''د طالبانو له بنده خوشي شوي سرتېري کابل ته استول کېږي''

هلمند

د عکس سرچینه، Helmand Governor Office

    • Author, مامون درانی
    • دنده, بي بي سي کندهار

د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي، د افغان پوځ لس سرتېري، چې تېره ورځ د وسلوالو طالبانو له بنده خوشي شول، د پلټنو او روغتیایې اسانتیاوو د ترلاسه کولو لپاره کابل ته لېږدول کېږي.

یوې حکومتي سرچینې بي بي سي ته وویل سرتېري کابل ته لېږدول کېږي، خو وخت یې نه دی یاد کړی.

هلمند کې د افغان پوځ ۲۱۵ قول اردو د عامه اړیکو مشر عبدالقدیر بهادر زوی وايي، دوی هڅه کوي چې ژر تر ژره دغه پوځیان له خپلو کورنیو سره یو ځای شي.

راپورونو کې ویل شوي، دغه سرتېري د ۲۰۱۴ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ د هلمند په مارجه او نادعلي ولسوالیو کې د سختو جګړو پر مهال د وسله والو طالبانو لخوا نیول شوي وو.

دغه سرتېري تېره ورځ د هلمند نهرسراج ولسوالۍ کې د نړیوالې خیریه ټولنې سره صلیب استازو ته وسپارل شول او وروسته مرکز لښکرګاه ته ولېږدول سوه .

وسلوالو طالبانو بي بي سي ته ویلي چې دغه کسان د هغې هوکړې له مخې خوشي شوي چي څو ورځې وړاندې د دوو بهرنیو استادانو او د طالبان د دریو جګپوړو کسانو د تبادلې پر مهال شوې وه .

هغه دواړه استادان امریکایی کېوین کینګ او اسټرالیایی ټیموتهي ویکس په ۲۰۱۶ کال کې برمته شوي وو او د طالبانو په بند کې له دریو کلونو وروسته وړمه ورځ خوشي شول.

د هلمند سیمه اییز چارواکي بي بي سي ته منلي ، چي نن پنجشنبه د افغان پوځ لس سرتېري د هلمند ګرشک ولسوالۍ زمبلي سیمه کي د سره صلیب استازو ته سپارل شوي دي.

د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر هم وایي، چي د پوځ دغه سرتېري شپږ کاله د وسلوالو په بند کي زنداني وو .

افغان سرتېري

د عکس سرچینه، Helmand Governor Office

دغه کسان تر راخوشي کېدو څو ګړی وروسته د هلمند والي تورنجنرال محمد یاسین خان ته وسپارل شوي.

د هلمند د ولایتي شورا مشر عطاالله افغان وایي، دغه کسان سنګین ولسوالۍ کي د جګړې پر مهال نیول شوي وو .

بل لور ته د وسلوالو طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دغه کسان د هغې هوکړې له مخې خوشي شوي ، چي څو ورځي وړاندي د دوو بهرنیو استادانو او د طالبان د دریو جګپوړو کسانو د تبادلې پر مهال شوې وه .