ټاکنو کمېسیون: ټاکنو کې به یوازې بایومټریک رایې شمېرل کېږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د شنبې ورځې په ولسمشریزو ټاکنو کې یوازې بایومټریک رایې حسابېږي. د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د ټاکنو کمېسیون د دغې پریکړې هرکلی کړی دی.

چارواکي وايي، دې کمېسیون له درغلیو څخه د مخنیوي لپاره دا پریکړه کړې. د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، په مرکزونو کې په هر دلیل چې بایومټریک دستګاوې ونه کارول شي دغه رایې به دوی ته د منلو وړ نه وي.

نوموړی وايي:

"د رایې اچونې په ټولو سیمو کې د بایومټریک وسایل لرو، د بایومټریک یو احتیاطي اله هم ورسره څنګ کې په هر مرکز کې شته، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پریکړه داده چې بایومټریک رایه حسابیږي او نورې رایې په حساب کې نه راځي".

چارواکي وایي، په ټاکنو کې د بایومټریک الاتو کارونه د درغلیو کچه ټیټوي.

له دې وړاندې د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو او سیاسي څېرو هم په ټاکنو کې د روڼتیا لپاره د بایومټریک سیسټم څخه ګټې اخېستنې باندې ټینګار کړی وو.

بایومټریک سیستم لومړی پر تذکرې د سټېکر کوډ له مخې د رایه ورکوونکي هویت پېژني چې همدې مرکز کې رایه اچولی شي که نوم یې نه وي اړوند مرکز ورته ښیې.

دغه وسیله د ګوتو نښان او انځور زېرمه کوي د هر رایې ورکوونکي لپاره یو کوډ چاپوي چې په رايې پاڼې نښلول کېږي. که څوک وغواړي د دوېیم ځل لپاره رایه ورکړي دستګاه خبرداری ورکوي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د رایه اچونې په مرکزونو کې د بایومټریک دستګاوو لازمي کېدلو هرکلی کړی او د روڼتیا په راوستلو کې یې اړین ګام بللی.

د دې ترڅنګ د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون کمېشنر قطب الدین رویدار وايي، له مهالویش سره سم یې کارکوونکي روزلي او د ټاکنو په ورځ د هر ډول شکایاتو څېړنې ته چمتو دي.

دی وايي: "هغه چمتوالی چې د ټاکنو لپاره لازمې دي ټول نیول شوي دي، د بېلګې په ډول موږ د انتخاباتو لپاره ټول طرزالعملونه تصویب کړي دي، یو داسې سند نه دی پاتې چې په اړه یې چمتووالی و نه لرو".

له دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د ۴۹۴۲ مرکزونو د امنیت ساتنې خبره کړې وه، تراوسه د بایومټریک ۲۹ زره دستګاوې مرکزونو ته لېږدول شوي او ورسره ۵۰۰۰ یې اضافي دستګاوې دي چې د اړتیا په وخت کې به ترې کار واخيستل شي.

د افغانستان د ټاکنو خپلوک کمېسیون چارواکو په وینا تر دا مهاله د ټاکنو حساس او غیر حساس توکي ۱۶۰ څخه ډېرو ولسوالیو ته رسېدلي او دا بهیر به د تلې یا میزان تر پنځمې بشپړ شي.

په دغو توکو کې د بایومټریک وسیلې، رایې پاڼې، د ګوتو رنګ، د پایلو پاڼې، د رایه ورکوونکو نوملړ او د شکایتونو فورمې شاملې دي چې کمېسیون ورته د حساسو توکو نوم ورکړی.

په تېرو پارلماني ټاکنو کې د بایومټریک دستګاوو په ځینو مرکزونو کې کار پریښود، رايې اچونکي اړ شول چې پرته له بایومټریک سیسټم رایې وکاروي چې لامل یې د ټاکنو په ورځ کې پراخې ګډوډۍ وي او د پایلو پرسر لویې لانجې جوړې شوې او ورستۍ پایلې وروسته له ډېر ځنډه اعلان شوی.

خو د ټاکنو کمېسیون وایي، دوی ډادمن دي چې دا ځل د بایومټریکو دستګاو پر مټ به رايې له ټولو مرکزونو د انترڼیت له لارې کابل کې د کمېسیون مرکزي دستګاه ته واستول شي.