د ټرمپ استیضاح؛ د امریکا مشرانو جرګې سپین وباله

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ چې د دغه هېواد د ولسي جرګې له خوا د تورونو له امله له استیضاح سره مخ و، مشرانو جرګې سپین وباله.

ښاغلي ټرمپ د ۴۸ مقابل کې ۵۲ رایو سره د واک ناوړه کارولو له تور او د ۴۷ رایو مقابل کې ۵۳ رایو سره د کانګرس د کار خنډني کولو له تور بري شو.

له واک د ټرمپ ګوښه کولو ته له درېیو دوه برخې رایو ته اړتیا وه، خو دا داسې سناریو وه چې پېښېدل یې ناشوني ښکارېدل.

دا رایه هم مشرانو جرګه کې- چې د ډونلډ ټرمپ د ګوند واک کې دی- له دوه اونۍ محاکمې وروسته وشوه.

ولسي جرګې د ډسمبر پر ۱۸ د ټرمپ د استیضاح طرحه تصویب کړه چې د واک ناوړه کارولو او د کانګرس کار کې د خنډ کېدو پر دوو تورونو ولاړه وه.

د ډونلډ ټرمپ ټاکنډله بیانیه کې وايي، ولسمشر ټرمپ پوره بري شوی او اوس د دې وخت دی چې د امریکا د ولس چارو ته ورسېږي.

دې بیانيه کې زیاته شوې، ډېموکراټان چې هېڅ کار نه کوي، پوهېږي هغه ماتولی نه شي، ځکه مجبور و چې استیضاح یې کړي.

مشرانو جرګه کې یواځنی جمهوریپال غړی مېټ رامني و چې ولسمشر یې د واک ناوړه کارولو کې ګناګار وباله.

هغه چې د ۲۰۱۲ کال ولسمشرۍ ټاکنو کې د جمهوریپالو نوماند و، له بارک اوباما یې ماتې وخوړه.

د چارشنبې په ورځ یې د مشرانو جرګې انګړ کې وویل، ښاغلی ټرمپ د عمومي باور ناوړه کارولو سره ګناګار دی.

خو د ډیموکراټانو له هیلو سره سره، دوو نورو منځلارو ستاتورانو سوزن کالینز او لیسا مرکاسکي په دې رایه کې د ډیموکراټانو او ښاغلي رامني ملاتړ ونه کړ.

د محاکمې بهیر کې ځینې جمهوريپالو سناتورانو د اوکرایین په هکله د ټرمپ پر چلن نیوکه وکړه، خو زیاته یې کړه چې دا چلن د نوموړي استیضاح توجیه کولی نه شي.

ښاغلي ټرمپ سنا کې له بري کېدو وورسته ټوېټ کې ویلي، سبا غرمه ۱۲ بجې به سپینه ماڼۍ کې بیانیه خپره کړي، چې موضوع به یې د "جعلي" استیضاح اړوند زموږ د هېواد بری وي.

د سپینې ماڼۍ ویاند سټيفني ګریشام هم یوه بیان کې ویلي، ښاغلی ټرمپ پوره بري شو، لکه پیله مو ویل چې هغه ګناګار نه دی.

خو مشرانو جرګه کې د لږکي ګوند ډیموکراټانو مشر چا شومر د ښاغلي ټرمپ بري کېدل "عملاً بې ارزښته" وبلل:

"هغه دې ته په اشاره چې جمهوریپال محاکمه کې د شاهدانو د بللو خنډ شول وویل، د امریکا خلک پوهېږي چې څوک د حقیقت مخ کې ودرېدل."

د ولسي جرګې مشرې نانسي پلوسي یوه بیانیه کې د امریکا ولسمشر او د مشرانو جرګې جمهوريپال د "بې قانونۍ په عادي کولو" تورن کړل.

پر ښاغلي ټرمپ تور و چې اوکرایین ته یې د ۳۹۱ میلیون ډالرو پوځي مرسته په دې ځنډولې چې د دغه هېواد پر ولسمشر فشار اچولو سره د راتلونکو ټاکنو ډیموکراټ سیال جوبایډن او د هغه د زوی په هکله پلټنې وکړي.

خو ډونلډ ټرمپ دا تورونه رد کړي دي. نوموړی د امریکا درېیم ولسمشر دی چې له استیضاح سره مخ کېږي او مشرانو جرګه کې محاکمه کېږي.

ولسمشر ټرمپ به لومړنی ولسمشر وي چې له استیضاح وروسته بیا ټاکنو کې سیالي کوي.