امریکايي رسنۍ: ایرانیانو په تېروتنه اوکراینۍ الوتکه وېشتلې

ایران

د عکس سرچینه، AFP

د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، د اوکراین هغه الوتکه چې پرون په ایران کې وغورځېده، ایرانیانو په تېروتنه وېشتلې ده.

په هغه پېښه کې د الوتکې ټولې ۱۷۶ سپرلۍ وژل شوي وو.

د امریکا سي بي ایس خبري شبکې په رپوټ کې د امریکايي چارواکو له قوله ویل شوي، د اوکراین بین المللي هوايي شرکت هغه ۸۰۰- ۷۳۷ ډوله الوتکه په توغندي وېشتل شوې وه.

د سي بي ایس رپوټ د امریکايي څارګرو ادارو چارواکو له قوله وايي، له سټیلایټه اخیستل شویو تصویرونو کې د توغندیو توغېدو دوې سرې لمبې او بیا د یوې چاودنې رڼا هم لیدل شوې.

بل لور ته اوکراین چارواکو ویلي، دوی د الوتکو ضد توغندي کارېدنې په ګډون له یو شمېر اړخونو دغه پېښه څېړي.

نیوزویک خبري شبکې د امریکا دفاع وزرات پنټاګان د یوې سرچینې، یوه استخباراتي لوړ پوړي چارواکي او دغه راز د عراق د یوې څارګرې ادارې د کارکوونکي له قوله وايي، دوی باوري دي چې دغه الوتکه په 'تار ' ډوله روسي توغندي وېشتل شوې ده.

پرونۍ پېښه له هغه یوازې څو ساعته وروسته وشوه، چې ایران په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر دوو پوځي هوايي اډو توغندیز بریدونه وکړل، خو داسې هېڅ ثبوت نه شته، چې دغه دواړه پېښې کوم تړاو سره لري.

له دې مخکې د پنجشنبې پر ورځ د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ وویل:

''زه د الوتکې په تړاو خپل شکونه لرم، ښايي یو چا تېروتنه کړې وي. ''

د بوینګ شرکت غورځېدلې الوتکې یو ماشین د پېښې په ځای کې پروت دی

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د بوینګ شرکت غورځېدلې الوتکې یو ماشین د پېښې په ځای کې پروت دی

د ایران غبرګون

بل لور ته ایراني چارواکي په توغندي د الوتکې وېشتل کېدل ردوي.

د ایران ملکي هوايي چلند ادارې مشر علي عابد زاده وايي:

''له علمي اړخه په توغندي د دې الوتکې ویشتل کېدل ناشوني دي. ''

ښاغلی عابد زاده زیاتوي:

''د دې الوتکې تر څنګ په ورته مهال یو شمېر نورې کورنۍ او نړیوالې الوتنې د اته زرو فوټو په همدې لوړوالي د ایران په فضا کې وې، له دې کبله په توغندي د دې الوتکې ویشتل کېدو خبرې هېڅ حقیقت نه لري. ''

نوموړی زیاتوي: ''په ایران کې د ټولو پوځي او ملکي څانګو تر منځ بشپړه همغږي موجوده ده

علي عابد زاده وايي، الوتکې د ستنېدو هڅه کړې:

''دغه الوتکه د هوايي ډګر له ساحې د وتلو پر مهال د لویدیځ پر لور تله، خو له کومې ستونزې وروسته ښي اړخ ته کږه شوه او د غورځېدو پر مهال بېرته هوايي ډګر ته ستنېده. ''

ښاغلی عابد زاده زیاتوي، عیني شاهدانو په الوتکه پورې له غورځېدو مخکې 'د اور لمبې لیدلې دي ' او په وینا یې امام خمیني هوايي ډګر ته د ستنېدو پر مهال پیلوټانو د کومې ستونزې رپوټ نه و ورکړی.

اوکراین

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د اوکراین په کیېف کې د الوتکې وژل شوې عملې کسانو ته د درناوي مراسم

نوموړی وايي، د لومړنیو څېړنو رپوټ اوکراین او امریکا متحدو ایالتونو ته استول شوی، چې د بوینګ الوتکه جوړونکي شرکت مرکز پکې دی.

له دې مخکې د نوموړي له قوله ویل شوي وو، چې د دغې الوتکې په غورځېدو کې 'ترهګرۍ 'هېڅ رول نه درلود. ''

ایراني چارواکو دا هم ویلي، اوکراینۍ الوتکې غوښتل بېرته هوايي ډګر ته ستنه شي.

په یوه لومړۍ څېړنه کې ویل شوي، دغه الوتکه د هوايي ډګر له ساحې د وتلو پر مهال له ستونزو سره مخامخ ښکاریده او 'اور یې اخیستی و. '

څوک د پېښې پلټنه کوي؟

د پنجشنبې پر ورځ د اوکراین امنیت او دفاع شورا سکرتر اولیکسي دانیلوف پر فېسبوکپاڼه لیکلي، درې نورې مهمې مفروضې هم په پام کې نیول شوې دي.

  • په هوا کې له ډرون یا کوم بل الوتونکي شي سر ټکر
  • د تخنیکي مسایلو له کبله د ماشین کار پرېښودل یا چاودل
  • د کوم ترهګریز برید له کبله په الوتکه کې دننه چاودنه

ښاغلی دانیولوف وايي، اوکرایني پلټونکي چې په ایران کې دي، غواړي د الوتکې غورځېدو ځای کې د کوم توغندي احتمالي پاتې شونو پسې وګرځي.

د ایران په هکله ویل کېږي، چې د توغندیو ضد روسی سیسټم لري.

په پلټنه کې هغه ماهرین هم شامل دي چې ۲۰۱۴ کال کې یې د مالیزیا ایم ایچ ۱۷ ډوله الوتکې په هکله څېړنه کړې، چې د اوکراین ختیځ کې غورځېدلې وه.

د ایران هوايي چلند ادارې مشر علي عابد زاده وايي، سویډن او کاناډا ته هم د پلټنو پایلې استول شوې، چې اوسېدونکي یې په غورځېدلې الوتکه کې ناست وو.

ایران

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، په یوه لومړۍ څېړنه کې ویل شوي، دغه الوتکه د هوايي ډګر له ساحې د وتلو پر مهال له ستونزو سره مخامخ ښکاریده

د جنورۍ پر درېیمه په عراق کې د ایراني جنرال قاسم سلیماني له وژل کېدو وروسته د امریکا او ایران تر منځ له تاوتریخوالي سره همهاله ایراني چارواکو ویلي، دوی به د الوتکې ریکارډ یا تور بکس بوینګ شرکت ته چې دغه الوتکه یې جوړه کړې او امریکايي چارواکو ته ور نه کړي.

د هوايي چلند نړیوالو قوانینو له مخې ایران کولای شي د الوتکې غورځېدو پېښې په تړاو د پلټنو مشري وکړي، خو په دودیز ډول د الوتکي چمتو کوونکي په داسې پلټنو کې ګډون کوي.

د ایران د هوايي چلن چارواکو ویلي دې الوتکه کې ۱۶۷ مساپر او ۹ کارکوونکي ټول وژل شوي دي.

په دوی کې ۱۴۶ ایرانیان، ۱۰ افغانان، ۵ کاناډایان، ۱۱ اوکراینیان او ۴ سویډنیان وو.

جرمني کې چارواکو وروسته وویل، ''موږ اوس داسې کوم معلومات نه لرو چې ایران کې د غورځېدلې الوتکې په سپرلیو کې جرمنیان هم شامل دي. ''