خلیلزاد: ولسمشر غني او عبدالله باید ژر توافق ته ورسیږي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ جوړ جاړی شونی دی او د دې موخې لپاره د ده هڅې راونې دي.

ښاغلي خلیلزاد چې له شمشاد تلویزیون سره یې خبرې کولې وویل د ولسمشر اشرف غني او عبدالله ترمنځ اختلافي مسایل لوی نه دي. هغه په ټېنګار او تکرار سره وویل چې"باید دوی ترمنځ ژر تر ژره توافق وشي، ځکه اوس د افغانستان لوړې ګټې او حیاتي مسایل مطرح دي. "

د امریکا استازي زلمي خلیلزاد وویل: "خلک دا نه غواړي، خلک په ډار کې دي چې پخوانۍ ستونزې بیا تکرار نه شي. له تاریخه باید درس واخېستل شي. موازي حکومت به د افغانستان تباهي وي دوی هم دا نه غواړي. "

ښاغلي خلیلزاد ټینکار وکړ چې باید مسؤلانه پرېکړه وشي او یو داسې حکومت جوړ شي چې ټول په کې برخه ولري.

هغه هیله من ښکارېده چې د دا ډول یوه حکومت رامنځته کول رانږدي شوي دي او په دې برخه کې هڅې دوام لري. هغه وویل، د دواړو لوریو ترمنځ فاصله کمه ده او د هغې لپاره باید حتما یوه لاره پیدا شي.

د عبدالله عبدالله له خوا په ټاکنو کې د بریالیتوب د ادعا او د خپل حکومت له اعلانه وروسته د رامنځته شوې لانجې د هواري لپاره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي تادا میچي یاماموتو له خوا هم هڅې روانې دي.

بل لور ته افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یوه تازه پيغام کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د ټاکنو پړاو پای ته رسېدلې او اوس د یووالي وخت دی. ښاغلي غني په دې ویډیويي وینا کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې ټول افغانان به خپل ځان په راتلونکې حکومت وویني.