تازه نظر پوښتنه: د جگړې يوازينى حل سياسي هوکړه ده

د عکس سرچینه، Getty Images
په ټول افغانستان کې د یوې شوې نظر پوښتنې اتیا سلنه ګډونوالو ویلي د روانې جګړې یوازینی حل سیاسي هوکړه ده. دا نظر پوښتنه د سولې او جګړې څېړنیز مرکز له خوا شوې چې څه باندې پنځه زره کسانو په کې برخه اخستې ده.
د دې نظر پوښتنې ۶۱ سلنه ګډونوالو غوښتنه کړې چې د سولې خبرې دې په افغانستان کې دننه وشي.
یوازې شل سلنه ګډونوال د جګړې له لارې په افغانستان کې د روانې شخړې پای ته رسولو غوښتنه کړې ده. د نظر پوښتنې بله پوښتنه دا وه چې د سولې چارې دې څوک تنظیم کړي؟، ۶۵ سلنه ګډونوالو ویلي د سولې لپاره روانې هلې ځلې دې د حکومت تر څار او مشرۍ لاندې وشي، خو ۲۱ سلنه ګډونوال بيا په دې باور و چې له حکومتي اډانې د باندې نورې سیاسۍ کړۍ دې د سولې چارو مشري وکړي.
د نظر پوښتنې اتیا سلنه ګډونوالو ویلي د افغانستان جګړه یوازې د سیاسي جوړجاړي له لارې پای ته رسېدلی شي، خو شل سلنه باوري دي چې سوله د پوځي فشار په پایله کې ممکنه ده.
د سولې او جګړې انسټیټیوټ نادولتي بنسټ مشر تمیم عاصي د پایلو د اعلان په غونډه کې وویل ۶۸ سلنه ګډونوال د امارت پر ځای اسلامي جمهوریت ته رایه ورکړې. ښاغلي عاصي زياته کړې چې نظر پوښتنې په ټوله کې درې لوی پیغامونه لرل: "مطلق اکثریت ګډونوال په دې باور دي چې جګړه د سیاسي خبرو له لارې پای موندلی شي، بل دا چې د سولې خبرې دې په افغانستان او د افغان حکومت په مشرۍ وشي او دریم دا چې ډیر خلک د اسلامي جمهوریت او د ښځو د ګډون پلویان دي".
بله پوښتنه د بهرنیو ځواکونو د موجودیت په تړاو چې طالبان وايي جګړه به یې ددې ځواکونو تر وتلو دوام ولري. په دې اړه ۴۶ سلنه ګډونوالو ویلي د سولې له هوکړې وروسته دې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي. خو ۵۲ سلنه ګډونوال ویلي د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره به کورنۍ جګړې پیل شي.
دا نظر پوښتنه داسې مهال کیږي چې په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ خبرو کې د ډیر پرمختګ رپوټونه ورکول کیږي.

د عکس سرچینه، Getty Images
خو د ولسمشر محمد اشرف غني د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال چې په دې غونډه کې برخه اخيستې د سولې دې بهیر ته هیله من نه ښکاري.
هغه وویل ښايی "دا خبرې د طالب او امریکا جګړه ختمه کړي، خو هېڅ امکان نلري چې د طالب او د افغانانو جګړې ته دې د پاى ټکى کېږدي، ځکه دده په وینا د طالبانو او افغانانو ترمنځ جوړه "بل ډول خبرو ته اړتیا لري."
افغانستان ته د اروپايي ټولنې استازي پیري مایډون د دې نظر پوښتنې د پایلو د اعلان په غونډه کې د سولې بهیر کې پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې ښځو ته باید ډېره ونډه ورکړل شي.









