افغان ټاکنې: د کمېسیونونو او استازو دویمه مشورتي غونډه هم بې پایلې وه

حوا علم

د عکس سرچینه، Independent Election Commission of Afghanistan

د عکس تشریح، د غونډې په یوې برخه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ غونډه پرېښوده.
    • Author, عبید حسام
    • دنده, بي بي سي کابل

د افغانستان د ټاکنیزو ناندریو د هوارولو لپاره د ټاکنیزو کمېسیونونو او د نوماندانو د استازو ترمنځ دویمه مشورتي غونډه هم نن 'جمعه ۱۳ دسمبر ' له کومې پایلې پرته پای ته ورسېده.

ټاکل شوې وه چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره شپه د ولسمشرۍ ټاکنو قسمي یا لومړنۍ پایلې اعلان کړي، خو د نامعلومو دلایلو له کبله دا کار و نه شو.

د راپورته شویو نانندریو د هواري په موخه نن د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون علني غونډه جوړه کړې وه، خو غونډه کې هم کوم جوړجاړی ترلاسه نه شو.

په نننۍ غونډه کې د ټاکنیزو کمېسیونونو مشرانو، غړو، د نوماندانو استازو او د ځینو ټاکنڅارو بنسټونو استازو ګډون کړی وو. خو اختلافونه د پخوا په څېر جدي او کومې ښکاره پریکړې ته په کې و نه رسیدل.

غونډه د نوماندانو د استازو او د ټاکنو د کمېسیون د چارواکو ترمنځ په جنجال پیل شوه او د غونډې په یوې برخه کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ غونډه پرېښوده.

خو څو شېبې وروسته راستنه شوه او د غونډې ګډونوالو ته یې وویل چې دا غونډه د ټاکنو د ناندریو د حل لپاره جوړه شوې، نه د چارواکو د سپکاوي لپاره.

د ټاکنو کمېسیون مشرې هغه مهال دغه غبرګون وښود چې د غونډې یوه ویناوال د ټاکنو کمېسیون تورن کړ چې پخپل کار سم نه پوهیږي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشرې زهره بیان شینوارې هم په خپلو خبرو کې د ټاکنو کمېسیون لخوا د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو په نه اعلانونو نیوکه وکړه او زیاته یې کړه چې شاوخوا درې میاشتې تېرې شوې، خو لا هم پایله نه ده اعلان شوې.

''د پایلو د اعلان ځنډېدنې په ریښتیني ډول هم زموږ د درنو هېوادوالو پر روان منفي اغېز کړی او هم یې د ټاکنو بهیر ته زیان اړولی. هغه ټاکنې چې لومړیو کې یې خلکو هرکلی کاوه، اوس ورځ تر بلې کمرنګه کېږي. له تاسې ټولو درنو زموږ هیله ده، نن چې د دې میز شاوخوا راټول شوي یو، د شته ناندریو لپاره یو حل لار حتما پیدا کولی شو. ''

په نننۍ غونډه کې د نوماندانو استازو د ټاکنو کمېسیون پر بهیر او په کې په لاسوهنو کلکې نیوکې وکړې.

ټاکنې

د عکس سرچینه، Independent Election Commission of Afghanistan

د ولسمشرۍ نوماند او اجرایه رییس عبدالله عبدالله، د ګلبدین حکمتیار او ځینو نورو نوماندانو استازي په غونډه کې پر خپل پخواني دریځ ولاړ وو او له کمېسیونونو یې غوښتنه وکړه چې د دوی په باور ۳۰۰ زره تقلبي رایې باطلې کړي.

سره له دې چې دا مشورتي غونډه بې پایلې پای ته ورسېده، خو د ټاکنو د کمېسیون مرستیال عصمت الله مل وویل، هېچاته به اجازه ورنه کړي چې د کمېسیون په چارو کې لاسوهنه وکړي او پایله به د کمېسیون په پرېکړه اعلانیږي.

خو ښاغلي مل و نه ویل چې د ټاکنو پایله به څه وخت اعلان کړي، هغه پرېکړه چې له شاوخوا درې میاشتو راهیسې ورته خلک په تمه دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم تېره اونۍ د ټاکنیزو ناندریو د حل او د لومړنیو پایلو اعلان لپاره د لارې هوارولو په موخه یوه مشورتي غونډه جوړه کړې وه چې هغه هم بې پایلې پای ته ورسېده.