د طالب بندیانو خوشي کېدل؛ حکومت او طالبان یې پر څرنګوالي مخالف دریځونه لري

صدیق

د عکس سرچینه، Getty Images / GMIC

د عکس تشریح، افغان حکومت وایي، طالب بندیان په مشروط ډول خوشي کوي

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ویلي، حکومت د طالب زندانیانو خوشي کولو ته چمتو دی، خو دا چاره مشروطه ده او بې له قید شرطه د دې بندیان خوشي کېدل ناشونې ده.

خو وسله والو طالبان ویلي، د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره لومړی باید د دوی ټول ۵۰۰ بندیان خوشي شي، او دا خبره له امریکا سره د دوی شوې هوکړه کې څرګنده ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د طالب بندیانو د بښلو او خوشي کولو په اړه یو ځانګړی فرمان لاسلیک کړ.

د دې فرمان له مخې په لومړي پړاو کې به یوازې ۱۵۰۰ طالب بندیان خوشي کېږي، او پاتې نور به د افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو په ترڅ کې، او د شرایطو په پوره کېده ازادېږي.

خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وایي، د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره باید لومړی پنځه زره بندیان خوشي شي.

Taliban prisoners in Pul-e-Charkhi prison
د عکس تشریح، د طالب بندیانو د خوشي کولو موضوع د افغان سولې په بهیر کې یوه مهمه خو جنجالي موضوع ده

ښاغلي شاهین د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي سره په خبرو کې وویل چې د سولې پروسه د هغې هوکړې له مخې مخته ځي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې.

ښاغلي شاهین زیاته کړه، لومړی هوکړه لاسلیک کیږي، د باور جوړونې فضا منځته راځي، پنځه زره بندیان خوشي کیږي او وروسته بیا بین الافغاني خبرې ترسره کیږي.

ښاغلي شاهین ټینګار وکړ چې د سولې پروسه د همدې هوکړې له مخې ترسره کېږي او هر څوک له خپلې سلیقې سره سم پکې کموالی یا زیاتوالی نشي کولی، ځکه دا کار به د هوکړې د روح خلاف وي.

نوموړي زیاته کړه چې طالبان امریکا سره شوې هوکړې ته ژمن دي او دریځ یې هماغه پخوانی دی.

بله خوا د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تېره ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې ولسمشرغني د یوه فرمان پر اساس به تر ۵۰۰۰ طالب بندیان، د طالبانو له خوا د ورکړل شوي نوملړ په اساس، د شنبې له ورځې له بنده خوشي شي.

ښاغلي خلیلزاد لیکلي، طالبانو لا له وړاندې د افغان دولت لوري تر ۱۰۰۰ بندیانو ازادول منلي.

د امریکا ځانګړي استازي همدا راز پر افغان حکوم او طالبانو غږ کړی چې په سملاسي توګه دې په قطر کې مخامخ خبرو ته سره کېني.

خو نن د چارشنبې پر ورځ په کابل کې د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي یو ځل بیا ټینګار وکړ چې که هر طالب زنداني خوشي کیږي نو په مشروط ډول به خوشي شي.

خلیلزاد

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، خلیلزاد پر افغان حکوم او طالبانو غږ کړی چې په سملاسي توګه دې په قطر کې مخامخ خبرو ته سره کېني.

ښاغلي صدیقي وویل، شرط به یې دا وي چې دا بندیان به بېرته په تاوتریخوالي لاس نه پورې کوي.

نوموړي زیاته کړه، سره له دې چې طالبانو له امریکایانو سره هوکړه کې د تاوتریخوالي دکمولو ژمنه کړې، خو په حقیقت کې دې ډلې خپلو بریدونو ته زور ورکړی او کموالی پکې نه دی راغلی.

د ولسمشر ویاند وایي، افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه لاهم په دفاعي حالت کې دي، خو سر له راتلونکې اوونۍ به دوی هم ورته اقدام وکړي.

د طالب زندانیو موضوع د افغان سولې بهیر کې یوه مهمه خو جنجالي موضوع ده.

ولسمشر غني ویلي چې د افغان حکومت مذاکراتي ډله له طالبانو سره مخامخ خبرو پیلولو ته چمتو ده، خو ټینګار یې کړی چې د خبرو له پیلېدا مخکې د طالب بندیانو خوشي کول باید د شرط په توګه مطرح نه شي، خو په بین الافغاني خبرو کې بحث پرې کېدای شي.