افغانستان: بهرنیو چارو وزارت د اوکراینۍ غورځېدلې الوتکې پلټنې ته پلاوی لېږي

بهرنیو چارو وزارت

د عکس سرچینه، MOFA

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، ډېر ژر به ایران ته د اوکراینۍ غورځېدلې الوتکې د موضوع څېړولو په موخه تخنیکي پلاوی ولېږي.

په کابل کې د بي بي سي خبریال عصمت بهیر د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې چارواکو له قوله وايي، چې د دغې پېښې د پلټنې لپاره يې تخنيکي پلاوی پلټنو ته چمتو دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي:

''ولسمشر اړوند چارواکو ته د وژل شویو کسانو د کورنیو موندلو امر کړی او د تخنیکي پلاوي استولو پرېکړه په پام کې ده چې د ګډونوالو لیست به یې له پرېکړې سملاسي وروسته اعلان شي. ''

د الوتکې غورځېدو په دغه پېښه کې ۱۰ افغانان هم وژل شوي.

درې ورځې مخکې دغه بوینګ ۷۳۷ ډوله اوکراینۍ الوتکه په تهران کې له امام خمیني هوايي ډګره تر پورته کېدو لږ وروسته وغورځېده.

په ایران کې د افغانستان سفیر عبدالفغور لېوال بیا وايي، دوی د الوتکې د لوېدو پېښې د څېړنې موضوع له نژدې څاري خو په وینا يې تر اوسه هیڅ افغان کورنۍ دوی ته مراجعه نه ده کړې چې د کورنۍ غړي یا خپلوان یې د الوتکې د نسکورېدو په دغه پېښه کې وژل شوي وي.

''موږ د وژل شویو کسانو نوملړ کابل ته استولی دی او د جسدونو په تشخیص، موندلو او لېږد کې بشپړې همکارۍ ته چمتو یو. ''

له دې مخکې ایران یو ځل بیا هغه څرګندونې رد کړې، چې وايي، د چهار شنبې پر ورځ دغه هېواد کې د اوکراین غورځېدلې مساپر وړونکې الوتکه په توغندي ويشتل شوې.

الوتکه په تهران کې له الوت لږ وروسته پر ځمکه وغورځېده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، الوتکه په تهران کې له الوت لږ وروسته پر ځمکه وغورځېده

د دغه هېواد د هوايي چلن ادارې مشر د جمعې پر ورځ وویل، 'باوري 'دی چې دغه الوتکه په توغندي نه ده وېشتل شوې.

نوموړي د لوېدیځوالو مشرانو هغو څرګندونو ته په ځواب کې دا خبره کړې ده.

یو شمېر لوېدیځوالو مشرانو له دې مخکې ویلي، د څارګرو ادارو رپوټونه ښيي چې الوتکه ښايي په تېروتنه له ځمکې په هوا کې ګوزا کوونکي توغندي ویشتل شوې وي.

په یوه نوې خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې د تهران فضا کې یوه الوتکه ویشتل کېږي. اوکراینۍ بوینګ ډوله الوتکه کې ۱۷۶ کسانو سفر کاوه او له هغه څه ساعته وروسته وغورځېده چې ایران په عراق کې پر دوو امریکايي هوايي اډو توغندیز بریدونه وکړل.

د امریکايي رسنیو رپوټونو کې ویل شوي، ښايي ایرانیانو له هغه برید وروسته د امریکايي غبرګون ویره درلوده او له همدې کبله یې پر مساپر لېږدوونکې الوتکې د جنګي الوتکې ګومان کړی وي.

که څه هم د پېښې په تړاو د بشپړ معلومات ژمنه کړې، خو د پنجشنبې پر ورځ د پېښې له ځایه خپاره شوي ټلویزیوني رپوټونه ښيي چې د یوه بلډوزر په مرسته د غورځېدلې الوتکې پاتې شوني یو ځای کېږي.

دې سره هغه اندېښنې هم ډېرې شوې چې ښايي د پېښې ځای کې شته ثبوتونه له منځه لاړ شي.

غني

له دې مخکې افغان ولسمشر محمد اشرف غني هیله وښودله چې ایراني چارواکي په دغه هېواد کې د غورځېدلې اوکراینۍ الوتکې توربکس پلټونکې ډلې ته وسپاري.

د اوکراین د هوايي کرښې د ۷۳۷ بوینګ سپرلۍ الوتکه د چارشنبې په ورځ( د جنورۍ ۸) تهران کې له امام خمیني هوايي ډګر له پورته کېدو نږدې درې دقیقې وروسته وغورځېده.

دې الوتکه کې د لسو افغانانو په ګډون ټول ۱۷۶ کسان ووژل شول.

د ارګ یا افغان ولسمشرۍ ماڼۍ خبرپاڼه وايي، د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زیلنسکي له افغان سیال سره ټلیفوني خبرو کې د دې پېښې له امله د لسو افغانانو د وژل کېدو "تسلیت او خواخوږي" ښودلې ده.

خبرپاڼه کې راغلي: "ښاغلي زیلنسکي ویلي چې د اوکراین پلټنډله یې ایران ته استولې چې د دې تراژیدۍ د پېښېدو څرنګوالی وارزوي او د اوکراین لومړیتوب دا دی چې دا پېښه هراړخیزه او روڼه وارزول شي او په دې هکله پټ حقیقت روښانه شي".

ښاغلي غني هم هیله ښودلې چې ایراني چارواکي دې برخه کې له اوکرایني چارواکو سره "په ارزونه او رڼو پلټنو" کې همکاري وکړي.

ولسمشر غني ویلي، ډاډه دی چې اوکراین "د دې ترا ژیدۍ د حقیقت موندلو او افغان حکومت ته یې د سپارلو" هڅه کوي.

د کاناډا لومړی وزیر: الوتکه توغندي سره لګېدلې

تروډو

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د کاناډا لومړی وزیر د بشبړو او رڼو پلټنو هیله لري.

د کاناډا لومړی وزیر جستېن ترودو وايي، داسې اطلاعات لري چې دا الوتکه ایراني توغندي سره غورځېدلې ده.

نوموړي دې پېښه کې د تېروتنې امکان رد نه کړ.

ښاغلي تردو د دې پېښې په هکله د ټولیزې او بشپړې پلټنې غوښتنه وکړه.

د برتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن هم وايي، شواهد ښيي چې اوکراینۍ الوتکه په ایراني دافع هوا سره غورځېدلې ده.

نوموړي دا هم وویل چې ښايي دا کار تېروتنې سره شوی وي، خو زیاته یې کړه چې له کاناډا او نورو نړیوالو ملګرو سره دې برخه کې همکاري کوي او باید بشپړې او رڼې پلټنې وشي.

ټرمپ:"ښايي چا تېروتنه کړې وي"

ایران

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، الوتکه تهران کې له پورته کېدو لږ موده وروسته وغورځېده.

دا په داسې مهال ده چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ شک وښود چې دا الوتکه غورځول شوې ده: "ښايي چا تېروتنه کړې وي".

سي بي اېس او نیوزویک هم له نومپرته د امریکا د اطلاعاتي سرچینو له خولې لیکلي، چې د دوی په اند اوکراینۍ الوتکه په توغندي غورځول شوې ده.

په دا مهال رویټرز خبري اژانس هم د څو امریکايي چارواکو له خولې لیکلي: "د دوی په اند دا الوتکه په ایراني توغندي سره غورځول شوې ده".

ایراني چارواکي دا تورونه ردوي او "رواني جګړه" یې بولي.

د ایران د هوايي چلن چارواکو ویلي دې الوتکه کې ۱۶۷ مساپر او ۹ کارکوونکي ټول وژل شوي دي.

په دوی کې ۱۴۶ ایرانیان، ۱۰ افغانان، ۵ کاناډایان، ۱۱ اوکراینیان او ۴ سویډنیان وو.

تېره ورځ داسې هم ویل کېدل چې ایران د دې الوتکې توربکس امریکا ته- چې دا الوتکې جوړوي- د ارزولو لپاره نه ور کوي، خو ایران دا خبر رد کړ.