"له ایرانه د افغان کډوالو په مټ د کورونا له لېږدېدو وېره لرو"

ځینې افغان کډوال د کوټې له لارې پر کندهار افغانستان ته راستنیږي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ځینې افغان کډوال د کوټې له لارې پر کندهار افغانستان ته راستنیږي

افغان چارواکي اندېښنه ښیي چې په ایران کې د کورونا وېروس د خپرېدو له امله دا هېواد په ډله ییزه توګه افغانان هېواد ته راستنوي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر له ایرانه غوښتي چې افغانستان ته په اجباري او ډله‌ ييزه توګه د افغانانو د ایستلو لړۍ بنده کړي، چې په افغانستان کې د کورونا وایروس د خپرېدا خطر کم شي.

فېروز الدین پرون د شنبې (د فبروري په ۲۹مه) په نیمروز ولایت کې یوه خبري غونډې ته وویل، له ګاونډیو هېوادونو یې هیله ده چې په ډله ییزه توګه دې افغانان خپل هېواد ته نه شړي.

ښاغلي فیروز زیاته کړه، په ورځني ډول له ایرانه له ۲۰۰۰ تر۳۰۰۰ افغانان ډیپورټ کېږي چې یو شمېر یې په نشه يي توکو روږدي دي چې دا موږ ته لویه اندېښنه ده.

نوموړی وايي، په نیمروز ولایت کې یې هغو کسانو ته چې په نشه يي توکو روږدي دي ، سرپنا جوړه کړې او د مشکوکو ناروغانو لپاره ۱۰۰ بستریز روغتون هم لري.

فیروز زیاته کړه، له ګاونډیو هېوادونو هیله لري چې په ډله ییزه توګه دې افغانان هېواد ته نه شړي.

د عکس سرچینه، MOPH

د عکس تشریح، فیروز زیاته کړه، له ګاونډیو هېوادونو هیله لري چې په ډله ییزه توګه دې افغانان هېواد ته نه شړي.

ښاغلي فیروز وویل چې ځینې افغان کډوال د کوټې له لارې پر کندهار افغانستان ته راستنیږي چې هلته هم ورته جدي تدابیر لري.

سره له دې چې لا هم په هرات کې د کورونا له ۳۵ مشکوکو پیښو یوازې یوه مثبت او پاتې ټولې منفي ختلې، خو اندیښنې پرځای دي، په ورته وخت کې د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار هم ویلي چې نن (یکشنبې) د کورونا وېروس ۸ مشکوکې پېښې ور رسېدلي چې ۵ یې د هرات، دوه له فراه او یو هم د لوګر څخه ده چې د ده پر ټکو له ۲۴ ساعته معاینې وروسته به یې پایلې روښانه شي.

بلخوا د هرات د حوزوي روغتون چارواکي وایي، دې ته په کتو چې له ایرانه هره ورځ په ډله ‌یيزه توګه افغانان راځي د دې احتمال شته چی په دې ویروس اخته کسان هم په کې وي.

په دې وروستیو کې زرګونه غيرقانوني افغان کډوال چې په ایران کې یې د ژوند شپې او ورځې سبا کولې د دې هېواد له لوري په زوره ایستل کېږي او پر پولو یې راستنوي.

له دې سره جوخت په کابل کې د پاکستان سفارت ویلي، سر له سبا د یوې اونۍ لپاره د سپين بولدک دروازه تړي.

د ورېښمو پل د افغانستان او ایران ترمنځ ګډه پوله ده چې له دې ځایه په ورځ کې سلګونه تنه ځي او راځي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د ورېښمو پل د افغانستان او ایران ترمنځ ګډه پوله ده چې له دې ځایه په ورځ کې سلګونه تنه ځي او راځي.

همدارنګه افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم له دغه ویروس سره د مبارزې د نوو هڅو په پار ۲۵ مېلیونه ډالره بودیجه ځانګړې کړې ده.

ښاغلي غني مالیې وزارت ته امر کړی چې ۱۵ میلیونه ډالره عامې روغتیا وزارت ته ورکړي او لس مېلیونه ډالره نور هم احتیاطي ورته وساتي.

په هرات کې د دغه ویروس د لومړۍ مثبتې پېښې له تائيد وروسته افغانستان له ایران سره ځمکنۍ او هوايي پولې د دوشنبې په ورځ د یوې ورځې لپاره وتړلې.