تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
زه، زما ورور، زما کامره او زموږ سرطان
کله چې په ۲۰۱۲ کال کې کارلي د کلارک د سرطان ناروغي تشخیص شوه، هغې وپتیېله چې د خپل ژوند وروستنۍ ماشتې انځور کړي. اوه کاله وروسته د یوه ظالم تصادف له مخې هغه اوس د خپل ورور د بستر څنګ ته ولاړه او د هغه د سرطاني کړېدا انځورونه اخلي.
د هغې په یادښتونو کې لیکلي: "وېښته مې په لاسونو، جامو او د تشناب پر فرش خواره دي او چې وروسته یې ږمنځوم، نور پسې لوېږي."
"چې په ښیښه کې ګورم، وینم چې څېره مې ورځ تر بلې بدلېږي."
کارلي د شپږ میاشتنۍ درملنې کړاوونه د انځوریز البوم په پاڼو بیا له سره ګوري.
هغه ۲۶ کلنه وه چې سرطان ناروغي یې تشخیص شوه. بلاخره یې له پلار وغوښتل چې سر یې کل کړي.
خو تر البوم شپږ میاشتې وړاندې کارلي یو خیالي ژوند درلود، هغه په کاناډا کې اوسېده، د پوهنتون وروستی کال یې و او د ونکوور ښار په غریبو سیمو کې خپل انځوریز تېسیز جوړاوه.
خو وروسته ناروغه شوه، ځورونکی ټوخی ورپیدا شو، اشتها یې ختمه شوه او په سینه او ملا کې یې دردونه پيدا شول.
ډاکټرانو په پيل کې بېلابېلې ناروغۍ وبللې، خو کله چې کارلي بېرته خپل وطن، بریتانیې ته ستنه شوه، ډاکټرانو ورته وویل چې د سرطان ناروغۍ په یوې کم یابې او ځپونکې بڼې اخته ده:
"یو دم په چیغو شوم، پوهېدم چې ناروغي مې ډېره پرمخ تللې وه او ډاډه نه وم چې ژوندۍ به ترې ووځم. له وېرې رېږدېدم."
"د پلار او مور زړه مې هم خولې ته راغی ځکه زموږ کورنۍ کې تر دې دمه څوک نه وو سرطان شوي."
"د ژوند ملګری مې هم ډېر غمجن و او زما د لیدو لپاره له کلیفورنیا انګلینډ ته راغی."
"ژوند مې ورو شو تر څو پر هرې شېبې یې غور وکړای شم: له معایناتو معایناتو ته، له یو ډول درملو بل ډول درملوته، غټې ستنې، په هډونو کې برمې، په ستوني کې پیپونه او دا هیله چې کله به دو کړاوونو خلاصه شم."
د سینې درد مې اوس د مړوندونو خواته غځېدلی، په سږو کي ټولېدونکو اوبو سا اخیستل سخت کړل او ټوخی بیخي ونه درېد.
"هډوکي مې د هرې ورځې په تېرېدو برسېرېده او ژوند مې په سپڼسي ځوړند و."
کارلي چې څنګه مرګ ته نژدې کېده د ژوند په اړه یې نظر بدلېده. نو پرېکړه یې وکړه چې د خپل وروستني سفر په انځورونو کې ثبت کړي.
ډاکټرانو کارلي ته اجازه ورکړه چې په روغتون کې کامره وکاروي. کارلي وايي "ما ویل یوه خلاقه پروسه به مرسته راسره وکړي چې خپل ژوند ته له پاسه وګورم." کله کله به کارلي ځانته کامره جوړه کړه او ډاکټرانو به یې تڼۍ ورکېکاږله.
کارلي غوښتل نورو ته الهام ورکړي چې سرطان ته سترګه په سترګه شي او اجازه ورنه کړي چې شخصیت یې ترې واخلي.
په انځورونو کې کارلي لیدل چې پوستکی یې په هډوکو پسي ټینګ نښتی او خپله څېره ورته پردۍ کېده. میندو او پلرونو به خپل ماشومان ترې ساتل چې ونه وېرېږي.
خو یوه ورځ، له درې میاشتې درملنې وروسته د کارلي وحشتاک ټوخی ودرېد او نور تکلیفونه یې هم لږ ارام شول.
کارلي ته هیله پيدا شوه چې ناروغي پر ښه کېدو ده. معایناتو هم تایید کړه. سرطان پر ورکېدو و.
"ناهیلي په هیلې بدله شوه. کله چې مرګ ته دومره نژدې شې، له هغه وروسته غواړې چې له ژونده پوره خوند واخلې."
تر رغېدا وروسته کارلي وپتېیله چې د نړۍ د نورو خلکو داستانونه په انځورونو کې راټول کړي او په ۲۰۱۴ کال کي یې څلور میاشتې په هند کي تېرې کړې.
د هغې د ددغه سفر له برکته د کارلي نوم د ۲۰۱۸ کال د انځورګرۍ په نړیواله جایزه کې یاد شو او همدغه کال د هغې "د درملنې وروستنۍ ورځ" انځور د بریتانیې د کال غوره انځور ته ونومول شو.
وروسته یوه ورځ کارلي ته زنګ راغی چې د هغې ۱۶کلن ورور، جو، په هماغه سرطان اخته شوی چې دا یې ناروغه وه.
کارلي غوښتل د ورور په سختو شپو کې له هغه سره یوځای اوسي او د هغه اجازه یې وغوښته چې د ناروغۍ سفر یې انځور کړي. جو راضي شو.
کارلي د خپل کړېدا تکرار د خپل ورور په تجربو کې ولید. هغه هم وېښته توی شول، په کوټه کې یې خواره وو تر هغو چې تنګ راغی او پلار یې ورته کل کړ.
خو کلیر ته ناورته، د هغې ورور چاغ شو، دومره چاغ چې نه پېژندل کېده.
جو د ځینو درملنو زغم نه دلود او په پای کې له ژونده ناهیلی شو. خور یې وایي هغه انځور مې تر ټولو خوښ دی چې مخ را نه اړوي او خپل لیرې نامعلومې راتلونکې ته ګوري.
خو جو بیا هم د ژوند لمنه خوشې نه کړه او د سږکال مې میاشت کې یې ایکسرې پاکه راووتله. جو کولای شو کور ته ولاړ شي او له خپلې کورنۍ سره بهر چکر ووهي.
هغه بیا هم اړ دی چې څو میاشتو کې معاینات وکړي، خو اضافه وزن یې ورک شو او وېښته یې بېرته راغلل.
هغه وايي، دا انځورونه د هغو دردونو یو څرک دی، خو زما هیله دا ده چې د انځورونو لیدونکي یوازې د ناروغۍ وحشتناله څېره ونه ګوري، بکلې هغه هیله هم وویني چې ځینې تر سرطان ژوندي وتلي وي.
انځورونه د کارلي کلارک دي