د افغانستان ټاکنیز کمېسیون: ځینې بایومټرېک الې ورکې شوې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، په کابل او ځینو ولایتونو کې د ټاکنو اړوند ځینې بایومټرېک الې ورکې شوې او د ځینو نورو الو حافظې هم ترۍ تم شوې.

ددغه کمېسیون یوه غړي مولانا عبدالله خبریالانو ته وویل، شاوخوا ۷ بایومټرېک الې کابل کې ورکې شوې او زورواکانو د ۲۲ نورو الو حافظې ترې ایستلې دي.

ښاغلي عبدالله دا هم وویل، په نورو هغو ولایتونو کې چې دغه الې ورکې شوې، د اړوندو محلونو د رایو د باورمنتیا په اړه به له ټاکنیزې تګلارې سره مطابق پرېکړه وشي.

دغه کمېسیون وايي تر اوسه د ۲۱ زرو محلونو رایې دغه کمېسیون ته رسېدلې او د شپږو زرو محلونو رایې سکن شوې دي.

مولانا عبدالله وايي، تر اوسه د ۲۲ ولایتونو ټاکنیز حساس توکي مرکز ته رسېدلي او د نورو ولایتونو حساس توکي به د نن (شنبې) ورځې تر پایه ورسېږي.

ښاغلی عبدالله ټینګار کوي، کله چې ټولې بایومټرېک الې کمېسیون ته ورسېږي، رایې به په دوو پړاونو کې پاکې کړل شي.

د هغه په وینا، په لومړي پړاو کې بایومترېک شوې رایې له نا بیایومټرېک شویو بېلېږي او په دویم پړاو کې بایومټرېک شوې رایې هم د ځینو ستونزو او احتمالي سرغړونو له کبله ارزول کېږي او چاڼ کېږي.

هغه وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې به په ټاکل شوې نېټه (تله ۲۷مه) اعلان شي.

د ټاکنو کمېسیون دوې ورځې مخکې ویلي وو، د وروستیو شمېرو له مخې، په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې شاوخوا دوه میلیونه او اوه سوه زره کسانو ګډون کړی و. دغه کمېسیون دا هم ویلي وو چې د ګډونوالو شمېر وروستی نه دی او ښايي بدل شي.

د ټاکنیز کمېسیون د خپاره کړي نوملړ له مخې، کابل د ۴۵۹ زره رایو اچولو سره د نوملړ په سر او سوېلي ولایت روزګان ولایت د شاوخوا شپږ زره رایه ورکوونکو سره د نوملړ په پای کې ولایتونه دي.

ښاغلی عبدالله وايي، په تېرو ولسمشرۍ ټاکنو کې د اریو اچولو ټول ټال ۴۶۸۴ مرکزونه پرانیستي او ۶۸۹ نور تړلي وو.