشان، کندهار، ننګرهار، دایکندي، کاپیسا، بادغېس او سرپل کې پېژندل شوي دي.
هرات کې چټک ډېرېدل
تېرو ۲۴ ګړیو کې په هرات ولایت کې ۲۵ کورونا ناروغان پېژندل شوي او په دې سره هرات کې د کورونا نیولیو شمېر ۱۳۱ ته ورسېد.
دا شمېر ښيي چې له دریو دوه برخې کسان یوازې هرات کې دي.
هرات د افغانستان لوېدیځ کې له ایران سره ګاونډی دی. له ایران ورځانه د زرګونو افغان کډوالو ستنېدلو دا ولایت د کورونا ناروغۍ مقابل کې زیانګالی یا اسېب پزیر کړی دی.
ځايي چارواکي له کورونا سره د مقابلې لپاره د پوره تجهیزاتو او امکاناتو له نشتوالي اندېښمن دي.
هرات کې یوه ډله مدني فعالانو اعتراضي غونډه کې په دې تړاو د خلکو اندېښنه وښوده او دې ستونزې ته یې د مرکزي چارواکو د ډېرې پاملرنې غوښتنه وکړه.
د هرات د ولایتي شورا مشر کامران علیزي په دغه ولایت کې د کورونا ناروغانو لپاره د پوره روغتیايي اسانتیاوو په تېره د سا اېستلو الې پر نشتوالي سخته نیوکه وکړه او ویې ویل: "د روغتیا وزیر باید د ناروغانو د شمېر ور کولو په ځای بنسټیزو کارونو ته فکر وکړي".
نوموړي دغه ولایت کې له کورونا سره د مبارزې لپاره د ارګ ځانګړې شوې څلور سوه میلیون افغانۍ هم یادې کړې او زیاته یې کړه: "د هرات والي د دې پیسو د لګولو وړتیا نه لري او د مالیې وزارت او د تدارکاتو قانون د دې پیسو د لګولو په مخ کې خنډونه دي".
خو د روغتیا وزارت ویاند وايي، د سا اخیستلو وسیلې په ګډون روغتیايي اسانتیاوې ټوله نړۍ کې کمې دي، خو بیا هم روغتیا وزارت تر خپل وس د اسانتیاوو برابرولو هڅه کوي.
د روغتیا وزیر فیرزو الدین فیروز هم تېره ورځ وویل، تجهیزات او یو ډول درمل هم دې ناروغۍ ته کار نه ور کوي، ځکه چې کورونا نه درمل لري او نه هم واکسین.
هغه ټینګار وکړ چې د خلکو همکاري او پوهاوی د دې ناروغۍ سره مبارزه کې اغېزناکېدلی شي.
له ایران د افغان کډوالو ستنېدل په افغانستان کې د کورونا وېروس د خپرېدو اصلي لامل دي.
افغانستان کې په کورونا اخته لومړی کس هغه څوک و چې له ایران ستون شوی و.
د کډوالو نړیواله اداره وايي، د ۲۰۲۰ کال لومړیو دریو میاشتو کې له دوو لکو پنځلس زرو ډېر افغانان په خپله خوښه له ایران افغانستان ته ستانه شوي دي.
دې ادارې په مارچ میاشت کې د دې کډوالو ستنېدل خورا ډېر ثبت کړي او لامل یې هم له کورونا وېره بللې ده.
یوازې دغه میاشت کې نږدې یو لک دوه پنځوس زره افغانان له ایران ستانه شوي، خو دا بهیر د نوي لمریز کال له پیلېدو یا د مارچ له شلمې کم شوی دی.
د افغانستان د کډوال وچارو وزارت هم ویلي و چې ایران کې د نورزي رخصتیو تر ختمېدو وروسته به د افغان کډوالو ستنېدل بیا ډېر شي.
دې وزارت دا هم ویلي و چې مارچ کې له ایران د افغان ستنېدونکو شمېر ۱۵ زرو ته رسېدلی و.