د اروپايي ټولنې استازی: د امریکا او طالبانو خبرې باید بیا پیل شي

د عکس سرچینه، Roland Kobia/Twitter
- Author, محمد قاضي زاده
- دنده, بي بي سي
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی وايي، د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې باید بیا پیل شي. په افغانستان کی د اروپایی ټولنی استازی رولاند کوبیا د هرات امنیتي اتم کنفرانس ته چې نن اکتوبر ۱۸ مه پیل شو، وینا کې وویل:
''نن به زه د سولی پر مسآلې ټینګار کوم. له تېر کال راهیسې نهه ځله د امریکا او طالبانو ترمنځ خبرې وشوې او د سولې په تړاو یې هیلې رامنځته کړې. تېر کال په دې اړه خبرې کېدې چې آیا د سولې مذاکرات به وشی که نه؟ خو نن د خبرو پر څرنګوالي غږیږو. دا خبرې لومړی ګام و. د امریکې او طالبانو ترمنځ خبری باید بیا پيل شي. دا د سولې د بهیر یوه برخه ده چې د بین الافغانی خبرو اترو لپاره زمینه برابروی. ''
د هرات د امنیتی خبرو په نړیوال کنفرانس کې د طالبانو واکمنۍ پخواني چارواکي معتصم آغا جان ګډون کړی و.
د ده له څرګندونو معلومېده چې دی د نظام پر څرنګوالي د نظر اختلاف د سولې پر وړاندې اصلي خنډ بولي. ده یو ځانګړی وړاندیز هم درلود او هغه دا چې د ده په خبره داسې یو نظام دې جوړ شي چې هم جمهوریت هم وي او امارت هم:
''یو ګډ شی دې جوړ کړي. یو ګډ نوم دې جوړ کړي. د افغانستان اسلامي جمهوري امارت دې یې کړي. دا یو داسې لفظ نه دی چې د سولې پر وړاندې خنډ وګرځي. ''

د هرات د امنیتي خبرو اترو اتم کنفرانس نن اکتوبر اتلسمه د نژدې ۲۰ هېوادو د استازو او کارپوهانو په ګډون په هرات ښار کې پيل شو، چې منتظمین یې وايي، اصلی موخه یې دا ده چی د سیمې د هېوادونو ترمنځ د یوه سیاسي جوړجاړي لپاره د کارپوهانو په هڅه همغږي او د فکر یووالی رامنځته کړي.
دغه کنفرانس هر کال د افغانستان د ستراتیژیکو څېړنو د انیستیتوت له خوا د افغانستان د لانجې په تړاو د تفاهم رامنځته کولو په موخه ترسره کېږي.








