د بښنې نړیوال سازمان: افغانستان د کوچنیانو لپاره د نړۍ تر ټولو خونړی هېواد دی

    • Author, پاینده څرګند
    • دنده, بي بي سي، لندن

د بښنې نړيوال سازمان _ امنيسټي انټرنشنل افغانستان د کوچنيانو لپاره د نړۍ تر ټولو يو خونړی هېواد بللى دى . د دغه سازمان يو تازه رپوټ وايي، د تېر ميلادي کال په لومړيو ٩ مياشتو کې شاوخوا ٢٤٠٠ افغان کوچنيان يا وژل شوي او ياهم ژوبلېدلي دي.

په افغانستان کې د کوچنيانو او ولسي خلکو د مرگژوبلې او کډوالو د ناوړه حالت په اړه دغه موندنې د سازمان د اسيا او اوقيانوسیه د بشري پېښو په کلني رپوټ کې راغلې دي.

۲۰۱۹ کال سر تر پایه په ملکي مرګژوبلې وینلړلی و، دا د بښنې نړیوال سازمان رپوټ وايي او زیاتوي، جولای پکې تر ټولو له مرګ ژوبلو ډکه میاشت وه او پکې بیا د افغانستان کړکېچ د ثبتو شویو شمېرو له مخې ماشومانو ته د نړۍ تر ټولو مرګونی و.

د دغه سازمان په تفصیلي رپوټ کې راغلي په سلګونو زره انسانان په کور دننه بې ځایه شوي. نیم میلیون کډوال له ګاونډیو هېوادونو په زور ستانه کړای شوي او په زرګونه نور بیا له اروپايي هېوادونو په تېره بیا ترکیې افغانستان ته شړل شوي.

په رپوټ کې د خبریالانو او بشري حقونو د مدافعینو پر وضعیت هم اندېښنه څرګنده شوې چې لا هم ګواښل کېږي، بندیانېږي او ان د خپل کار لپاره له مرګ سره مخامخېږي. عدالت ته د قربانیانو لاسرسی هسې تېراېستونکې مسله ده.

د سوېلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان د مشر مرستیال عمر وارېش ویلي، "په افغانستان کې وسله وال کړکېچ نه کمېږي، بلکې مخ په ډېرېدو دی او افغان ملکیان یې بیه پرې کوي ".

هغه زیاتوي:"د ۲۰۱۹ کال په اوږدو کې ولسي وګړي وژل شوي، ژوبلېدلي، په زور بې ځایه شوي او نور بشري حقونه یې جدا تر پښو لاندې شوي، د دواړو، حکومت او وسله والو ډلو له خوا".

ښاغلي عمر پر نړیوالو غږ کړی چې په ۲۰۲۰ کال کې خپل توپیرونه یوې خوا ته پرېږدي او د افغانستان خلکو ته هغه خوندي توب چې اړتیا ورته لري او هغه عدالت چې نور یې پوروړي دي ورکړل شي.

رپوټ وايي، د ۲۰۱۹ کال په لومړیو نهو میاشتو کې تر ۲۴۰۰ ډېر ماشومان یا مړه او ژوبلېدلي ول، چې په نړۍ کې ماشومانو ته تر ټولو وژونکی کړکېچ د افغانستان بلل کېدای شي.

په همدې موده کې ۲۵۶۳ کسان وژل شوي او ټولټال ۵۶۷۶ ټپیان شوي. رپوټ وايي ډېری بریدونه د طالبانو او د اسلامي دولت نومې ډلې داعش خراسان په ګډون د وسله والو ډلو له خوا شوي دي.

رپوټ یوې ځانګړې پېښې ته اشاره کوي چې داعش ډلې کړې او ۶۳ کسان پکې وژل شوي او تر ۲۰۰ ډېر ټپیان شوي وو.

د بښنې نړیوال سازمان رپوټ وايي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یوناما د شمېرو له مخې، د کال په لومړیو شپږو میاشتو کې حکومت پلوه او نړیوال ځواکونه د تر ټولو ډېرو وژنو مسول دي.

رپوټ کې د امریکايي ځواکونو د بریدونو یوه بېلګه هم شته چې لیکي ډسمبر میاشت کې یې د ډرون په یوه برید کې پنځه کسان ووژل چې پکې یوه ښځه وه چې نوی یې ماشوم زېږولی و.

دغه سازمان په افغانستان کې له ټولو ښکېلو خواوو غوښتي چې د افغان ولسي وګړو حقونو او خوندیتابه ته پام واړوي.