سلام رحیمي: طالب زندانیان خوشي کوو، خو طالبان باید تاوتریخوالی کم کړي

د عکس سرچینه، MINISTRY OF PEACE
د سولې په چارو کې د افغان دولت وزیر سلام رحیمي وایي، حکومت د طالب زندانیانو خوشي کولو ته چمتو دی او دا بهیر یې نه دی ځنډولی، خو طالبان هم باید له خپلو ژمنو سره سم د تاوتریخوالي کچه کمه کړي.
ښاغلي رحیمي له بي بي سي سره ځانګړې مرکه کې وویل، که طالبان تاوتریخوالی نه کموي نو لږ تر لږه ډېروي دې هم نه او پر هغه څه دې عمل وکړي چې امریکا سره یې هوکړه کې منلي.
د افغان حکومت او طالبانو مخامخ خبرو، او په ټوله کې د افغان سولې بهیر کې د طالب زندانیانو خوشي کېدل یوه مهمه او جنجالي موضوع ده چې ښکېل اړخونه یې په اړه مخالف دریځونه لري.
سلام رحیمي وایي، د یوې بریالۍ پروسې په ترڅ کې یوازې ۵۰۰۰ نه، بلکې ټول طالب بندیان خوشي کېدلی شي، خو لومړی باید یوه پروسه پیل شي.
نوموړي ویلي، افغان حکومت له خپلې خوا ټول ګامونه اخیستې او پر کاغذ یې هم لیکلي، خو طالبان هم باید نور دا بهیر ونه ځنډوي، که نه نو مسئولیت به یې د دوی پر غاړه وي.
د انس حقاني خوشي کولو او د افغان حکومت لخوا د سرو کرښو موضوع ته په اشارې سره ښاغلي رحیمي وویل، د افغان ولس لویه غوښتنه او د حکومت لوی هدف تلپاتې سوله ده، او دې هدف ته د رسېدو لپاره ځینې وخت ښکېلې خواوې له خپل سرو کرښو هم تېرې شي.

د عکس سرچینه، MINISTRY OF PEACE
سلام رحیمي وایي، له طالبانو سره د افغان حکومت مخامخ خبرې به اسانې نه وي او له ګڼو ستونزو به ډکې وي، خو هیله ده چې یو ځل خبرې پیل شي نو بیا به اساني رامنځته شي.
نوموړي زیاته کړه چې د دې خبرو لپاره د افغان حکومت مذاکراتي پلاوی جوړ شوی دی او د رهبرۍ شورا، مشورتي شورا او نور مېکانیزم هم بشړ دی.
نوموړي وویل چې د حکومت په مذاکراتي پلاوي کې ټولټال پنځلس کسان دي چې ۳ تنه یې ښځې دي.
ښاغلي رحیم وویل چې د عبدالله عبدالله په ګډون په کور دننه ټولو سیاسي مشرانو سره د حکومت مذاکراتي پلاوي په اړه سلا مشوره شوې ده او دوی پرې خوښ دي.
د ده په وینا، د مخامخ مذاکراتو له پیله مخکې به مشورتي شورا د دې مذاکراتو پر اجنډا کار کوي او مذاکراتي پلاوی به د هماغې اجنډا په چوکاټ کې طالبانو سره خبرې کوي.









