ارګ: هر نوماند چې له پنځوس سلنې ډېرې رایې واخلي ولسمشر دی

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د هېواد نافذه قوانین پر بنسټ هر هغه نوماند چې په ټاکنو کې پنځوس + یو رایې ترلاسه کړي، د هېواد راتلونکی ولسمشر به وي. ارګ دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې کابل کې د امریکا سفیر جان بس وویل، تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه کمه وه، او راتلونکی افغان ولسمشر ښایي ډېر سیاسي اعتبار ونلري.

د امریکا سفیر د چارشنبې پر ماښام طلوع نیوز سره ځانګړې مرکه کې زیاته کړې وه چې راتلونکی افغان ولسمشر باید نورو سیاسي ډلو ته هم په واک کې برخه ورکړي.

خو د افغان ولسمشر محمد اشرف غني مرستیال ویاند لطیف محمود وایي، د افغانستان په قانون کې هېڅ داسې ماده نشته چې ټاکنو کې باید څومره خلک ګډون وکړي، او څومره دې باید یوه نوماند ته رایه ورکړي.

ښاغلي محمود پنجشنبه کابل کې خبریالانو ته وویل:

"د اساسي قانون او نورو قوانینو پر بنسټ هر هغه څوک چې له پنځوس سلنې ډېرې رایې ترلاسه کړي، هغه ولسمشر دی. په قانون کې د خلکو د ګډون کچه نه ده ځانګړې شوې چې د څو میلیونه افغانانو له ډلې دې دومره میلیونه ګډون وکړي. په نظام کې د نورو خلکو ګډون په ولسمشر او د هغه په واکونو پورې اړه لري ".

د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړۍ پایلې په تېره دسمبر میاشت کې اعلان شوې، چې له مخې یې محمد اشرف غني ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو سره مخکښ و.

خو په ټوله کې په ټاکنو کې د ګډونوالو شمېر کم و او د ۹ میلیونه جوګه کسانو له ډلې تر دوه میلیونو کمو کسانو د تېر سپتمبر پر ۲۸مه نېټه رایه ورکړه.

د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته یو شمېر نوماندانو تور پورې کړ چې ټاکنو کې درغلي شوې ده او لومړنۍ پایلې دوی ته د منلو نه دي.

کابل کې د امریکا سفیر جان بس هم هغه مهال ویلي وو، ټول خلک باید په یاد ولري چې دا یوازې لومړنۍ پایلې دي، او د ټاکنو بهیر لا نه دی ختم شوی.