"افغان جګړه هره ورځ ۹ ماشومانو ته مرګژوبله اړوي"

افغان ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په راپور کې راغلي چې له ۲۰۰۹ کال را په دې په دغه هېواد کې شپږنیم زره ماشومان وژل او شاوخوا ۱۵ زره ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره "یونیسف" وایي، افغانستان سږ کال د نړۍ په کچه ماشومانو ته تر ټولو خونړی هېواد و.

د دغې اداري یو راپور، چې نن خپور شو، ښيي د ۲۰۱۹ کال په لومړیو نهو میاشتو کې هره ورځ په منځني ډول ۹ نهه افغان ماشومان وژل یا ټپیان شوي دي.

د یونیسف مسوولین د جګړې په ژر تر ژره درېدو ټینګار کوي او خبرداری ورکوي چې د وسله والو شخړو دوام د ماشومانو د ژوند خوندیتوب لا کړکېچنولی شي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره د افغان ماشومانو اوسنی وضعیت هیښوونکی بولي او وایي، د دې وضعیت دوام ورته د منلو نه دی.

په افغانستان کې د یونیسف استازی ابو بکر کمپو وایي، روان ۲۰۱۹ کال د افغان ماشومانو لپاره تر پخوا ډېر خونړی و او لامل یې دادی چې د جګړې ښکیلې خواوې د ماشومانو خوندیتوب په اړه بې پروا دي:

"د راپور موخه دا ده چې معلومه کړو افغانستان کې یو ماشوم څنګه را لویږي، دا داسې هېواد دی چې هره ورځ په کې د جګړې له امله په منځني ډول نهه ماشومان وژل یا ټپیانېږي، د ۲۰۱۹ کال لومړیو نهو میاشتو کې ۶۳۱ ماشومان دلته وژل شوي او ۱۸۳۰ نور ژوبل شوي دي، د مرګ ژوبلې دا شمېره د تېر ۲۰۱۸ کال پرتله ۱۱ سلنه زیاتوالی ښيي."

په راپور کې راغلي چې له ۲۰۰۹ کال را په دې په دغه هېواد کې شپږنیم زره ماشومان وژل او شاوخوا ۱۵ زره ټپیان شوي دي.

څوک ملامت دي؟

د ماشومانو د مرګ ژوبلې بنسټیز لاملونه د ځانمرګو بریدونو او د دولت پلوه او مخالفو وسله والو ترمنځ د ځمکنیو جګړو ډېروالی یاد شوي دي.

یونیسف د ماشومانو د کړکېچن حالت لپاره ټول اړخونه، یعنې افغان حکومت، وسله وال مخالفان او ان نړیوال مرستندویان ملامت بولي.

ابوبکر کمپو د جګړې په ژر تر ژره درېدو ټینګار کوي او وایي، د اوسني وضعیت دوام د افغان ماشومانو ژوند نور هم خرابوي:

افغان ماشومان

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ملګري ملتونه وایي، دا مهال د افغانستان ۹ اعشاریه درې میلیونه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري چې دې ډله کې نژدې څلور میلیونه اړمن ماشومان یاد شوي دي.

"که جګړه همداسې روانه وي او ښکیلې غاړې کومې هوکړې ته ونه رسیږي، مونږ باید له دې هم کړکیچن حالت ته چمتوالی ولرو، په خواشینۍ سره چې زه د راتلونکې وړاندوینه نه شم کولای، خو زه یوازې د حالت ګراف ته ګورم، که وضعیت همداسې وي راتلونکی کال به مونږ د ماشومانو داسې یو انځور وړاندې کړو چې له نن نه به ډېر خراب وي."

یونیسف پر افغان حکومت او نړیوالو مرسته کوونکو غږ وکړ چې د ماشومانو د ژوند ښه والي لپاره د اړتیا وړ بودجه ځانګړې کړي.

دوی وایي، پر جګړې سربیره طبیعي پېښې، وچکالۍ او کورنۍ بې ځایه کېدنه نورې ناخوالې دي چې د افغانانو په ځانګړې توګه ماشومانو ژوند یې اغیزمن کړی دی.

ملګري ملتونه وایي، دا مهال د افغانستان ۹ اعشاریه درې میلیونه کسان بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري چې دې ډله کې نژدې څلور میلیونه اړمن ماشومان یاد شوي دي.