جمعیت او وحدت: که د ټاکنو پایلو کې درغلي وشوه، د عبدالله په مشرۍ حکومت اعلانوو

د عکس سرچینه، Rabbani Facebook
د افغانستان دوو مهمو سیاسي ګوندونو، جمعیت اسلامي او وحدت اسلامي اعلان کړی دی چې که د ولسمشرۍ ټاکنو په پایلو کې درغلي وشوه نو دوی به د عبدالله عبدالله په مشرۍ حکومت اعلان کړي.
دواړو ګوندونو نن ( یکشنبه ) په جلا اعلامیو کې ویلي، دوی د ټاکنو په پایلو کې د درغلۍ په اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د وروستي دریځ ملاتړ کوي.
ښاغلي دوستم څو ورځې وړاندې ویلي وو، که د ټاکنو پایلې رڼې نه وي او یوه ډله د درغلۍ له لارې د واک ترلاسه کولو هڅه وکړي نو نوموړی به د عبدالله عبدالله په مشرۍ نوی حکومت اعلان کړي.
د جمعیت اسلامي او وحدت اسلامي ګوندونو او د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش اسلامي ګوند په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ کاوه.
دې ګوندونو ټینګار کړی چې د روان ټاکنیز بحران د حل یوازینۍ لار دا ده چې، د دوی په وینا، د خلکو د پاکو رایو پر بنسټ دې نوی حکومت رامنځته شي، او که داسې ونشي نو هېواد به په لوی لاس د بحران خوا ته ولاړ شي.
خو د جمعیت اسلامي ګوند اجرائيه مشر عطا محمد نور بیا په دې ټاکنو کې د محمد اشرف غني ملاتړ کاوه او له دې وړاندې یې د سیالو ډلو د څرګندونو په ځواب کې ویلي چې هېڅوک ګډوډي نشي رامنځته کولی.
د محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې تر دې دمه د دې سیالو ګوندونو وروستیو ګواښونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.

د عکس سرچینه، Getty Images
بل لور ته د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن یکشنبه له څو ساعتونو ځنډ وروسته د یو شمېر جنجالي محلونو د رایو بیا شمېرنه او ځانګړې څېړنه پيل کړه.
ټاکنو کمېسیون دا کار د شکایتونو کمېسیون د پرېکړو له مخې پيل کړی.
خو د کمېسیون له دې ګام سره همهاله د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې د ټاکنو کمېسیون پیل شوی بهیر ناقانونه بللی او خبرداری یې ورکړی چې که دا بهیر همداسې مخته روان وي، نو پرېکون ورسره کوي.
د ټاکنو د څار ځینی بڼسټونه بیا وایي د ټاکنو پروسه باید یرغمل نشي او د شکایتونو کمېسیون باید د خپلو پریکړو د پلی کيدو څارنه وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د وروستیو پرېکړو د پلي کېدو په موخه د ۲۹۸ محلونو د رایو بیا شمېرنه او ځانګړې څېړنه کوي.
دا ځانګړې څېړنه د ۱۳۷ زره او ۱۰۲ زره جنجالي رایو په اړه کېږي. ټاکنو کمېسیون ویلي چې د ۹ ولایتونو له ډلې یې په څلورو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه پای ته رسولې او د پاتې ولایتونو به ژر پای ته وروسوي.
د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند میرزا محمد حق پرست بي بي سي ته وویل چې د جنجالي رایو ځانګړې څېړنه د یکشنبې ورځې په وروستیو کې پیل شوه.
هغه وویل چې ټاکنو کمېسیون به له دې وروسته ټول اړین معلومات راټولوي او د وروستیو پایلو د اعلان لپاره به چمتوالی نیسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په یوه اعتراضیه غونډه کې د ټاکنو کمېسیون له لورې تازه پیل شوی بهیر ناقونونه وباله. د دغه ټاکنیزې ډلې غړي فضل احمد معنوي خبرداری ورکړ چې که دا بهیر همداسې دوام وکړي، پرېکون ورسره کوي.
بل لور ته ټاکنو کمېسیون ویلي دي چې دوی د شکایتونو کمېسیون د پرېکړو د پلي کولو په حال کې دي، خو د شکایتونو کمېسیون یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي دي، چې لا هم د ټاکنو کمېسیون د ځانګړې څېړنې د بهیر په اړه نیوکې لري.
له دې سره یو ځای د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ یا فیفا د دواړو ټاکنیزو کمېسیونونو د اختلافاتو په اړه وايي چې ټاکنیزه پروسه یې شخصي کړې. د دغه بنسټ اجرایوي مشر یوسف رشید وایي:
"د افغانستان د ولسمشیزو ټاکنو بهیر له اوله جنجالي او پېچلی شو، خو اوس د ټاکنو کمېسیون له لورې د یو شمېر محلونو رایو د بیا شمېرنې او ځانګړې څېړنې له پیل او د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې مخالفت سره ، ښایی چې دا جنجالونه لا زور واخلي".
د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د خپلو موندنو له مخې ټاکنو کمېسیون ته ۷ وروستۍ پرېکړې استولې، چې ټاکنو کمېسیون یې درې پرېکړې وړاندې پلي کړې وې او ځانګړې څېړنه او د یو شمېر محلونو د رایو بیا شمېرنه یې نن پیل کړه.
ټاکنو کمېسیون به له دې وروسته د ولسمشریزو ټاکنو وروستیو پایلو اعلان ته چمتوالی نیسي. ټاکنو کمېسیون دوه ځله ونه توانېد چې د مهالویش سره سم د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړي، لا هم ټاکنو کمېسیون د پایلو د اعلان لپاره بله نېټه نده ځانګړې کړې.









