خلیلزاد: امریکا د غني او عبدالله ترمنځ د هوکړې هڅه کوي

خلیلزاد

د عکس سرچینه، EPA

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، واشنګټن لا هم د افغان ولسمشر اشرف غني او پخواني اجرایه مشر عبدالله عبدالله ترمنځ د ستونزو اوارولو هڅه کوي.

زلمي خلیلزاد کابل کې له طلوع نیوز تلوېزون سره مرکه کې وویل، ډېره هڅه یې وکړه چې له لوړې مخکې د دواړو ترمنځ ستونزې حل شي، خو ډېر وخت نه و.

نوموړي خبرداری ور کړ چې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ اختلاف ممکن پر امنیتي وضعیت، افغان وسلوالو ځواکونو او تر ټولو مهم پر افغان سولې بهیر- چې د ده په وینا یو تاریخي چانس دی- بد اغېز وکړي.

د مارچ په نهمه ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ لوړه وکړه.

د ټاکنو خپلواک کمېسون له انتخاباتو پنځه میاشتې وروسته ولسمشر غني بریالی اعلان کړی، خو عبدالله عبدالله هم ځان د دې ټاکنو ګټونکی بولي او وايي، ټول ګډونه حکومت جوړوي.

زلمي خلیلزاد دا هم وویل، امریکا په ټاکنیز جنجال کې د یوه لوري ملاتړ هم نه دی کړی، خو د ولسمشر غني د لوړې مراسمو کې یې ځکه ګډون وکړ چې د موازي حکومت جوړېدل نه غواړي.

د هغه په خبره، امریکا دا نه غواړي چې د افغانستان یوه برخه د طالبانو، بله د اشرف غني په مشرۍ د حکومت او بله هم د عبدالله عبدالله د ملاتړو په واک کې وي.

نوموړي دا هم وویل، چې ولسمشر غني د خبرو بهیر کې د سولې عالي شورا مشري او نږدې ۴۰ سلنه کابینه عبدالله عبدالله او د هغه ملاتړو ته وړاندیز کړه، خو ښاغلي عبدالله ونه منله.

غني

د عکس سرچینه، Reuters

زلمي خلیلزاد دا له طالبانو سره د خبرو په هکله وویل، امریکا هیله منه ده چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو له پیلېدو سره په سلو ورځو کې دا خبرې نتیجې ته ورسېږي، "چې د یوه نوي حکومت د جوړولو په ګډون به ټول اړخونه پکې را کړه ور کړه ولري".

هغه ټینګار وکړ چې په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون د بند په بند پلي کولو پورې تړلي او که طالبان د دې تړون خلاف ورزي وکړي، نو امریکايي ځواکونه به له افغانستان ونه وځي.

امریکا او طالبانو د تېرې پرورۍ پر ۲۹ د قطر پلازمېنه دوحه کې تاریخي تړون وکړ چې له مخې یې امریکايي ځواکونه په ۱۴ میاشتو کې له افغانستان وځي او دا ډله به هم د القاعده په څېر له "ترهګرو ډلو" سره اړیکي پرې کوي او د افغانانو خپلمنځي خبرو کې به ګډون کوي.

د ښاغلي خلیلزاد په خبره، د دې تړون د پليتابه د ډاډمنتیا لپاره نورې ضمیمې هم شته چې پکې د القاعده په څېر ډلو نه د طالبانو د لرې کېدو د څرنګوالي په هکله مالومات لري او ولسمشر غني او عبدالله عبدالله هم لیدلې او تایید کړې دي.

نوموړي زیاته کړه چې امریکا د قطر مرکز دوحه کې له طالبانو سره ګډ چینل جوړ کړی او هره ورځ امریکايي پوځیان له دې ډلې سره ګډه ناسته لري چې د تړون پلي کولو بهیر وارزوي.