'افغانستان کې یو میلیون افغان ماشومانو د پولیو له واکسینه محروم شوي'

ښاغلی ستانکزی زیاتوي، روان کال (۲۰۱۹) کې د پولیو مثبتې پېښې د تېر کال پرتله کمې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ښاغلی ستانکزی زیاتوي، روان کال (۲۰۱۹) کې د پولیو مثبتې پېښې د تېر کال پرتله کمې دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له یو میلیون څخه زیاتو ماشومانو ته د واکسین څاڅکې نه دي رسېدلي.په دې هېواد کې د پولیو د واکسین کمپاین د جمعې په ورځ پای ته ورسېد، ټاکل شوې وه په دغه کمپاین کې اته نیم میلیونه ماشومان واکسین شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د پوليو د برخې عمومي مشر هدایت الله ستانکزي بي بي سي سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې دوی د ۳۲ ولایتونو په ۳۲۴ ولسوالیو کې ماشومانو ته د پولیو واکسین کار پیل کړی و، خو زیاتوي چې له دې ډلې په ۴۴ ولسوالیو کې د ناامنیو له امله ماشومان له واکسین محروم پاتې شوي دي.

نوموړی وایي، پلان یې دا و چې ۸،۵ میلیونه افغان ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو ټیټ وي واکسین شي، خو له دې ډلې ۱،۲ میلیونه یې له واکسین څخه بې برخې پاتې شوي.

ښاغلی ستانکزی زیاتوي، روان کال (۲۰۱۹) کې د پولیو مثبتې پېښې د تېر کال پرتله کمې دي.

په ۲۰۱۸ میلادي کال کې د پولیو ۲۱ پېښې ثبت شوې وې چې ۱۵ یې سوېل او ۶ یې ختیځ کې وې، خو روان کال ۲۰۱۹ میلادي کال کې تردې دمه دا پېښې ۱۸ ته رسېدلي دي.

د روغتیا وزارت چارواکي باور لري چې د افغانستان ۹۸سلنه خاوره د پولیو له ویروس څخه پاکه ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روغتیا وزارت چارواکي باور لري چې د افغانستان ۹۸سلنه خاوره د پولیو له ویروس څخه پاکه ده

دی وايي، د پولیو ډېری پېښې په جنوبي حوزه کې لیدل شوي چې لامل یې یوازې ناامني بلل کیږي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې یوازې ۸ پېښې په روزګان کې، ۵ په هلمند کې او دوه په کندهار کې ثبت شوې دي.

وزارت وايي، په کونړ او پکتیکا کې هم یوه یوه پېښه ثت شوې ده.

د روغتیا وزارت چارواکي باور لري چې د افغانستان ۹۸سلنه خاوره د پولیو له ویروس څخه پاکه ده.

دوی سپارښتنه کوي چې که د کور په کور اجازه ورکړل شي، ښايي پولیو واکسین ټولو ته ورسیږي.

داسې ګنګسې هم شته چې طالب وسله وال د پولیو د واکسین مخه ډپ کوي، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا وایي، دوی له دې پروګرام سره هېڅ مخالفت نه لري او له خلکو یې غوښتي چې خپل کوچنیان د ګوزڼ ضد واکسین لپاره جوماتونو او یا هم د قومي مشرانو کورونو ته ور ولي.