ټاکنو کمېسیون: لومړنۍ پایلې به څو ورځو کې اعلان شي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د لومړنیو پایلو ځنډ به یوازې څو ورځې وي او د سپینو او تورو رایو له چاڼ وروسته به ژر دغه پایلې اعلان کړي. د دغه کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ بي بي بي سي ته وویل چې که هر نوماند پنځوس جمع یو رایې ترلاسه کړي، لومړنۍ پایلې به د وروستیو پایلو په معنی وي.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷ یعنې د تېرې شنبې په ورځ اعلان شوې وای، خو ټاکنو کمېسیون وویل چې د تخنیکي ستونزو له امله په ټاکلې نېټه د لومړنیو پایلو پر اعلانېدو ونه توانېدل.

د پایلو په ځنډ کمېسیون له خلکو بخښنه هم وغوښته. اغلې نورستانۍ وايي چې هڅه کوي ژر او په څو ورځو کې لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

د پایلو د ځنډ په مخالفت کې لومړی غبرګون د ولسمشرۍ نوماند ګلبدین حکمتیار وښود. ښاغلي حکمتیار تور پورې کوي چې د حکومت دوو واکمنو چې هدف یې محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله دي په ټاکنو کې له دولتي امکاناتو په ګټې اخیستنې درغلۍ کړې دي.

هغه وايي چې کمېسیون هم د درغلیو په اړه غلی دی.

خو د پایلو ځنډ ظاهرا د دولت جوړوونکې او ثبات او همپالنې ټاکنیزو ټېمونو لپاره چې محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله یې مشران دي د اندېښنې وړ نه دی. دغو دواړو ډلو ویلي دي چې په رایو کې روڼوالی ورته ارزښت لري.

په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي رولاند کوبیا په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې ټول باید د ټاکنو پایلو ته په تمه شي او بایولونکي نوماندان دې ټول نظام نه ننګوي.

د مهالوېش له مخې د ټاکنو وروستۍ پایلې د لومړنیو پایلو له اعلان شل ورځې وروسته یعنی د لړم یا عقرب په شپاړسمه باید اعلان شي. خو د لومړنیو پایلو ځنډ ته په کتو د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم مني چې دا ځنډ به د وروستیو پایلو اعلان هم ښایي وځنډوي.