م. م: افغان نوماندان باید د ټاکنو سلامتیا هوکړې ته ژمن وي

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان د ولسمشریزو له ټولو نوماندانو غوښتي چې د ټاکنیز چلند هغه هوکړه مراعت کړي چې د ټاکنیز بهیر د درناوي او د ټاکنو د سلامتیا د ساتنې لپاره یې لاسلیک کړې ده.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه خبرپاڼه داسې مهال خپریږي چې د تلې د ۶مې د ولسمشریزو ټاکنو له خپرېدو لا دمخه مخکښو نوماندانو د بري دعوه کړې ده.
د امنیت شورا په داسې حال کې چې دغه ټاکنې په هېواد کې د ولسواکۍ د پرمختګ په لور یو مهم ګام بولي افغان رایه ورکوونکي، ټاکنیز کارکوونکي، څارونکي او امنیتي ځواکونه ستايي چې د دوی په وینا د تخنیکي ننګونو او امنیتي ګواښونو سره سره یې دغه ټاکنې شونې کړې.
ملګرو ملتونو دغه راز د افغانستان د امنیت او ثبات په اړه د بهرنیو ځواکونو رول ستایلی دی.
خبرپاڼه د طالبانو د نوم له اخېستو پرته هغه کسان غندي چې د دوی په وینا د ټاکنو په ورځ یې د نوماندانو او کارکوونکو په ګډون د ملکي وګړو په وړاندې د بریدونو ګواښ کړی وو.

د عکس سرچینه، Getty Images
امنیت شورا همدارنګه له ټاکنیزو ادارو او په دې ډله کې له ټاکنیزو کمېسیونونو غوښتنه کړې چې د افغانانو رایې په ځیر وشمېري او د دې ضمانت وکړي چې پایلې عادلانه او رڼې وي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ټاکنو د خپلواکو له دواړو کمېسیونونو غواړي چې د ټولو رایو اچونکو رایې په عادلانه ډول د ټولو خواو په ګډون او په راڼه توګه وشمېري.
د امنیت د شورا غړي هېوادونه دغه راز په ټولو نوماندانو غږ کوي چې له مخکې وخته قضاوتونو ډډه وکړي او پر یوبل دې تورونه نه لګوي.
د یادونې وړ ده چې د ټاکنو یو نوماند او د ملي یووالي د حکومت اجرائیه ریس ډاکټر عبدالله عبدالله د یوه خبري ناستې په ترڅ کې په ټاکنو کې د درغلیو د تور ترڅنګ ادعا وکړه چې ټیم یې په لومړي پړاو کې ګټونکی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ولسمشرغني د ټاکنیزو سیالیو مرستیال ولسمشرۍ نوماند امرالله صالح هم ویلي و چې د دوی ټیم له ۶۰ څخه تر ۷۰ سلنو رایو په ګټلو بریالی دی.
تر دې دمخه د ټاکنو خپلواکو کمېسیونونو، امریکا او اروپايي ټولنو له نوماندانو غوښتي چې د ټاکنیزو پایلو تر اعلانېدو دمخه دې په دې اړه مخکې له وخته قضاوتونه نه کوي.
د چارشنبې په ورځ د ولسمشرۍ یوه نوماند فرامرز تمنا د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون غږ کړی چې د روانې اونۍ تر پایه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. د کمېسیون د مهال وېش له مخې، لومړنۍ پایلې باید د روانې اکتوبر میاشتې پر ۱۹مه اعلان شي.
ولسمشرۍ ته بل نوماند ګلبدین حکمتیار د رایو اچولو له ورځې راپدېخوا په لومړنۍ خبري غونډه کې ویلي، د ټاکنو بهیر "شفاف نه" و.
په ورته وخت کې د ولسمشرۍ یوه بل کاندید لطیف پدرام خبریالانو ته ویلي، پر ټاکنیز بهیر د امریکایانو نفوذ و.










