'په لویه کچه د افغان کډوالو بېرته وطن ته ستنېدل به ګډوډي جوړه کړي'

د عکس سرچینه، Getty Images
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې کمېشنر فلېپو ګرنډې ویلي، په افغانستان کې وضعیت لا هم ټیکاو نه لري، نو که په لویه کچه افغان کډوال بېرته خپل وطن ته ستانه شي، په سيمه کې به لا ډېره ګډوډي رامنځ ته کړي او دا د هېچا په ګټه نه ده.
په کوټه کې له رسنيو سره په خبرو کې ښاغلي ګرنډې همدا راز ویلي، په افغانستان کې د کار روزګار او ګټې وټې زمینه هم ډېره لږه برابره ده:
"د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو، د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه پخپله د ملګرو ملتونو د (یو این اېچ سي ار) اداره هم زړه نا زړه ده ځکه چې د ډېر شمېر افغانانو بېرته ستنېدل به په دې وطن کې د لا ګډوډۍ لامل شي. دا به نه د افغانستان او نه د دغه هېواد د ګاونډيو هېوادونو په خیر کار وي. نو ښه ده چې دا چاره په ترتيب ترسره شي."
د یادولو ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوتېرېش نن (۲۷ سلواغه، ۱۳۹۸) پاکستان ته په څلور ورځني سفر تللی دی. ښاغلی ګوتېرېش به په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې د څلوېښت کلنۍ د پوره کېدو په اړه غونډه کې ګډون وکړي او له کډوالو سره به هم وګوري.
فلېپو ګرنډې ویلي، په پاکستان کې له اوږدې مودې مېشتو کډوالو ته به ډېره سخته وي چې په داسې حالاتو کې افغانستان ته ستانه شي. دی وايي، "ما د امریکا او طالبانو تر منځ په خبرو کې د پرمختګ په اړه خبرونه لوستي. دا مهمه خبره ده، ځکه که په افغانستان کې سوله او ټېکاو وي نو زه ډاډه یم چې ډېر شمېر خلک به خپل وطن ته ستنېدو ته هیله من شي."
ښاغلي ګرنډې همدا راز ویلي، پوهېږي چې د امنیت له پلوه افغانستان یو پېچلی ځای دی، خو د سولې په تړاو خبرو سره به په سیمه کې حالت ښه شي. دی وايي، له افغان کډوالو سره په خبرو کې ورته جوته شوې چې د دوی لویه وېره په افغانستان کې ناامني ده او هلته مېشت لږکي هم ورته اندېښنه لري.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې دغه کمېشنر پاکستان او له خلکو مننه کړې چې له شاوخوا ۴۱ کلونو راهیسې د افغان کډوالو کوربه توب کوي.
وايي، ملګري ملتونه او نړۍ له دغو "قربانیو" خبره ده او د همدغو "قربانیو" د منلو په اړه دا دوشنبې (۲۸ سلواغه) په پاکستان کې یوه غونډه کېږي. دا غونډه د پاکستان حکومت او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره (یو این اېچ سي ار) په ګډه جوړوي چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوتېرېش هم ګډون پکې کوي.
د دې ادارې کمشنر فلېپو ګرېنډې وايي، اوس مهال ۴۶ لکه افغان کډوال له خپل هېواده بهر مېشت دي. له دې ډلې يې ۲۷ لکه ثبت شوي چې ۱۴ لکه يې پاکستان او لس لکه يې په ایران کې دي.
د ده په خبره، په تېرو څو کلونو کې په افغانستان، پاکستان او ایران کې د (یو این اېچ سي ار) بودیجه کمه شوې او دې ادارې ته پر افغان کډوالو پانګونه په سختېدو ده.

د عکس سرچینه، AFP








