غزني کې د سیکانو یوازېنی معبد د نړېدو له ګواښ سره مخ دی

دلپ سینگ
د عکس تشریح، دلپ سینگ په غزني کې د هندوانو استازی دی

په غزني کې مېشت سیکان افغان حکومت تورنوي چې د مذهبي ودانیو او عبادتځیو په ساتنه کې يې پاملرنه نه کوي. هغوی وايي، په غزني ښار کې د بابا 'پرنات' په نوم مشهور عبادتځی چې یوه تاریخي ابده هم ده، د نړېدو له ګواښ سره مخامخ ده، خو د کلونو په تېرېدو لا هم رغول شوې نه ده.

همدا ډول سیکان او یواځېنی پاتې هندو ادعا کوي چې په غزني کې د هندو سوځولو یوه ټوټه ځمکه اوس حکومت په شنه سیمه بدله کړې ده.

اسدالله بلهار جلالزی د هندوانو دغه تاریخي عبادتځي ته ورغلی او دا راپور يې را استولی دی:

"دلته وینم چې دغې ودانۍ ته زیان اوښتی، شاوخوا دېوالونو کې درزونه ښکاري. دا دوه پوړیزه ژېړ رنګه ودانۍ په پخو خښتو جوړه د کوټو جوړښت يې هم بېل د تیموري دورې د وانیو په څېر دی. په وړوکو ورسیو او ورونو کې يې هم انځور کښل شوی دی."

غزني کې د سیکانو یوازېنی معبد
د عکس تشریح، غزني کې د سیکانو یوازېنی معبد

د هندوانو په باور، دا معبد یو له مهمو عبادتځیو دی او د هندوانو لپاره ځانګړی ځای لري. له دې وړاندې به دلته له بهر او په کور د ننه په سلګونو هندوان او سیکان د عبادت او زیارت لپاره راتلل، خو اوس یوازې راجارام دلته پاتې دی، هغه هم د دغه عبادتځي د ساتنې په موخه پاتې دی.

د غزني دا طلاعاتو او فرهنګ ریاست چې د تاریخي سیمو د ساتنې مسوولیت لري، مني چې د هندوانو دغې مذهبي ودانۍ ته ډېر زیان اوښتی دی، چې بېړنۍ رغونې ته اړتیا لري.

غزنی
د عکس تشریح، د غزني ښاروالي وايي: "اوه کاله وړاندې د ښاروالۍ ریاست د دې ټوټې ځمکې له څښتنو په یوه پوښتنلیک کې معلومات غوښتي وو، خو هېڅوک يې د ترلاسه کولو لپاره حاضر نه شول، له همدې امله ښاروالي هغه ټوټه ځمکه تصرف او نقشه يې پرې پلې کړه."

د غزني په یوه څنډه کې بیا د هندوانو د مړو سوځولو لپاره یوه ټوټه ځمکه ځانګړي شوي وه. د هندو سوځونې سیمه هندوانو ته د یوه مذهبي ځای په توګه اهمیت لري، خو اوس دا سیمه د ښاروالۍ له خوا په زرغونه سیمه یا پارک بدله شوې چې له دې امله د هندو لږکیو له نیوکو او غبرګون سره هم مخ ده.

دلپ سینگ په غزني کې د هندوانو استازی دی. د مذهبي او عبادت په تر سره کولو کې له هېڅ ډول محدویتونو سره نه دی مخ شوی، خو وايي حکومت يې د یوې برخې جایدادونو په ساتلو کې ناغیړي کوي.

د هندوانو د مړو سوځولو ځمکه چې ښايي تر یوه جرېب زیاته وه، د غزني ښار د ننه د سیند پر غاړه پرته وه، خو اوس دا ځمکه په یوه پارک بدله شوې.

د غزني ښاروالي وايي د "کادستر" د ادارې په اسنادو کې یاده ټوټه ځمکه د "ګوپل" او "باګوان" په نومونو ثبت شوې ده.

د غزني ښاروالي وايي: "اوه کاله وړاندې د ښاروالۍ ریاست د دې ټوټې ځمکې له څښتنو په یوه پوښتنلیک کې معلومات غوښتي وو، خو هېڅوک يې د ترلاسه کولو لپاره حاضر نه شول، له همدې امله ښاروالۍ هغه ټوټه ځمکه تصرف او نقشه يې پرې پلې کړه."

غزنی
د عکس تشریح، د غزني دا طلاعاتو او فرهنګ ریاست چې د تاریخي سیمو د ساتنې مسوولیت په غاړه لري، مني چې د هندوانو دغې مذهبي ودانۍ ته ډېر زیان اوښتی دی، چې بېړنۍ رغونې ته اړتیا لري.

نژدې څلور لسیزې وړاندې په افغانستان کې د جګړې له کلونو پخوا په غزني ښار کې له ۶۰۰ تر ۷۰۰ هندو او سیک کورنۍ اوسېدې، له دې ورهاخو د غزني په ځینو ولسوالیو او کلیوالو سیمو کې يې کورونه او کرنیزې ځمکې لرلې، خو اوس په غزني کې د سیکانو اته کورنۍ او له هندوانو یوازې راجارام پاتې دی.

نژدې څلوېښت کلن راجا رام له خپلې کورنۍ لیرې او بېل ژوند کوي او خپل ماشومان يې هندوستان ته استولي. د ده په خبره، هلته به لږ ترلږه زدکړې وکړاي شي. راجا رام د معبد د ساتنې دنده پر غاړه لري او پر خپلې دې دندې خوشحاله او راضي دی.