د ولسمشرۍ نوماندانو شورا وايي، 'اوسني حالت' سره د ټاکنو پایلې نه مني

د عکس سرچینه، IEC
- Author, محمد امین کمالپوري
- دنده, بي بي سي
د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو شورا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازولۍ یا 'یوناما ' وغوښتل چې د افغان ټاکنو سلامتیا کې خپل بې پرې رول ثابت کړي.
د دې شورا ځینې غړو په یوه خبري غونډه کې اعلان وکړ 'اوسني حالت سره د ټاکنو پایلې نه مني. '
په دغه شورا کې د اوسني ولسمشر او ټاکنو یوه کاندید محمد اشرف غني ټاکنیز ټیم شامل نه دی.
د دوی په پریکړه لیک کې راغلي د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو شورا په راتلونکو ورځو کې خلکو ته 'د ټاکنیز کړکېچ د بدیل' طرحه وړاندې کوي.
په داسې حال چې د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د رایو بیا شمېرنه په ۱۹ ولایتونو کې بشپړه شوې او په ۹ ولایتونو کې لا روانه ده، د نوماندانو دغه شورا خبرداری ورکوي چې یو اړخیزه او د نوماندانو له مشورې، ګډون او څار پرته د رایو بیا شمېرنه کړکېچ جوړوي.
د رحمت الله نبیل په مشرۍ د 'امنیت او عدالت ' ټاکنډلې ویاند عارف کیاني د دې شورا د ۷ ماده یي اعلامیې په لوستلو سره د ټاکنو له اوسني بهیر ترلاسه کېدونکې پایلې له درغلیو ډکې او ناعادلانه وبللې. په اعلاميه کې راغلي:
''په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازولۍ او شخصاً له ښاغلي تدامیچي یاماموتو غوښتنه کېږي چې د ملګرو ملتونو د نړیوالو ارزښتونو او اصولو له مخې د افغان ټاکنو بهیر په سلامتیا کې خپر رول ثابت کړي او شکونه - تردیدونه له منځه یوسي. که داسې نه شي، اړوند مقاماتو ته شکایت کېږي او په افغانستان کې د دیموکراسۍ د دفاع کولو لپاره له خپلو هلو ځلو نه پر شا کېږو. ''
د ټاکنیزو نوماندانو له ډلې احمد ولي مسعود ادعا وکړه چې د ټاکنو بهیر له خپلې اصلي لارې اوښتی.
بل لور ته د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنیزو نوماندانو خبرداري ته په ځواب کې وايي، ټاکنیز نوماندان باید د دې بهیر له بشپړېدو مخکې قضاوت ونه کړي.
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند مېرزا محمد حقپرست بي بي سي ته وویل، که نوماندان د ټاکنو پر لومړنيو پایلو اعتراض لري، نو په وینا یې مسئولې ادارې یانې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته مراجعه کولی شي.








