افغانستان کې د کورونا وېروس ۱۴ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې د کورونا وېروس ۱۴ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د وياند وحیدالله مایار په وينا ۱۱ پېښې هرات، درې فراه او يوه له غزني ولايت څخه په کابل او هرات ولايتونو کې ثبت شوې دي.
د راپورونو له مخې له دې سره په ټول هېواد کې ۱۰۶ کسان په دې وېروس اخته دي او درې ترې مړه شوي دي.
د دې وېروس له امله تر ټولو ډېر ځپل شوي هېواد ايټاليا کې یوازې په تېرو څلورويشتو ساعتونو کې ۹۶۹ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او تر دې مهاله له ۸۰ زرو زيات کسان په دې وېروس اخته دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ايټاليا د روغتيا ملي ادارې مشر سيلويوو بروسافرو ويلي وو چې د ''کورونا وېروس د تازه پېښو شمېر مخ په کمېدو دی او دا ښيي چې جدي ګامونه کار ورکوي''.
په اروپا کې له ايټاليا وروسته کورونا وېروس اسپانيا ډېره ځپلې ده، په دې هېواد کې دغه وېروس په چټکۍ سره نژدې پنځه زره کسان مړه کړي دي او ټول ۶۴ زره کسان پرې اخته دي.
يوازې په تېره يوه ورځ او شپه کې ۷۶۹ کسانو په اسپانيا کې د دې وېروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی، چې دا په دې هېواد کې په يوه ورځ کې د مړينې تر ټولو لوړه شمېره ده.


د اروپا په بل هېواد بريتانيا کې بيا د لومړي وزير بورېس جانس او د روغتيا وزیر مټ هېنکاک د کورونا وېروس معاينات مثبت راختليدي.
د دغه هېواد د روغتيا مليادارې په وينا، تر دې مهاله ټولټال ۷۵۹ کسان دغه وېروس وژلي او نور ۱۴۵۹۷ پرې اخته دي.
بريتانيا د مړينو له مخې په اووم نمبر ده. تراوسه د دغه وېروس له امله په ايټاليا کې تر ټولو ډېر کسان مړه شوي، له دغه هېواد وروسته اسپانيا، چين، ايران، فرانسه او امريکا کې د مړينو شمېر لوړ دی.
په امریکا کې په دې وېروس د اخته شويو کسانو شمېر اوس ۸۵ زرو ته رسېدلی دی چې دا په چين کې په کورونا وېروس د اخته کسانو له شمېر څخه ډېر بلل کېږي.









