نسرین اوریا خېله: افغانستان کې د سرطان په اړه ناوړه حالت دی

افغان چارواکي وايي، په افغانستان کې په سرطان د اخته ناروغانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

نن (سې شنبه، فبروري ۴مه/ سلواغه ۱۵) له سرطان سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. له سرطان سره د مبارزې افغان بنسټ وايي چې په افغانستان کې هر کال شاوخوا ۲۰ زره تنه په دغه ناروغۍ اخته کېږي چې د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې، له ډلې یې شاوخوا ۱۵زره مري.

کابل کې زموږ همکار ندیم اشرف له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې بنسټ له مشرې ډاکټرې نسرین اوریاخېلې سره خبرې کړې دي.

هغې په خپلو خبرو کې ویلي چې په سرطان د اخته ناروغانو د درملنې په برخه کې د افغان حکومت هڅې تر اوسه بې پایلې دي.

ډاکټره اوریا خېله وايي، دې ته په کتو چې افغانستان له ۳۰ میلیونو زیات نفوس لري، شته امکانات بسنه نه کوي، ځکه په وینا یې یوازې د کابل په یوه روغتون کې ۶۰ بستره سرطاني ناروغانو ته ځانګړي شوي دي، نو ''واقعاً په افغانستان کې د سرطان حالت یو تراژیدي حالت دی. ''

نسرین اوریا خېله زیاتوي چې افغانستان کې د سرطان په اړه د خلکو د معلوماتو کمی او د مخنیوي لارو چارو په اړه یې ناپوهي د سرطان ناروغۍ د خورېدو له لویو لاملونو دي.

ډاکتره اوریاخېله وايي خلکو ته په کار دي چې د سرطاني ناروغیو د مخنیوي لپاره له پلاستیکي کڅوړو ګټه وانخلي، سګريټ، نسواراو الکول ونه کاروي.

نوموړې وايي، 'دغه راز اړینه ده چې له سره کړو خوړو او نامعیاري ګاز لرونکو مایعاتو ډډه وشي او د بدن وزن باید له اندازې زیات نه شي. '

ډاکټران وايي، سرطان ناروغي د مخنیوي وړ هم ده، خو په نړیواله کچه د تیو سرطان، د معدې او ځیګر سرطان تر ټولو خطرناک ګڼل شوي دي.

د معلوماتو له مخې، په نړۍ کې د سرطان ناروغۍ یو پر درې برخه د درملنې وړ ده، خو په افغانستان کې د امکاناتو د کموالي له امله ډېره برخه ناروغان د سرطاني ناروغیو له امله مري.