امریکا او اروپا د "بین الافغاني مذاکرو" پر وخت د اوربند غوښتنه وکړه

طالبان

د عکس سرچینه، Getty Images

د افغانستان لپاره د امریکا، متحده ایالتونو، ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، برتانیا، جرمني، ایټالیا، فرانسې او ناروې ځانګړو استازو د اروپايي ټولنې مرکز برسلز کې پر افغانستان خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، په دې ناسته کې چې د اکتوبر پر ۲۲ وشوه، د افغانستان د سولې بهیر پر اوسني حالت او دې برخه کې له افغانانو سره د همکارۍ پر لارو چارو خبرې وشوې.

د دې ناستې په پای کې ۱۷ ماده یې پرېکړه لیک هم خپور شوی، چې یوه ماده کې یې راغلي د افغانستان اوسني وضعیت ته په کتو تلپاتې سوله یوازې د سیاسي مذاکرو له لارې رامنځ ته کېدی شي.

دوی د افغانانانو د خپلمنځي مذاکرو پر مهال د ټولو خواوو د اوربند غوښتنه کړې، چې له مخې یې د ناستې ګډونوال د افغانستان د راتلونکي لپاره سیاسي لار نقشې لپاره جوجاړي ته ورسېږي.

دوی دا هم ویلي، چې د سولې د داسې ټولیز او پایښتي تړون لپاره له افغان حکومت، طالبانو او نورو افغانان سیاستوالو او د مدني ټولنې مشرانو سره کار ته ژمن دي، چې جګړه ور سره پای ته ورسېږي او د افغانانو، د سیمې د ثبات او نړیوال امنیت په ګټه وي.

د ناستې ګډونوالو پر افغان ولسمشر اشرف غني او اجرایه مشر عبدالله عبدالله او نورو مخکښو افغان مشرانو غږ کړی چې د افغانانو خپلمنځي رسمي خبرو لپاره د ټول اړخیزې ملي مرکچي ډلې پر جوړولو سملاسي تمرکز وکړي.

که څه هم طالبانو له امریکا سره ۹ پړاوه خبرې وکړې، خو لا یې هم له افغان حکومت سره له مذکرې ډډه کړې ده.

مګر د دې ډلې استازو په مسکو او قطر کې هغو دوو ناستو کې ګډون درلود چې له افغانستان هم مخکښې څېرې ورغلې وې.

د افغان حکومت ځینې چارواکي هم طالبانو دې ناسته کې و، خو د حکومت استازي یې نه کوله.

د اروپايي او امریکايي چارواکو دا نظر په داسې مهال دی چې تمه ده راتلونکې دوشنبه بېجینګ د افغانانو د خپلمنځي خبرو کوربه وي.

طالبانو بي بي سي ته ویلي، چې دې ناسته کې د ګډون لپاره د ملا برادر په مشرۍ یو پلاوی چین ته ځي.

له بلې خوا د سولې شورا مرستیال حاجي دین محمد بي بي سي ته وویل، چین د نوموړي په ګډون مخکښو افغان سیاستوالو ته د افغانانو خپلمنځي خبرو کې د ګډون بلنه ور کړې او دوی ګډون کوي.

د سولې په برخه کې د افغان حکومت وزارت وايي، چین کې د افغانانو خپلمنځي خبرو په هکله له چینايي چارواکو سره خبرې کوي او که دې برخه کې د منلو وړ معیارونو په پام کې ونیول شي، نو دوی به پکې د ګډون پرېکړه وکړي.