نانسي پلوسي د ټرمپ د وینا کاپي څيرې کړه

کله چې د امریکا ولسمشر ټرمپ د کلنۍ وینا اورولو لپاره کانګرېس یا پارلمان ته لاړ د ولسي جرګې ځواکمنې مشرې د روغبړ لپاره لاس ور اوږد کړ، خو هغه ترې تېر شو.

په ځواب کې د ډیموکراټ ګوند دغې مخکښه غړې له هغه دودیز هرکلي تېره شوه چې ولسمشر ته د یوه ویاړلي مشر په توګه ویل کېږي.

څلورو میاشتې مخکې مېرمن پلوسي د سپینې ماڼۍ له ناستې ووتله او دا له هغه وروسته لومړی ځل و چې ښاغلی ټرمپ له خپلې نه زغمېدونکې سیاسي دوښمنې سره مخ کېده.

ولسمشر ټرمپ خپله وینا کې ډیموکراټان تورن کړل چې امریکايي مالیه ور کوونکي بې سنده کډوالو ته د روغتیايي بيمې په ور کولو مجبوروي، نو نانسي پلوسي دوه ځله وویل: "دا سمه نه ده".

خو چې ښاغلی ټرمپ د یوې ګړۍ او ۱۸ دقیقو وینا پای ته ورسېد، مېرمن پلوسي، په غوسه د هغه د وینا د متن کاپي څيرې کړه.

وروسته هغې خبریالانو ته وویل، چې دا کار یې مناسب و.

خو د ټرمپ د وینا پر مهال څو ځلې ولاړه شوه او ولسمشر ته یې لاسونه وپړکول.

یو ځل چې ښاغلي ټرمپ د خپلې خوښې پروژه-هغه بنسټیزه پانګونه- یاده کړه چې دواړه ګوندونو پکې ګډ کار کولی شي، نو پلوسي چکچکې وکړې.

افغان جګړه

ولسمشر ټرمپ خپله وینا کې پر افغان جګړه خبرې وکړې او ویې ویل غواړي د امریکا د تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ختمه او سرتېري کور ته ستانه کړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ وايي، افغان جګړه کې د امریکايي سرتېرو د "مېړانې" په خاطر ډېر پرمختګ شوی او له وسلوالو طالبانو سره د سولې خبرې روانې دي.

ولسمشر ټرمپ خپله کلنۍ وینا کې وویل: "موږ نه غواړو چې سلګونو زره افغانان چې ډېر هم بې ګنا دي، ووژنو".

د هغه په خبره، دا د امریکا کار نه دی چې نورو هېوادونو ته د پولیسو په څېر کار وکړي.

ځانګړي مېلمانه

ولسمشر له ځان سره د وینزوېلا د اپوزیسیون مشر جان ګایدو، پوځي سرتېري او د هغه کس د ورور په ګډون چې بې قانونه کډوالو وژلی وو، څو ځانګړي مېلمانه هم دې وینا ته بللي وو.