پړونى او سوله

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نظيفه حقپال
- دنده, پخوانۍ افغانه ډيپلوماته
افغانستان په نړۍ کې له جګړو او تاوتریخجنو څپو سره یاد هیواد دی . د نړیوالۍ ترهګرۍ د جاج اخيستنې (انډېکس) د راپور پر بنسټ،چی د ۲۰۱۹ په وروستیو کې خپورشو افغانستان نړۍ کې له ترهګرۍ تر ټولو د لوړې کچې اغېزمن هیواد بلل شوی دی.
د رپوټ په وینا په ۲۰۱۸ کال کې په ۱۴۴۳ ترهګریزو پېښو کې ۷۳۷۰ وګړي وژل شوي دي، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو دسیاسي استازولۍ یوناما د ۲۰۱۹ اکتوبر میاشتې راپور هم ښيي چې ۲۵۶۳ملکې کسان وژل شوي او ۵۶۷۶ نور ژوبل شوي دي.
سربیره له مرګژوبلې، دې جګړې افغانانو ته ډیرې نورې ناخوالې لکه کډوالي، بیوزلي، د عامه خدماتو نشتوالی ، د قانون نه پلي کیدل او نور کړاونه ور په برخه کړي دي. نو د دی جګړی پای حتمي دى، او مهمه ده چې افغان سیاستوال ښکېلې خواوې او نړیواله ټولنه ددغه شخړې حل ومومي او د نړیوالو د هغه ادعا له مخې چې ځواکونه ېې د ترهګرۍ خلاف دوه لسیزې افغان خاوره کې پر جګړو بوخت دي باید د ولسي افغانانو د مرګ ژوبلې وروستۍ کرښه وټاکي او دغه انساني حق ددغه هېواد وګړو ته خوندي کړي.
په نړۍ کې اکثریت هیوادونه جګړه او ډیپلوماسي همغاړې مخې ته بیايي او یا لږترلږه د ډیپلوماسۍ لاره خلاصه پریږدي . دا اصل امریکا که څه هم نا وخته خو پیل کړی يې دى، دې لپاره چې په تاریخ کې د خپلې تر ټولو اوږدې جګړۍ خپل سرتیري په شا او یوه سوليیزه حل لاره ولټوي.
امریکايى ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي له طالبانو سره د جوړجاړي یوې معاملې ته رسیدونکي دي ، طالبان هم د هغې تر اوسه نالاسلیک شوې هوکړې په تړاو خوښ برېښي چې د تیر کال راهيسې د اوربند او جګړې کمولو د شرطونو له امله ځنډنۍ شوې . د سولې ددغې ګونګې هڅې هرکلی شوی او تر ډېره بریده ورته افغانان خوښ دي چې د وینو بهېدو لړۍ بیخي بنده او یا لږ ترلږه راکمه شي.
د اېشیا فاونډېشن د ٢٠١٩ م کال د نومبرمیاشتی سروی له مخې ویل کیږي چی افغانان سږکال د تیرو کلونو په پرتله د سولې د خبرو له کبله راتلونکي ته هیلمن دي.
خو د افغان سولې بهير بري لپاره د ښځو ونډه او ملاتړ حياتي دي. کېداى شي ځينو ته دا پوښتنه را ولاړه شي چې ولې؟
که دنړۍ بېلګې وګورو، د نړیوالو امنیتي مطالعاتو د مرکز موندنو پر بنسټ د سولۍ د ۱۸۱ تړونونو له ارزونې وروسته دا جوته شوې چی د سولۍ هغه تړونونو کې چی ښځو د شاهدانو، لاسلیک کونکو او یا مرکچيانو په ډول ګډون درلود،۳۵ سلنه يې لږ تر لږه ۱۵ کاله پرځای پاتې شوي.
د ښځو ګډون نه یوازې د سولې د تړونونو په بریالي کېدو کې د انډول ساتلو خبره ده په عاطفي ډول هم میرمنې د ټولنیز پيوستون په برخه کې تر ټولو ډېر زیار وباسي.
د لندن د اقتصاد او سیاسی علومو د پوهنتون (London school of Economics and Political Science) په یوه ناسته کی چی څو اونۍ مخکي شوې وه د شمالي ایرلند، کولمبیا، نایجریا او کشمیرڅخه هغه ښځی چی په دغه هیوادونو کې د سولې بهیر کې ګډون درلوده ، د سولۍ په بهیر کې د ښځو د رول او اهمیت په اړه خپلې تجربې شریکې کړې .
د افغان دودیزې ټولنې په ټولو پرېکنده مسلو کې د ښځو ونډه په يوۀ ډول شته. زه يې د اغېز شاهده يم. ځکه باور مې دا دى چې د سولې په بهير کې به يې اغېز د پام وړ وي.
زه د افغانستان کلیو بانډو ته په بیلابیلو وختونو کې د ملګرو ملتونو د ماموریت لپاره تللې یم. کتلي مې دي چې په وړو کلیوالو جرګو کې له میرمنو پوښتنه کېږي. په هغه شخړو کې چې لسګونه کسان په کې مړۀ یا ژوبل وي د دود او دستور له مخې د ښځو شتوالی په جرګه کې د بخښنې اړخ غښتلی کولي .
په کلیو کې ملکې میرمنی هغه بللی شي چې ټول قومي مشران ېې خبرې ته غوږ نیسي او سلا مشوره ترې اخلي .
په ښارونو کې هم همدغه دود شته، د حساب او معنوي وزن لرونکې میرمنې ټولو پریکړو کې بلل کیږي ، دښاروالیو له ناستو نیولې بیا تر ولایتي شورا ګانو څه چې له نارینه ېې ډیر درناوی کیږي .
په جګړو کې د غچ او انتقام روحیه همدا میرمنې سړولی شي ځکه هر وسله وال که عقیدوي جګړه کوي یا عقدوي د مور له خبرې نشي تښتیدلی او که مور ېې ازاري وبولي په ټولنه کې يې ارزښت ټیټیږي .

د عکس سرچینه، Getty Images
په لنډ ډول ویلی شو افغانه ټولنه کې د ښځو ټیکری د درناوي سمبول دی هغسې چې پګړۍ د عظمت بیلګه ګڼل کېږي.
نو په همدی اساس د طالبانو سره د مذاکراتو په هر بهیر کی د ښځو حضور ډیر مهم دی تر څو چې هغوئ خپلې اندیښنې او د بشری حقونو اړوند مسلې او هغه سرې کرښې چی افغانې ښځې ېې د پخلا کېدونکو او واک ته رسیدونکو غاړو سره شریکې کړي.
خو په خواشينۍ سره چې په دغه روان بهير کې د ښځو ونډه هومره چې ورته اړتيا ده نه تر سترگو کېږي. د طالبانو په مرکچي پلاوي کې هېڅ ښځه نشته. که څه هم قطر ته له افغانستانه وړاندې تللي پلاوي کې افغانې ښځې وې خو له ښاغلي خليلزاد سره د ولسمشر غني د ډلې په ناستو کې ښځې نه کتل کېږي.
د افغان ښځو حضور د سولۍ په خبرو کی دوی ته دا فرصت برابروي چی دوی د مرکچیانو په حیث د مذاکرې هغه لوري ته قناعت ورکړي چې د دوئ ته هغه حقونه خوندي وساتي د کوم په تړاو چې کلونه کلونه زیار ایستل شوی اوپراخ لګښت پرې شوی.
که داسې ونه شي نړیوال او افغان سیاستوال به د تل لپاره د افغان میرمنو د حق پوروړي پاتې وي او د سولې په عملي کېدو کې به ېې هم یوه تشه پرځای پرېښې وي.










