تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بلخ کې د نوروز مېلې لغوه کېدو سیمه ییز بازار ته ٪۹۰ زیان اړولی
- Author, نجیب الله پاڅون
- دنده, بي بي سي
د افغانستان په شمال کې ځايي چارواکي وايي، په بلخ کې کورونا ناروغۍ او د نوروز جشن لغوه کېدو په دې ولایت کې سیمه ییز بازار ته ۹۰ سلنه زیان رسولی.
د بلخ د سودګراۍ او صنایع خونې رئیس په خبره اوس ډېرو هوټلونو، رسټورانتونو د خوږو یا شیرنۍ خرڅولو بازار او سیمه ییزو تولیداتو چې نوروز ته یې تیاری نیوه خپلې چارې درولې دي.
په مزار شریف کې د کورونا لومړنۍ پېښې ثبتېدو سره په لومړي ځل حضرت علي ته منسوبه روضه د زیارت کوونکو پرمخ وتړل شوه او له ګرځندویانو وغوښتل شول، چې دې ښار ته دې سفر نه کوي.
په مزار شریف کې مشهور مېلمستونونه د نوروز په ورځو کې خالي دي.
د دغو مېلمستونو کارکوونکي وايي تېرکال نوروز ته لس ورځ پاتې وې او دوی هېڅ خالي خونه نه درلوده؛ خو سږ کال د جشن په لغوه کېدو او د کرونا وېروس له وېرې د دوی ټوله خواري په اوبو لاهو شوه.
د مزار شریف رستورانټونو کې به د نوروز په ورځو کې ځای نه و، خو اوس یې مشتریان کم شوي.
د یوه رستورانت کارکوونکې مروه وايي له نوروز یې یوه میاشت مخکې رسټورانت نوی ډېزاین کړی و او د ښو خوړو چمتو کېدو پلانونه یې درلودل، خو هر څه په یو ځل له منځه لاړل:
"موږ نوروز لپاره ډېر چمتووالی درلود خپلو مشتریانو لپاره مو د ښو خوړه چمتو کېدو پلان درلود. د خپل رستورانت دیکور مو ښه ډېزاین کړی و، تر څو مشتریان راشي او نورور ونمانځي، خو اوس د کرونا ناروغۍ له امله څوک نه راځي موږ هیله لرو، چې دغه ستونزه حل شي."
په مزار کې د کورونا ناروغۍ د لومړنۍ پېښې ثبتېدو سره په لومړي ځل د روضې مبارکې دروازې د زیارت کوونکو پرمخ وتړل شوې او د نوروز جشن لغو شو.
په تېرو کلونو کې به د نارینه او د ښځو سنګارتونونه د نوروز په نژدې کېدو سره له مشتریانو ډک و، خو سږ کال ډېری لکه د ظریف په څېر په خپل دوکان کې یواځې ناست دي او ورځني مشتریان یې هم له لاسه ورکړي.
نوموړي وايي د نوروز جشن په لغو کېدو او د کورونا ناروغۍ له وېرې د دوی مشتریان ډېر کم شوي او په ورځ کې ورته د ګوتو په شمېر راځي، چې د دوی کاروبار یې له خنډ سره مخ کړی.
په بلخ کې د سوداګرۍ او صنایع خونې رئیس آرش یونسي وايي د نوروز جشن په لغو کېدو او د کورونا ناروغۍ له امله د دې ولایت سیمه ییز بازار ته ۹۰ سلنه زیان اوښتی:
"موږ هر کال د افغانستان له بېلابېلو سیمو د نوروز جشن لپاره چې په مزار شریف ښار کې د څلوېښتو ورځو لپاره لمانځل کېده، ګڼ شمېر مېلمانه درلودل، خو سږ کال موږ د خوراکي موادو له اړخه ډېر زیان ولید. نژدې ۹۰ سلنه د خوراکي موادو تولید او خرڅلاو کم شوی او هوټلونه خالي پاتي. "
په تېرو کلونو کې په دې ورځو کې د موسیقۍ پروګرامونو د ډېری ګرځندویانو پام ور اړولی و.
مېرمنو هم د سمنک پخولو او د سندرو ویلو دودیز پروګرامونه درلودل.
د نوروز په ورځو کې به ګڼ شمېر ځوانان روضې ته څېرمه په طبله وهلو او په اتڼ او ګډا بوخت ول.
افغان حکومت د کورونا وېروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په بلخ کې د نوروز لرغونی جشن لغوه کړ چې له افغانستان او نړۍ به زرګونه خلک ورته راتلل.