طالبان: حکومت موږ ته د خپلو بنديانو ناسم لېست را کړی

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، طالبان وايي، د افغان دولت لخوا دوی ته ورسپارل شوی لست بشپړ نه دی او ځینې تېروتنې په کې دي

وسله وال طالبان وايي، د افغان دولت لخوا دوی ته د بندیانو ورسپارل شوی لېست بشپړ نه دی او ځینې تېروتنې په کې دي.

د ذبیح الله مجاهد په نامه د دې ډلې یوه وياند، بي بي سي ته وویل، دوی ته د افغان حکومت لخوا د بندیانو د خوشې کولو په اړه ورکړل شوي لېست کې د یو شمېر داسې سرتېرو نومونه هم شته چې له داعش وسله والې ډلې سره په جګړه کې وژل شوي دي، د ځینو نورو بیا ادرسونه او بشپړ نومونه نه و مشخص شوي.

د طالبانو ویاند وايي، له افغان حکومته یې غوښتي چې خپل لېست مکمل کړي او بیا یې دوی ته وسپاري. خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي، په دې اړه تبصرې باید مسؤلانه وي.

نوموړی وايي، "طالبانو لا هم له اوربند سره هوکړه نه ده کړې، بلکې د افغانستان د خلکو پروړاندې یې تاوتریخوالی لا ډېر کړی چې لا ډېر خلک یرغمل ونیسي. او دا موضوع لامل شوې چې د بندیانو شمېر همیشه د بدلون په حال کې وي".

د نوموړي‌ په وينا "هغه کسان چې په دې اړه تبصرې کوي، باید مسؤلانه وي او د دوی بحث پروپاګند نه وي چې دا پروسه سبوتاژ نه شي، ځکه د بندیانو د خلاصون بهیر بشپړ پيچلی او تخنیکي دی."

بلخوا په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، ټاکل شوې نن د دې ډلې یو تخنیکي پلاوی کابل او بیا د بګرام بنديخانې ته د خپلو بندیانو د تصدیق لپاره ورشي چې د دې ډلې لخوا افغان حکومت ته د ورکړل شوي لست مطابق د بندیانو په پېژندنه، تائید او را خلاصولو کې مرسته وکړي.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وايي، دا پلاوی له بین الافغاني خبرو سره کار نه لري او یوازې به د زندانیانو د خوشې کېدو بهیر څاري.

ښاغلی شاهین زیاتوي، د بندیانو له خوشې کېدو سره ټاکل شوې چې بین الافغاني مذاکرات هم پیل شي.

د دې مذاکراتو لپاره افغان حکومت هم وړمه ورځ د ۲۱ کسیز پلاوي لست خپور کړ.

د افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد له طالبانو سره د سولې خبرو لپاره د افغان حکومت د پلاوې اعلانېدو له امله افغان حکومت، سياسي مشرانو او مدني‌ ټولنو ته مبارکي‌ ويلي ده.

نوموړي‌ پر ټوېټر پاڼه ليکلي، چې افغان حکومت ''له طالبانو سره د سولې لپاره يو ټولشموله ټيم جوړ کړی دی. دغه پلاوی د ملت ريښتينې بڼه او د ښځو رغنده رول څرګندوي''.

امریکا او قطر د افغان دولت او طالبانو تخنیکي ډلو ترمنځ د بندیانو د خوشې کولو پر سر د سکایپ له لارې د دوو غونډو موقع برابره کړې.

سولې تړون

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د طالبانو له لوري ملا عبدالغني برادر او د امریکا له لوري زلمي خلیلزاد هوکړه لاسلیک کړه

طالبان وايي، د بندیانو د خلاصون پرېکړه په هغه غونډه کې شوې چې د طالبانو د تخنیکي ټیم، سره صلیب، امریکا، قطر او د افغان حکومت د تخنیکي ټیمونو تر منځ د ویډیويي کنفرانس له لارې جوړه شوې وه.

له دې غونډو نه وروسته د افغانستان ملي امنیت شورا اعلان وکړ چې د ولسمشر محمد اشرف غني په حکم، د مارچ پر ۳۱ به سل تنه طالب بندیان خوشې کړي.

د ملي امنیت شورا وایي، دغه سل تنه بندیان به د دوی عمر او روغتیایي وضعیت ته په کتو، او دا چې څومره د کورونا وېروس ګواښ سره مخ دي، خوشي کېږي.

د دې شورا په وینا له ازادېدونکو طالب بندیانو نه به تضمین اخیستل کېږي چې بېرته د جګړې ډګر ته نه ستنېږي.

د طالب او افغان حکومت د بندیانو خلاصون هوکړه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې شوې، د دې هوکړې پر بنسټ به، امریکا له افغان حکومت سره د ۵ زره طالب بندیانو او له طالبانو سره د افغان حکومت د زر بندیانو خلاصون ته زمینه برابروي.